کور / شعر / لنډۍ

لنډۍ

داكوم انصاف كوم عدالت دي = دعمرشپي ورځي په غم كي تيره ومه

زماجانان له رنګه تورده = وتورلونګ جانانه راوړه ديدنونه

د ګل ګلاب به ځه ښايست وي = ښاسته جانان ده زيي روغ ليوني كړمه

خلګ به وايي چي دارنګه ده = مادزړګي په وينوكښلي كاغذونه

خلګ به وايي جانان تورده = توروزماپه زړه جوړكړي دي زخمونه

داسي خوهيځوك په چانه كا = زدي مين كړم اوس دي كورله كلي ځينه

دجانان غم به پري ورنكړم = كه باچاتخت دباچاهي پري راكوينه

ټوكرټوكرپه توروراسي = غمازه تاپه ماډيركړي دي ظلمونه

جانانه ليږمي خواته راشه = چي زه دي ښكلول كړم توري سترګي رنځوريمه

خدايه بي دردوته درد وركړي = چي د دردمنوزړوله حاله خبرسينه

خدايه څادرمي دجانان كړي = چي هرورځ يي په پيكي وهم لاسونه

كه په بازاركي خرځي دلاي = مابه جانان په منومنواخستي ونه

دڅورلسم سپوژمي راخيزي = رازه سي دواړه عسكري پارك لرزونه

ده عشقي په تيغ يم زخمي شوم = ستاد ديدن ملحم كه راكي جوړبه شمه

ترتوروغرونو نه پناشوم = بي وفاياره نوم دي كله هيره ومه

دتومتونوځاي يه زيم = بي ننګه يارخنداغمازسره كوينه

دجانان دوه رنګه كاته دي = درحمتي په زړه رنګ رنګ اثركوينه

دوصال عمريوساعت وي = دبيلتانه يوساعت كال راباندي شينه

دمين زړه كله صبريږي = كه خپل اشنايه په چړووهي زخمونه

خپلوجاموسره مي خښ كړي = جانان په غشود بڼوويشتلي يمه

خداي به پښتنه درنه وكړي = خوشحاله ژوندتاپه غمورا بد ل كونه

خاوند دومره راسره واي = لكه بريښنا سي له بارانه سره وينه

خاوند زرترزراختركي = چي دعشقانو سره وسي ديدنونه

حاجت مي نشته دويلو = تاته معلوم دي سراسردزړه حالونه

حال دزړګي مه په راوايي = سوري سوري دزړه دسرد پاسه يمه

حسن دي ورځ په ورځ زيا تيږي = زكات يي باسه چي نظرنشي مينه

خاونده عمرمي باقي كړي = چي د ګلرنګ جانان مي وكړم ديدنونه

ژوند يي زما خاوري هيري كو = بي وفايارده نورو وه دنوروسونه

څراغ مي مړتيل يي تمام شول = دجانان نوم رانه تياره كي پاته شونه

جانان بي وخته رانه بيل شو = ډك له ارمانه زړه به چاته تشومه

جانانه راشه سامي خيزي = چي داورستي سلګي دي غيږكي ووهمه

جنت به ولي خداي رانه كړي = ده عاشقي په تيغ شهيد رحمتي شومه

جانانه هلته به مي هيرسي = چي دلحدخاوروكي كښي دم مړوندونه