کور / علمي / د پښتو پوهنيزه پانګه علمي سيمينار پرېکړه ليک

د پښتو پوهنيزه پانګه علمي سيمينار پرېکړه ليک

په نيدرلند کې افغاني کلتوري ټولنې د روان کال د فبروري په شپاړسمه د (پښتو پوهنيزه پانګه) تر سرليک لاندې يوه غونډه وکړه، چې په اروپا کې ميشتو بيلابيلو مشرانو او پوهانو پکې برخه واخيستله. ګڼ شمېر پوهانو خپلې پوهنيزې ليکنې واورولې او خپل اندونه ئې څرګند کړل او په پايله کې يې پريکړه وکړه:


1 –   د نوي ښوونيز کال لۀ پيل سره سم دې په کابل ښار او اړوندو ولسواليو کې د پښتو ژبې د زده کوونکو لپاره پښتو ښوونځي جوړ او په پښتو ژبه دې  ښوونه او روزنه پيل شي او پۀ شمال سيمو کې دې پښتو ژبو وګړو لپاره د ښوونې او روزنې چارې سمبال شي. 


2-  د کابل او هېواد په ټولو لوړو مسلکي – تحصيلي مؤسسو او پوهنتونو کې، د پښتو ژبې محصلينو ته هم په پښتو ژبه د زده کړې زمينه مساعده شي . 


3 –  په کابل کې دې د لوړو او مسلکي زده کړو مؤسسو او پوهنتونونو ټول استادان اړ کړل شي، چې په دواړو رسمي ژبو په انډوليزه توګه درسي مواد تهيه کړي.


4 –   دولتي ادارې دې د جنګ ځپلو او لرې سيمو د ماشومانو لپاره د زده کړو زمينه مساعده کړي . 


5 –  د هيواد په کچه دې د لوړو تحصيلي مؤسسو، پوهنتونونو او ښوونځيو د جوړيدو په برخه کې توازن مراعت شي.


6 –  د افغانستان د اساسي قانون پر بنسټ منل شوې ملي ترمينالوژي دې پر ټولو دولتي ادارو او ټولو ملي ډله ايزو خپرونو کې دود او وپالل شي . 


7 –   ټول دولتي مشران دې په خپلو ملي او رسمي ويناوو کې د ژبو توازن جداً په پام کې ونيسي.


8 –  د غونډې ګډونکونکي له ټولو افغاني پوهانو او متخصيصينو څخه هيله کوي، چې په خپلو څانګو کې په پښتو ژبه علمي او مسلکي آثار تاُليف او وژباړي. د کار د پياوړتيا لپاره دې مسلکي کميسيونونه جوړ او خپلې هلې ځلې دې همغي کړي. 


9-  پۀ بهرنيوهېوادونو کې د افغانپوهنې ، افغانستان پوهنې او پښتو ژبي ديپارتمنتونه چې يو وخت په بېلابېلو بهرنيو ملکونو کې موجود ول، بيرته فعال شي .


په درنښت
پۀ نيدرلند کې افغاني کلتوري ټولنه


د ٢٠٠٨ کال د فبروري شپاړسمه
اتريخت نيدرلند


کاپي :
د افغانستان جمهوري رياست
د افغانستان د پوهني وزارت
د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت
د يونسکو نړيواله  اداره
بېلابېل نړيوال افغاني مطبوعات