دادعمر ورځي شپې
دادعمرورځی شپی زه په لړزان کی تیروم
دادڅو ورځوژوندون لکه ذندان کی تیروم
ما دلته دخوشحا لوخلکوځای نه دی لیدلی
دا شیبی زه د غمجنو په مکان کی تیروم
زه په زوره ظالما نو له کلی یم شړلی
وختونه د هجر ان په بیا بان کی تیر وم
په سمه دی اوسیږی زه یی غروته یم لیږلی
مجبو ر یم ملګر ووخت یاغیستا ن کی تیروم
د آذادی دښکلی نو م د اورید وپه امید
میا شتی کلو نه په لار دکا رو ان کی تیروم
وطنه ستا د موسمونو دلیدو په آ رمان
داستانه لری بهارهم په خزا ن کی تیروم
یاسین زیه ازلی دا دنیا راته دوزخ ده
پروا نشته که هر څو یی په نیران کی تیروم
غوغا اورم
دادکوم غریب په کور کی غوغا اورم
سوی سوی فریا دونه د چا اورم
داکوم ظالم غوغا پری جوړه کړی ده
په نیمه شپه کی یی زه چه ژړا اورم
لایی زړه یخ شوی نه دی په مظلومو
چه اعلان دجنازو په هرخوا اورم
دغم لړی په هر کور زمونږرادرومی
ساندی ساندی په ماښام او سبااورم
خوشحالی له مونږه لاړه غم میلمه شو
هر مسلم ته بی ګناه چه سزا اورم
خدایه ستا لویه خدای کی یم یواځی
ویرونه د پښتنو چه تنها اورم
دعزت پرده مو وکړی لو یه خدا یه
ګډی وډی هنګا می د حیا ا ورم
سرخولاړو داحیا زمونږخوندی کړی
یاسین زی نه ربه داسی وینا اورم