دپښتو پوهنيزه پانګه علمي سيمينار انځوريز راپور او Video
راپور ويډيو او عکسونه : لراوبر ډاټ کام
د ۲۰۰۷ کال د فبروري پر شپاړسمه نېټه په هالنډ کي دافغاني کلتوري ټولني له خوا د دې هيواد د اتريخت په ښار کي د ( پښتو پوهنيزه پانګه ) تر سرليک لاندي علمي سيمينار جوړ سو .
د دې سيمينار چلوونکې ميرمن کامله طاهر وه او سيمينار د ښاغلي خان مبارز څاپي له خوا د قرآن عظيم الشان د مبارکو ايتونو په تلاوت سره پيل سوه . په اروپا کي د افغاني کلتوري ټولنو د ګډي جرګې مشر ليکوال او څېړونکی ښاغلی زرين انځور ددې سيمينار د مشر ، په جرمني کي د ساينس پوهانو د ټولني مشر پوهنوال ډاکتر نظرمحمد سلطانزی ځدراڼ د مرستيال او ډاکټر شفيق د منشي په توګه وټاکل سول .
لومړئ په هالنډ کي د افغاني کلتوري ټولني مشر ډاکټر سيد نصير احمد د سيمينار د پرانستونکې وينا پر مهال د پښتو ژبي د پرمختګ په وړاندي پرتو خنډونو ته اشاره وکړه ،نوموړي دWWW.ACVN.NL په نوم د افغاني کلتوري ټولني دويبپاڼي پرانستني او ددې سيمينار په وياړ د انجنيرۍ پوهنځي د محصلينو لپاره د ( اتوکېډ) په نوم په پښتو ژبه د يوه پوهنيز کتاب چاپ او دا سيمينار ددې ټولني يوه لاسته راوړنه وبل او هيله يې څرګنده کړه چي دا سيمينار به د پښتو ژبي د علمي کولو په لاره کي پام وړ پايلي ولري .
نوموړي په غونډه کي د ټولو درنو پوهانو او برخه والو ، د پوهاند ډاکټر مجاور احمد زيار او نورو هغو ټولو دوستانو څخه مننه کړه چا چي په دې سيمينار کي درالېږل سوو مقالو له لاري برخه اخستې وه .
په دې سيمينار کي له بېلابېلو هيوادونو څخه افغان پوهانو او عالمانو برخه واخيسته او د پښتو ژبي د علمي کېدو پر بېلابېلو اړخونو په اړه علمي او اکاډميکي ويناوي او مقالې واورول سوې .
د سيمينار ويناوال په دې ډول وو :
د لرغونپوهني د څانګي استاد پوهنوال رسول باوري – مقاله : ( په لرغونپوهنه کي د پښتو او په پښتو کي د لرغونپوهني څرک ) ډبرليکونه او تاريخي معلوماتو په اړه تفصيلي خبري وکړې ، ښاغلي استاد باوري د پردې پرمخ د يو شمېر لرغونو پښتو ډبرليکونو تصويرونه وړاندي کړل او دا راز يې په لرغونپوهنه کي په پښتو ژبه د هغو اثارو يادونه او لنډه پيژندنه وړاندي کړه کوم چي تر دې مخکي په پښتو ژبه کي نه وو .
د امستردام پوهنتون د مځکه پېژندني ( جغرافيې ) د څانګي استاد پوهنوال رحمت ګل ځواکمن ، مقاله : ( پښتو په لوړو زده کړو کي ) ښاغلي ځواکمن د خپلي ليکني په يوه برخه کي وويل ؛ د زده کړو او نفوسو د شمېر په برخه کي بې عدالتي او د تيرو څو کلونو په تيريدو د پام وړ توپير رامنځته سوی دی ، نوموړي پر دولتي چارواکو او مشاور وزيرانو ږغ وکړ چي د پښتنو سره د بې عدالتۍ په وړاندي ګام پورته کړي . نوموړي په خپله مقاله کي د افغانستان په ښوونيزو چارو او لوړو زده کړو په ادارو کي د پښتو او پارسي ژبو تر منځ نه منونکی انډول په ډېره پاملرنه څېړلی و .
د افغانستان د هستوي فزيک دڅانګي پخوانی مشر او په جرمني کي د ساينس پوهانو د ټولني مشر او د سرطان د ناروغيو متخصص پوهنوال ډاکټر نظرمحمد سلطانزی په پښتو ژبي د علمي اثارو پر ليکلو ټينګار وکړ ، د خپلو دوو ناچاپ ساينسي اثارو په اړه يې معلومات وړاندي کړل او پر پښتنو يې ږغ وکړ چي د شکايتونو پر ځای لاس په کار سي او د پښتو ادبي کتابونو ليکلو پر ځای عملي اثار پښتو ژبي ته راوژباړي او له دې لاري پښتو ژبه علمي او بډايه کړي .
