کور / شعر / سوې مينه

سوې مينه


سوې مينه
چې يې ګل او بلبل دواړه په ژړا دي
هغه سوی بڼ سنبل دواړه زما دي


خرابات او مناجات يې وير ته ناست دي
په زړه درد په سوز ژړل دواړه زما دي


چا د ساز او سرود خونې کړې ور ړنګې
مات رباب تمبل وهل دواړه زما دي


د خندا او خوشحالۍ ستونی خپه دی
کړيدل او زوريدل دواړه زما دي


دود دستور يې د قانون سره په دار شول
زوريدل وژل کيدل دواړه زما دي


چې يې غم اوښادي يو بل ته ژړيږي
دا او هغه قبلول دواړه زما دي


چې نری لوګی ترې خيژي خدمتګاره
سوې مينه او غزل دواړه زما دي


محمد يوسف خدمتګار مزدور زوی


  زړې پولې     


زمونږ دمیني دمنزل لارې لنډیږي نورې


اصلي څیرئ درقیبانو ښکاره کیږي نورې


چاچې زمونږ دمیني منځ کې کوږ دیوال جوړوه


هغه دیوال خښتې هغوې باندې ورلویږي نورې


اوس نوخبره  سپینول غو اړ ي  له یا ره سر ه


چې دوصال ډیوئ زمونږ کور کې لګیږ ي نورې


اوس دکابل او پیښور زلمي یووالئ غوا ړي


دمشرانو به یوځاې جرګئ ټولیږي نوري


چاچې به سیندراته ښوروااوغرونه غوښې ښوول


اوس دهغوې بیړۍ هغه سیند کې ډوبیږ ي نورئ


پښتنو څنګه ښه ویلي په زور کلي نه شي


مینه ،هوس اوشیطا نۍ سره بیلیږي نورې


                          زه خدمتګار به د ملګرو سره ځم  جیلم له


                        زمونږ دخوني زړې پولي به جوړی نورې


     زما خوږه کابله  
د ژوند چارو کړه پيښه ستا يوه شوه زما بله
زما خوږه کابله
ما ويل چې تا  به جوړ کړم
اولاد به درله موړ کړم
دښمن دی توطيه وکړه يوی پاسه بله
زما خوږه کابله
چا چور  کړه شتمنی ستا
چا اووژل بچی ستا
چا علم پوهه يوړه توره شپه راخوريدله
زما خوږه کابله
د غيرت څلی نسکور شول
واکدار چې پر تا نور شول
هر افغان ژړلی چی جاده ئې ورانوله
زما خوږه کابله
چا وسول مکتبونه
چا يوړل کتابونه
قلم کاغذ ئې بند کړل ژبه ئې هم ستا وتړله
زما خوږه کابله
يتمان به ژړيدل ستا
شهيدان به لړزيدل ستا
ظالمو وسلوالو به پر تا ضر به کوله
زما خوږه کابله
پوهان دی در په درشول
خواران خاوری په سر شول
څوک ووتل له ملکه او څوک ورک شول تل تر تله
زما خوږه کابله
نور بس کړه خدمتګاره
ورځه په خپله لاره
تا کور له لاسه ورکړو چې درپيښه نشی بله


محمديوسف خدمتګار مزدور زوی


پښتنې پیغلې ته


تا چې څوک په غشو دبڼو باندې ویشتلي دي


کله درنه روغ زړګئ خپل کور ته ګرځیدلي دي


ته  د تا تر ې  د سر  مغر و ر ه  پښتنه   پیغله


ترکې ښاپیرۍ دې په خپل حسن شرمولي دي


ولې  په  سالو کې پټه  ناسته  یی  څه نه وایي


تا ته  د میوند  ملالې  ډیر څه  در ښوولي د ي


پا څیږ ه  ټپه  وکړه  او ننګ  زلمو ته  واچوه


تا خو د ناز و انا شعر و نه ا و ر ید لي  د ي


ته هم دعینو غوندې زوي ورور له کوره وباسه


څوک چې له مورچله ځیني پټ تا ته درغلي دي


ګوره چې مغلو دخوشال قبر  نیولې دئ


نوي لښکریان یی دملا په څیر روزلي  دي


غواړي د میر ویس اوابدالي قبر هم لاندې کړي


ورونه دې د دوې په تبلیغا تو غولیدلي دي


پاڅه پښتنې پیغلې نن غږ دزمانې دئ دا


ځکه خدمتګار درته له زړه در لیکلي دي


دحرم پولې


چې په ځان دودې نادودې دصنم وړي


له اغیارو نه به خود بار دستم وړي


چې دیار دکوڅې دوړي باد پرې راشي


په مستۍ شي لیوني ګل د شړشم وړي


په هرحال یی بس وصال دیار په خوله وي


دژوندون له باغه کله حاصل کم وړي


هسې سرد سرکشا نو را ټیټ مه شه


چې په ورین تندي دخپلوخلکوغم وړي


دوربل له سیوري لاندې به خوب څه وي


دچا ناوې چې په زړه ډار دعجم وړي


څو د میني د حر م پو لي پخیږ ي


غلیمان به هم کولتور وړي هم قلم وړي


                                           خدمتګار دلوی افغان دبڼ بلبل دئ


                                        د پښتو غزل دعمره پورې سم وړي