کور / تازه خبرونه / ايساف:وايي سوځول سوى موټران په ايساف پورى هيڅ تړاونه لرى

ايساف:وايي سوځول سوى موټران په ايساف پورى هيڅ تړاونه لرى

دهلمندولايت د سنګين اوگرشك ولسوالۍ ترمينځ دحيدابادپه سيمه كې  تيره ورځ مازيګر دوسله والو طالبانو په يوه بريد كې څلور باروړونكى موټر سوځول سوي دى.


په هلمندولايت كې  دناټوځواكونو يوه وياند سايمن مېلر افغان ازادى راډيوته دټيلفون په ليكه وويل چې دطالبانو په دغه بريد كې دڅلورو موټرانو دسوځيدو ترڅنګ دهغوي يو تن موټرچلونكى هم وژل سويدي .


هغه وويل چې پنځووسلوالو كسانو چې پرموټرسيكلانو سپاره وه پردغو موټرانويي بريد وكړ .


نوموړى وويل چې دغوموټرانو كى چى كوم توكى باروه هغه توكوپه ايساف ځواكونوپورى هيڅ اړه نه لرله نوموړى زياته كړه چى بارتوكى دسنگين دولسوالۍ ددكاندارانوتوكى پكى باروه .


په سيمه كى هم ځايي كسانوددغوموټرانودسوځولوخبره تائيدكړه ولى دمرگ ژوبلى په اړه يي خبرنه درلود.


هغوى وويل چې تيره ورځ مازيګر دګرشك ولسوالۍ اوسنګين ترمنځ په حيدرآباد سيمه كې وسله والو طالبانو پرڅلوروموټرانو بريد وكړ چې په پايله كې يي موټروسوځيدل .


دځايي طالبانو يوتن قوماندان چى دنوم دښودلوڅخه يي ډډه كوله ديونامعلوم ځاى څخه دټيلفون په ليكه وويل چې دغه موټران ددوي لخوا سوځول سويدي .


نوموړى وويل چې په دغو موټرانو كې دبهرنيوځواكونولپاره چى په سنگين ولسوالۍ كى ميشت دى داكمالاتى موادوڅخه باروه خو هغه دموټرچلونكى دوژلو په اړه څه ونه ويل .


دسنګين اوګرشك ولسوالۍ ترمنځ دحيدرآباد سيمه په دې ورستيو كې دګڼو موټرانو دسوځيدو شاهده سيمه ده چى څواونى مخكى هم په يادسوى سيمه كى زيات شمير موټران دوسلوالوطالبانو له لورى وسوځول سول.
هلمند۵-۱۲-۱۳۸۶