په دې سيمينار کي د ګډون لپاره د کابل پوهنتون استاد ليکوال او سياسي څېړونکي ښاغلي پوهنمل محمد اسمعيل يون ته هم بلنه ورکړه سوې وه ، خو د وېزې په ورکولو کي د ځنډ له امله يې په سيمينار کي برخه وانخستلای سوه ، نوموړي د اوسنيو رسنيو په اړه څېړنيزه مقاله رالېږلې وه چي په هالنډ کي د افغاني کلتوري ټولني د مرستيال ښاغلي عبدالله احسان له خوا ولوستل سوه .
وروسته په هالنډ کي کورني ډاکټر ښاغلي عبدالصبور عابد د پښتو ژبه او پښتنو سايکولوژي تر سرليک لاندي خپله مقاله ولوسته ، نوموړي په خپله مقاله کي په افغانستان کي د دري ژبو په وړاندي د پښتنو سايکولوژيکي وضعيت د طب له پلوه څېړلی و او په دې برخه کي يې په زړه پوري بېلګي وړاندي کړې ، نوموړي د خپلي ليکني په يوه برخه کي وويل : پښتانه له دې ډاره چي څوک ورته وروسته پاتی يا متعصب ونه وايي بېله دې چي پوه سي چي مقابل طرف يې پښتو ژبی که پارسي ژبی دی زيات وخت پارسي شروع کوي يا ډير وختونه پښتانه په دې له دري ژبو سره په دري خبري کوي چي د هغوی له خوا ورته متعصب ونه ويل سي ، دغه لامل دی چي د سرشمېرني پر اساس پښتانه د هيواد شاوخوا ۷۶ ٪سلينه جوړوي خو هغه پښتانه چي په پښتو ژبه خبري کولای سي نو د ۳۳٪ شاوخوا دي .
په اروپا کي د پلاستيکي جراحۍ د څانګي متخصص پوهاند ډاکټر ايمل ساپي په افغانستان کي د پښتو ژبي په برخه کي د ناخوالو تر څنګ د پښتنو او پښتون مېشته سيمو د ناخوالو په اړه په تفصيل سره خبري وکړې او د پردې پر مخ يې په تيرو څو کلونو کي افغانستان ته د ۲۱ کاري سفرونو څخه يو شمېر عکسونه وښودل . ښاغلي ډاکټر ايمل ساپي پر نړيوالو مرسته کوونکو او افغان چارواکو نيوکه وکړه چي په لوی لاس د پښتنوپه سيمو کي د بيا رغاوني او روغتيايي مرستو په ويشلو کي د مور او ميرې سلوک کوي ، ددې خبري د زبات لپاره نوموړي يو ښوونځيو ، روغتونونو او کليوال ژوند يو شمېر عکسونه د غير پښتنو د سيمو سره د پرتلې په موخه د پردې پر مخ وښودل .
په اروپا کي د افغاني کلتوري ټولنو مشر ليکوال او کره کتونکي ښاغلي زرين انځور د خپلي مقالې په ترڅ کي د ادبياتو او ادبپوهني په اړه په تفصيل خبري وکړې ، نوموړي د ادبيات ( شعر او نثر ليکل يا کيسه ليکل علم نه دی مګر د شعر ، نثر او ادبياتو د نورو برخو څېړل عمل دی ، نوموړي اشاره وکړه چي د ابياتو او ادبپوهني تر منځ غټ توپير موجود دئ .
دسيمينار بل ويناوال ښاغلي ډاکټر قيوم مومند و چي له امريکې څخه راغلی و ، نوموړي هم دخپلي وينا په ترڅ کي په پښتو ژبي دعلمي او اکاډميکو اثارو ليکل ددې ژبي د علمي کېدلو په لاره کي ډير مهم وبلل او د خپلي هغي طرحې په اړه يې معلومات وړاندي کړل کوم چي موخه يې په افغانستان کي په پښتو ژبه د يوې خپلواکي علمي اکاډمۍ جوړېدل و .
د دې علمي سيمينار بل ويناوال له افغانستان څخه د اريانا نړيوال تلويزيوني چينل ريس ليکوال او شاعر ښاغلی احسان الله ارينزی و ، نوموړي د خپلي وينا په يوه برخه کي وويل چي هر پښتون دي په خپل علمي مسلک کي کار وکړي ، اثار دي وليکي يا دي يې وژباړي تر څو په دې ډول هم پښتو ژبه له علمي پلوه بډايه سي او هم مو خپلو ماشومانو ته د هغوی په مورنۍ ژبه په بېلابېلو برخو کي د زده کړي مواد برابر کړي وي .
