کور / سياسي / له بهره تر ډګره

له بهره تر ډګره

په رښتیاهم دجرګوـ مرکو،ويښتیا او روښانتیاخبرې هم خوږې اوهم ګټورې دي.که په هېواددننه سره راغوټه اوله باندې ورسره مرسته وشي دايې ښه لاره ده. خووارله مخه که په دې خبره هم ښه سوچ ورسره وشي چې دهېوادداوسني کړکیچ دهوارولوپه موخه،دچاله خوا؟ کومې چارې؟ په کوم مهال؟ شونې دي،بیابه دګامود اوچتولوښه موکه وي. خوله بده مرغه ددې خبرې څېړل اوسپړل،ځکه ډېرې درندې چارې بريښي چې دپرله پسې پېچلولوبواوخبرو سراوبرسر دداسې زبرځواکوپانګه والوکمپنیوپه ولکه کې کېوتی چې:«هم یې کري اوهم يې رېبي» که دېوه له ولکې ووځي نوبل ورته رادانګي.که له دوی نه پوره نه شوه نوګاونډیان خو ورته لک وبوڅ ناست دي. نوپه دې توګه زموږدبرخلیک لوبه،لاپسې ترینګلې اوپېچلې شي. دا دچارو دشونتیاپه وړاندې د خنډونوېوازې یواړخ جوړوي اوبل یې زموږ دجګړه ځپلواو زورېدلوخلکو،له اخ وټوخه لوېدلی او وېشل شوی ځواک دی چې ددواړوخبروسره،ډیالیکتيکي چلند پکار دی. مانا داچې: ددې کړکېچ درښتینوتوکوسپړل او څېړل،لاملونه يې په ګوته کول اوزموږ دوس سره سم یورښتينی اووړغبرګون ښودل دي. ښکاره ده چې داسکالو وختونه اوکتابونه غواړي خوزه دهېوادپه اوسمهاله نازک اوپېچلي پاړکي کې دشتوخنډونوپه اړونداود هواري پرلاروچارو،دملي جرګي، دويښتیاغورځنګ او داسې نورو رغنده وړاندیزونوپه وړاندې ننګونوته په لاندې توګه، لنډه کتنه کوم:
لومړی ـ بهرني ځواکونه: په هېوادکې دبهرنیوځواکونو دشتون په اړه چې وايي:«غواتوره ده اوشودي سپينې» ماناداچې: افغانستان دپردیوځواکونوپه ولکه کې کېوتی اونېول شوی اوهغوی ته ترهرڅه دمخه خپلې ګټې اوموخې لوړې دي.داخبره هم کله پټه اوکله ښکاره ددوی دستراتېژیوله پاڼوراوځي. ماناداچې دهوارولودټولو لاروچورليځ، همداخبره(نیواک) جوړوي چې په غبرګون کې یې په ټوله کې څلورلارې پرتې دي: وسله والې هلې ځلې، جوړجاړی، ملاتړاوپټه خوله.
۱ـ وسله وال غبرګون: له بده مرغه، نېواکوال دخپلواوږدوتجربوله مخې هڅه کوي چې دمخالف وسله وال ځواک جوړونکي توکي اولارې چارې هم پخپله ولکه کې وساتي. چې داخبره زموږپه هېوادکې دلمرپه شان روښانه ده اوښه بېلګه يې داده چې دوسله والوځواکونوپه مشرتابه کې نه ېوازې دپام وړملي مشران ځای نلري بلکې دملي مشرانو«لو»يې هم ګډکړی دی. دوسله ووال غبرګون دخوځښت چورلیز، په لویه کې دنړېوالوپه مرسته،  د ګاونډیانوڅارګرې ادارې څاري.ورسره دجګړودجنایاتودبلهاریانوپلویان،دوسله والوپه ولکه سیموکې اړ                                                   ایستل شوي کسان اودنیواکوالو دناسم چلندله امله هم ېوشمېريې په لیکوکې ورګډدي.له دې امله دنیواک په وړاندې دملي ټينګاراوملي یوالی وسله وال غبرګون ځواک په ملي کچه له پوښتنې سره مخ کیږي.دوزیر محمداکبرخان، امیرعبدالرحمن خان، غازي محمدایوب خان، امیرامان لله خان اوداسې نورو دملي ټينګار دمهال ځانګړتیاوي له اوسمهال سره ډېرتوپيرلري.
۲ـ جوړجاړي واله:ګڼشمېر لوستي،روښان اندي اوځپل شوي هېوادوال دخپلوبې وسیواواړتیاووسره، ددې لارې زړه نازړه، اړاېستل شوي پلويان دي چې د واک په ټيټو پوړیوکې په چاروبوخت دي. اوېوه برخه یې هم ورځچاري(اپورچونیستان) جوړوي چې خپلځاني ګټې وټې ترهرڅه ورته لوړې ښکاري. اوپه هرلوښي کې د ځایولواو د بڼې د بدلون وړتیا لري.
