کور / تازه خبرونه / د پرچمن ولسوالۍ لاره له دريو میاشتو راهيسي بنده ده

د پرچمن ولسوالۍ لاره له دريو میاشتو راهيسي بنده ده

د دوه مياشتو راهيسي دفراه و پرچمن ولسوالۍ لاري له مرکز او نورو سيمو سره پرتې لاري تړلي سوي دي ، د دې ولسوالۍ يوه تن اوسيدونکي د ازادۍ راډيو سره په خپرو کي وويل چي دوی له حکومت څخه نور هيڅ مرسته نه غواړي ، غوښتنه يې صرف د لارو خلاصول دي . نوموړي وويل چي څو ځله يې د راډيوګانو له لاري خپل ږغ تر چارواکو رسولی خو چا ورسره مرسته نه ده کړې .


د فراّ دغه ولسوالۍ د ګاونډي هيواد ايران سره د څلور سوه کيلو متره په واټن سرحد لري او هر کال د ژمي په موسم کي د واوردو او يخنيو له امله له ستونزو سره مخامخ کېږي .