کور / z_buitenland_news -- 5 / امريکا اولوېديځ اوس هم د مشرف ملاتړ کوي

امريکا اولوېديځ اوس هم د مشرف ملاتړ کوي

په لندن کې د ايندپينډنټ ورځپاڼي په خپله تازه ګڼه کې د يوه غربي ډيپلوماټ له قوله په ډاګه کړېده چې د امريکا لوړ پوړي چارواکي  او دهغه  غربي انډيوالان  د انګلستان په ګډون نه  غواړي چې  د پاکستان متقاعد جنرال  پرویز مشرف دي  د پاکستان د جمهوري رياست د  څوکۍ  څخه  ګوښه  شي  . ويل کيږي چې هغوی په دې اړه د پاکستان دپارلماني ټاکنو د ګټونکو ګوندونو و مشرانو ته لازم ګواښونه کړي دي .


 


امريکا او د هغه ملګري  د ورستيوپارلماني ټاکنو د برياليتوب سره سره چې په هغه کې د مشرف  ګوند (مسلم لیګ  د قائد اړخ ) وباېلوده او ترټولو لږ څوکۍ يې لاس ته راوړې،  په دې باوردي چې د مشرف ګوښه کېدل به په پاکستان کې بې ثباتي راولي !


 


تر دې دمخه د امريکا د بهرنيو چارو وزيري کنډولي رايس په واشنګټن کې د يوې وينا په ترڅ کې ويلي وه  چې پرویز مشرف د واشنګټن د غوښتونو سره سم عمل کړی دی . يعني نوموړي په پاکستان کې بېړنۍ حالت ايسته کړ،پوځي دريشي يې وکښل او د آزادو انتخاباتو د پاره يې لاره خلاصه کړه .


 د امريکا د بهرنيو چارو وزيره  د پرويز مشرف سره د پاکستان د جمهور رئيس په توګه د خپلو همکاريو پر دوام باندي ټينګار کوي .


 


خو دا مريکا لخوا دا سي يوه غوښتنه په داسي وخت کې مطرح کيږي  چې د پاکستان  ددوو بريالي  عمده  ګوندونو مشران یعنی د پاکستان  د خلکو ګوند مرستيالمشر آصف زرداري او د مسلم ليګ د نواز د ښاخې مشر نواز شریف چې ددې وروسته به په پارلمانکې قاطع اکثريت و لري  پردې خبره ټينګار کوي  چې  مشرف بايد د جمهوري رياست د دندي څخه استعفاء وکړي  .