کور / تازه خبرونه / کرزى: امريکا دي په افغانستان کي پر کورونو چاپې ودروي

کرزى: امريکا دي په افغانستان کي پر کورونو چاپې ودروي

د افغانستان ولسمشر حامدر کرزي د شنبې په ورځ له واشنګټن پوسټ ورځپاڼي سره په يوه مرکه کي غوښتنه کړې چي امريکايي ځواکونه دي په افغانستان کي پر کورونو باندي د چاپو وهل ودروي او په افغانستان کي د خپلو پوځيانو حضور لږ کړي.
ولسمشر کرزي له امريکا غوښتنه کړې چي د بهرنيو ځواکونو عمليات دي د دوى تر اډو پوري محدود کړي.
د نوموړي په وينا افغانان پر خپلو سړکونو، کوڅو او بازارونو کي د بهرنيو ځواکونو حضور نه خوښوي. ولسمشر کرزي ويلي چي که امريکا غواړي چي د ترهګرو پر ضد عمليات وکړي، له افغانستان څخه دباندي د قبايلي سيمو په هغو سيمو دي يې وکړي چي ترهګر پکښي اوسېږي.
ولسمشر کرزي که امريکا د ځانګړو ځواکونو عمليات لږ نکړي، افغانان به په خپلو کوڅو او سړکونو کي د امريکايي ځواکونو د حضور په وړاندي زغم له لاسه وکړي.