د سيمينار بله مقاله له جرمني څخه ټولنپوه او ساپوه ښاغلي ډاکټر عبدالظاهر حاذق رالېږلې وه چي د ښاغلي انجنير ذکريا پوپل له خوا ولوستل سوه .
وروسته ښاغلي ډاکټر رشيد ملکزي په پښتو ژبه دعلمي اثارو په برخه کي خپل يوه طبي کتاب په اړه معلومات وړاندي کړل .
د سيمينار بل ويناوال ښاغلي ډاکټر تړون جليلي و چي د پښتو او رغتيا پوهنه تر سرليک لاندي خپله مقاله واوروله .
په هالنډ کي د افغاني کلتوري ټولني د مشورتي جرګې مشر ښاغلي علي محمد مجبور د سيمينار لپاره د ( د هيواد د وسله وال پوځ په روزنه او دندو کي د پښتو ژبي ارزښت ) تر سرليک لاندي مقاله ليکلې وه .
د يادوني وړ ده چي دا لومړی سيمينار و چي نژدې ټولو ويناوالو او ليکوالو د پردې پر مخ د خپلو مقالو جزيات په متن او تصويري توګه هم ښودل .
د علمي سيمينار په پای کي د غونډي د ځانګړی علمي کميسون د منشي ښاغلي ډاکټر شفيق له خوا د دې سيمينار پريکړه ليک واورول سو چي تر يو شمېر پوښتنو او بحث وروسته د غونډي د برخه والو د اکثريت له خوا ومنل سو .
د سيمينار تر علمي برخي وروسته مشاعره په پام کي نيول سوې وه چي د وخت له کموالي له امله ترسره نه سوه .
بسم الله الرحمن الرحيم
په نيدرلند کې افغاني کلتوري ټولنې د روان کال د فبروري په شپاړسمه د (پښتو پوهنيزه پانګه) تر سرليک لاندې يوه غونډه وکړه، چې په اروپا کې ميشتو بيلابيلو مشرانو او پوهانو پکې برخه واخيستله. ګڼ شمېر پوهانو خپلې پوهنيزې ليکنې واورولې او خپل اندونه ئې څرګند کړل او په پايله کې يې پريکړه وکړه:
1 – د نوي ښوونيز کال لۀ پيل سره سم دې په کابل ښار او اړوندو ولسواليو کې د پښتو ژبې د زده کوونکو لپاره پښتو ښوونځي جوړ او په پښتو ژبه دې ښوونه او روزنه پيل شي او پۀ شمال سيمو کې دې پښتو ژبو وګړو لپاره د ښوونې او روزنې چارې سمبال شي.
2- د کابل او هېواد په ټولو لوړو مسلکي – تحصيلي مؤسسو او پوهنتونو کې، د پښتو ژبې محصلينو ته هم په پښتو ژبه د زده کړې زمينه مساعده شي .
3 – په کابل کې دې د لوړو او مسلکي زده کړو مؤسسو او پوهنتونونو ټول استادان اړ کړل شي، چې په دواړو رسمي ژبو په انډوليزه توګه درسي مواد تهيه کړي.
4 – دولتي ادارې دې د جنګ ځپلو او لرې سيمو د ماشومانو لپاره د زده کړو زمينه مساعده کړي .
5 – د هيواد په کچه دې د لوړو تحصيلي مؤسسو، پوهنتونونو او ښوونځيو د جوړيدو په برخه کې توازن مراعت شي.
6 – د افغانستان د اساسي قانون پر بنسټ منل شوې ملي ترمينالوژي دې پر ټولو دولتي ادارو او ټولو ملي ډله ايزو خپرونو کې دود او وپالل شي .
7 – ټول دولتي مشران دې په خپلو ملي او رسمي ويناوو کې د ژبو توازن جداً په پام کې ونيسي.
8 – د غونډې ګډونکونکي له ټولو افغاني پوهانو او متخصيصينو څخه هيله کوي، چې په خپلو څانګو کې په پښتو ژبه علمي او مسلکي آثار تاُليف او وژباړي. د کار د پياوړتيا لپاره دې مسلکي کميسيونونه جوړ او خپلې هلې ځلې دې همږغي کړي.
9- پۀ بهرنيوهېوادونو کې د افغانپوهنې ، افغانستان پوهنې او پښتو ژبي ديپارتمنتونه چې يو وخت په بېلابېلو بهرنيو ملکونو کې موجود ول، بيرته فعال شي .
په درنښت
پۀ نيدرلند کې افغاني کلتوري ټولنه
د ٢٠٠٨ کال د فبروري شپاړسمه
اتريخت نيدرلند
کاپي :
د افغانستان جمهوري رياست
د افغانستان د پوهني وزارت
د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت
د يونسکو نړيواله اداره
بېلابېل نړيوال افغاني مطبوعات