کور / تازه خبرونه / ناټو وايي يو مهم طالب قوماندان مو نيولى

ناټو وايي يو مهم طالب قوماندان مو نيولى

د ناټو ځواکونو په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي چي په کابل کي يې يو مهم طالب قوماندان د يو لړ استخباراتي کړيو پر بنسټ نيولى . په خبرپاڼه کي راغلي چي ياد طالب قوماندان په کابل ښار او لوګر ولايت کي د بريدونو مسئوليت په غاړه لاره . په خبرپاڼه کي د نوموړي نوم او د نيوني کره ځاى نه دئ په ډاګه سوى او نه هم تر اوسه په دې اړه وسله والو طالبانو څه ويلي دي .