کور / کتاب / بايبل د قران په رڼا کې، د حکمتيار نوى اثر

بايبل د قران په رڼا کې، د حکمتيار نوى اثر


 


((بايبل د قران په رڼا کې ))د افغانستان د اسلامي حزب د مشر انجنير ګلبدين حکمتيار نوى اثر دى، چې په دې وروستيو کې په٨٧١مخونو کې په ښه صحافت له چاپه راوتى دى. په دغه کتاب کې د عيسويانو بايبل د قراني ايتونو په رڼا کې څيړل شوى او بيا يې يو شمېر نظرونه په قراني ايتونو، احاديثو او عقلي دلايلو ځواب کړيدي. دغه کتاب په بايبل کې ډېر راغلي بيانونه په قراني دلايلو تحريف شوي ثابتوي، چې عيسويان يې نن د خداى د کلام په توګه يادوي. په کتاب کې په بېلابېلو څپرکو کې د ځمکې پيدايښت، خلقت، او نور ديني مسايل په خورا مستنده او مستدله ژبه بيان شوي او د عيسويانو نظريات يې په قراني ايتونو رد کړيدي. د کتاب ژبه ډېره خوږه پښتو ده، چې پر پښتو ليکوالۍ او پښويه د ليکوال برلاسي راښيي. دغه کتاب په سيمه او نړۍ کې د موضوع له مخې بې بېلګې کتاب ګڼل کيږي او ويل کيږي اوس اردو او دري ژبو ته هم ژباړل کيږي.
ددې ترڅنګ حکمتيار د خپل ګوند غړو ته يو پښتو ليکلارښود هم ليکلى، چې په خپلو ليکنو کې څه ډول پښتو وکاروي. په دغه ليکلارښود کې پښتو ياګانې کندهاري ګړدود ته نږدې څيړل شوې، خو په هرلحاظ په دې برخه کې د ستاينې وړ ګام دى. دغه ليکلارښود به په راتلونکو څو ورځو کې پر ليکه شي.  حکمتيار يو شمېر نور سياسي او ديني کتابونه هم ليکلي، چې شمېر يې د ١٠٠ شاوخوا ته رسيږي او يو هغه يې د محسن مخملباف د ((بودا…..از شرم فروريخت)) ځواب دى. ښاغلي حکمتيار ته په دغه کار اوږد ژوند او پر پاتې عمر د پښتو ژبې د چوپړ توفيق غواړو. هيله ده دغسې نور ګټور کتابونه هم په پښتو ژبه وليکي او د خپل ګوند په اړوندو ښوونځيو (په ځانګړې توګه شمشتو)کې د ژبې د نړيوالې ورځې په درناوي د ټولګيو د پښتو کولو بهير ګړندى کړي.  
پښتانه لوستونکي ددغه کتاب لوستو ته رابولو.
د کتاب يو ټوک ٢٥٠ افغانۍ بيه لري او د پېښور له ټولو کتابتونونو ترلاسه کېداى شي.