۳ـ ملاتړي : دا دنيواکوالوهمګټي اوهمغږي پخواني انډيوالان دي چې پوړ په پوړ په لومواوجالونوکې ورسره پېیل شوي، پاخه شوي اوپېرل شویدی. چې ددوی برخلیک دلوبو دبڼوسره تړلی دی. دوي دخپلواویارانودګټو دساتلولپاره څلورسترګي اوهېښنده غوږونه لري، خودخپلوهېوادوالولپاره ړانده کاڼه دي.داډله دواک چورليز دډالرواولوړوڅوکیوپرمټ څرخوي. اودخپلوګټواوبادارانوله چوپړپرته،دهیچااوهیڅ شي خیال نه ساتي. پخواني تشلاسی اودنن میلیونران يې ښه بېلګه ده.
۴ـ پټخولي: دا دافغان ولس ډېرکی ځواک دی چې څولسیزوجګړو داسې ځپلي اوزبېښلي چې دوزرماتومرغانو په څېر، ټولو لوړوژوروته،يوازې په ځيرځيرګوري اوپه دې سوچ کوي چې څنګه زمانې ترې واک وځواک په خپلونامراده منګولوکې ولکه کړی.په خوله هېڅ نه وايي اوډېرڅه په زړه تېروي اوپه دې توګه دخپل برخلیک شپې اوورځې شماري اودژوند دکاروان دګونګروګانوشورووزوږ ته په دې تمه چې کله اوله کوم لوري به د نیکمرغۍ شمال رالوزي،لاس ترزنې بې وسه ساه وتلي ناست دي.اویونیم يې کله ناکله دساتندویانوګزمه والو په څېرد«خبردار!» غږ پورته کوي.نيواکوال هم ددوی له دغه دریځه ښه خوشاله دي او ښه ګټه ترې پورته کوي. دغه ډله د ډارپه داسې جال کې راګېره شوي چې دشپې واکمن یې توردېوان اودورځې سره لېوان دي.
دوهم ـ روښان اندي: داډله په دوه برخو وېشل شوې چې يوه يې په هېوادکې دننه ژوندکوي اوبله يې هغه ده چې په څوپړاوونوکې له هېواده وتلوته،اړاېستل شوي اودنړۍ په ګڼ شمېرهېوادوکې دجلاوتنۍ په ناپېژانده کړاونوکې شپې اوورځې تېروي.زموږ داوسنیوخبرومنځپانګه،همدغه ډله جوړوي.له پورتنیو ډلبندیوداسې ښکاري چې افغاني ځواک په سیمه کې دنړېوالوزورواکو دستراتېژیودپرله پسې پلي کېدوله امله داسې بې خرته ځپل شوي اووېشل شوي چې په اوسمهال کې دچاروپه وړاندې يې اورېدونکی غږ، خوځنده ځواک اویو منلی غبرګون ستونځمن ښکاري.له دې امله په دغه پړاوکې هرغږ اوهره هڅه ځکه ژوره پاملرنه غواړي چې: د وېشل شوي روښان اندي ځواک له هرې برخې زږه زږه خنډونواو اغزن اغزن سیمونه راتاو شوي او د هرې څېرې او هرې ډلې پر ټنډه د زمانې د لګيدلي شمال ټاپې له ورایه ښکارې او دارنګینه ټوټې اوټاپې سره اټاله کول هم وخت غواړي اوهم ځانګړې شونتیاوې. په اوسني سیاسي ډګرکې دروښان اندو دځينوډلوجوړښت،ځواک او شونتیاوي په دې توګه دي چې:
۱ ـ کیڼ اړخي: له هغه مهاله چې نړېوال سوسیالستي سیستم ړنګ شوی اوېواړخیزه جګړې پیل شوي، ډېری روښان اندي په تېره کیڼ ځواکونه دیوې تیوریکي خلاسره مخ،جګړو ځپلي اوپه ټوټو ټوټو وېشل شويدي. نوله دې امله د کتاب لوستلواولیکلودود په تش، شماردی. ډېری دکارخلک يې ېوازې دخپلواباګانوله ویناوو اودخپلو پخوانیوکړنچارو له کیسواوانځورونواویاپه شعرونواوزړو یادونو، یا دروانوغولونکو رسنیوپه انځورونو، خپلې غونډې، ناستې ولاړې تودې ساتي. تجربوښودلې چې ددې تشې دډکولواودیوباوري تیوریک بنسټ د رامنځ ته کېدولپاره لسګونه کالونه څېړنې،لیکنې اوهلې ځلې پکاردي. بل داچې داپوړهم دنوروپه څېرمخ په زړېدو دی او ځوانان يې په خپلوخولوکې ډوب دي.
