کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / مورنۍ پښتو ژبه او دولس مسئولیتونه

مورنۍ پښتو ژبه او دولس مسئولیتونه

(لومړی برخه )


 


 نيټه :  دفېبرورۍ میاشتې دوه ویشتم ،   ٢٠٠٨ زکال


 




په هرچاچې خپله مورگرانه وي
په مورنۍ ژبه


ليک ، لوست اوخبرې کوي.

(په جرمني کې دافغان ساينسپوهانوټولنه)  


دپيل خبرې :


په دې ټول پوهیږوچې په یوه هیوادکې دمیشتوقومونود ژبوپالنه ، څيړنه اوپرمختګ کارونه دحکومت داړينودندوڅخه ګڼل کيږي اوبایدچې دټاکل شوي  پروګرام   له مخې   ترسره شي . خو په خواشينی سره بایدووایوچې افغان واکمن خوپه تیره بیا پښتانه لوړپوړي چارواکي دمورنۍ ژبې پښتو، نه يوازې داچې پالنه نه کوي ، بلکې ترخپله وسه يې په هراړخیزډول مخنیوی  هم کوي . داځکه  چې ترنن ورځ پوري حذبي دیکتاتوري په هيوادکې حاکمه ده اودقانون هغه مادې عملي کوي چې ددوی خپلې شخصي اوحذبي ګټې پکې خوندي وي .


 


دافغان واکمنوخبرې:


 دمورنۍ ژبې پښتوپه هکله داوسني حکومت اوپخوانيورژیمونودریځونه په لاندې ډول بیان کيږي :     


          کله چې خلکي اوپرچمي کمونستان په کابل باندې واکمن شوه، نوشعاریې داوو چې ګڼه افغانان ددپښتوپر ځای روسي ژبه زده کړي . داځکه چې په ډیرزر راتلونکي وخت کې به په ټوله نړۍ کې کمونیستي نظام حاکم شي. دبلې خوا دري  ژبې پرچمي واکمنو،دپښتنوپر وړاندې  لاندې شعارپیل  کړه  : (اکثريت بې فرهنګ) . دډیرې خواښينۍ خبره  خوداده ، چې پښتانه پرچمیان واکمن  دنوموړي  شعارپروړاندې  بې پرواوو اوپه خړو سترګو به  يې ورته کتل.


          دمجاهد ینوپه دوره کې خو دپښتو اوپښتوژبې کلتورچانوم نه شو اخیستلای اوپر ځای يې تاجکي اوايراني کلتورمنځ ته راغی . دبیلګې په توګه  تلویزیون ، ورځپاڼې رادیواونورې ټولې خبري رسنی په بشپړتوګه انحصارشوې .


          کله چې بیا طالبان په افغانستان  واکمن شول، نو دژبې په اړوند حکم داوو،چې ګنه دپښتو پر ځای عربي ژبه زده شي . دا ځکه چې دعربي ژبې ګټه په دې کې لیدل کیږي چی هم به ددې نړۍ اوهم به دبلی نړۍ لپاره ثواب وګټو.


            دهیواداوسنی اودبهر څخه  نازل شوی  دیموکراتيک حکومت په دې نظردی چې په هیوادکې نورې غټې  ستونځې  لومړی حل کړواوکه بیا وخت پیداشواوموږواکمن پاتې شوو،نوداساسي قانون  ١٦ مادې باندې  به غوروکړو.  داکړنلاره ځکه ضرورده  چې غیرپښتانه زموږڅخه بیا خفه اومرور کیږی .


دولس خبرې .


دپاس یادشووخبرو څخه مالوميږي چې  عام افغان  ولس نور دحکومت په طمعه لاس ترزنې کښې نه ني اوټوله پړه په بل چاوانه چوي بلکې دخپلې مورنۍ ژبې پښتود پالنې ، څيړنې اوپرمختګ په تړاو خپل وجداني ،اسلامي اوملي دنده ترسره کړي .  دنوموړي کاردپلي کولو لپاره دولس په مټ يوغوره اوږدمهال اولند مهال پلان ته اړتیا لیدل کيږی .    په ١- ګراف کې هڅه شوې ده چې دپښتوژبې په تړاودچلنلارې يو پلان وړاندې شي .


 



 


            و لس ښايي خپل  حق  وپيژني اودقانون پروړاندې  خپل مسئوليت  په پام کې ونیسي .


             ولس  ددولت سره دقانون په پلي کولو کې هراړخيزه مرسته وکړي .


په راتلونکوبرخوکې به دپاس یادشوي کارویش په هکله بشپړمالومات وړاندې شي .


په درنښت


(دلومړۍ برخې پای)