کور / تازه خبرونه / ننګرهار: پر هوايي ډګر طالبانو حمله کړې ده

ننګرهار: پر هوايي ډګر طالبانو حمله کړې ده

طالب جنګياليو د ننګرهار پر هوايي ډګر او د امريکايي پوځيانو پر مرکز حمله کړې ده، چي تر اوسه يې د مرګ ژوبلي په هکله معلومات نسته.
د رويټرز آژانس د يوه عيني شاهد په حواله وايي چي د هوايي ډګر په هغه سيمه کي چي جنګ روان دئ، دودونه له ليري ځايه معلومېږي، څرخکي په هوا کي ټکان کوي او د يوه بريدکوونکي مړى يې ليدلى دئ.
د ننګرهار امنيه قومندان عبيدالله تلوار دغه حمله تايېد کړې، خو د مرګ ژوبلي په هکله يې نور معلومات نه دي ورکړي.
بلي خوا ته د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي چي سيمي ته يې ١٤ ځانمرګي بريدکوونکي لېږلي دي، چي جګړه تر اوسه هم روانه ده.