۲ ـ ولسپالي: نړېوالې پانګولۍ اوګلوبالي ځواکمنوڅپو دولسپالنې (ناسیونالېزم) ستنې داسې ړچولي اوکږې وږې کړي چې ولسپاله ځواکونه يې ترسیوري لاندې په ډارشپې اوورځې تېروي. زموږ دهېوادپخواني ولسپاله جوړښتونه اوګوندونه یې ښه بېلګه کېدای شي. ددې ځواک ډېری برخه دلوبودسیالیوجوګه نه ده اودپانګواله کمپنیومرستندویې اوچوپړته اړایستل شویده داځکه چې داوتارکي(اقتصادي خپلواکي) مهال په تېرېدودی.
۳ـ ښي اړخي(زاړه پال) : داسیاسي ـ مذهبي ځواکونه خولاپخواپه ۱۹مه اوشلمه پېړۍ کې ښکيلاکي ځواکونو د خپلولوبودجالونوکړۍ کړي ول،اوپاته شوني یې پرهماغه زړه لاره، د پخوانیوپه پلونو پل ږدي. ددې اړخ اورپکې وسله والې ډلې هم دپانګواله کمپنیوپه درانه! چوپړکې له پخواراهيسې بوختې دي او کله ناکله دلوبو په اړوپېچ کې له منګولواوبريده وځي. خوځي اوراځي.
دریم ـ لږکي: لږمېشتي ځواکونه دهرهېواد دټولنېزاوپرمختګ دبشپړتیایې پړاونوېوه برخه بلل کیږي. نیواکوال هم دغه ځواک ته سمه پاملرنه کوي اودنیواک پرمهال دخپلوموخولپاره، دډېرکیوپه وړاندې،له دوی نه دلاسپوڅوپه توګه،په زړه پورې ګټې پورته کوي. اوددوی ګڼ شمېرهم دنيواک موکه، زرینه چرګه بولي اوپه دې اړه هر ډول چوپړته چمتودي.
څلورم دغږ مهال: دسوسیالستي سیستم په ړنګېدوسره،پانګولۍپه ېوازې سردنړۍ دواک په ګدۍ منګولې ښخې کړې،اوپه درزپرمخ روانه ده اودنوروفورماسیونوپه څېريې لوېدنه اوپاڅېدنه شته خو دزوال غوڅې اوښکاره نښې یې نه ترسترګوکیږي.له دې امله دنړۍ دهېوادپاله اوخپلواکپاله غورځنګونواوجوړښتونوتر شا،دتېرپه څېردپام وړځواک نه لیدل کیږي.بل داچې دپخوانيوواکمنیودزوراوډار انګازې یې چورلټې له غوږو نه دې وتلي اوداوسمهالې ډنډوریزه ولسواکۍ په پرتله کې، داپاړکی ورته داغیزمن غبرګون وړنه ښکاري. له دې امله هم په دغه اوسني پاړکي کې دولسي مرکواوجرګو دغورځنګونوغږ چندانې داورېدو نه ښکاري. دبې شمېره بېګټوډلواوجوړښتونو رامنځته کېدل يې ښه بېلګه ده. ېوازې دتاریخ په اوږوسواره، ېوشمېرڅېړونکي اوپوهان په خپلوکتابخونوکې څه ناڅه سرته رسولای شي.اوهم ېوشمېرکورناستي لارښودان له خپلوبنګلوخپل غږ اوچتولای شي.
پنځم ـ دغږچاپریال: بهرنی چاپریال هرجلاهېوادي لپاره نااشنااوپردی وي. یوخوپه مېشتوهېوادوکې په پردي فرهنګي چاپېریال کې دستروتوپيرونوسره ډېرخواره واره پراته وي. له دې امله هم په پرله پسې توګه دناپېژانده کړاوونوسره مخ کېږي. اوبل داچې يوپربل پسې له کینو، غچ اخیستنې دداروکښوټوپکوپه څېر ډک پک له خپلوځالو راایستل شوي او شړل شوي دي. ماناداچې: جمهوري ټوپکمارودشپې په زړه کې پاچاهي واکمني رانسکوره اوپلویان يې وشړل. ورپسې په خلکي ټانکونواوجازونو، جمهوري واکمني دړې وړې شوه او نیکمرغه پلویانویې پښې سپکې کړي.بیاپه خپل وارسره خلکي واک دسرولښکرودخونړي یرغل ترناتار لاندې لټپېرشو، خوهغه مهال يې پلویانوته دوتلولارې اغزنې وي. په بل پړاوکې چې شوروي واک راپرېوت، دلویديز والواوګاونډيوپرمټ دټوپکماروپه خونړي ناتارکې،دواکمنۍ ټول جوړښتونه داسې له بیخه ویېستل شول چې د ټولو واکمنیوپاته شوني چلونکي اوان جوړجاړيوال يې هم تېښتې اوشړلوته اړکړل. ورپسې د ټوپکمارۍ نوي موډل،دشراوفساد ټغرورټول کړ. ددې ډلې لږشمېرپلویان بهرته وخوځېدل ځکه چې ګڼشمېريې دلوبې لوبغاړي ول اودراتلونکولوبوګونګوسي يې په غوږوکې ورپوه شوي ول .دا او داسې نور لاملونه دي چې ناسته ولاړه يې له ډېروناخوالواوخنډونوسره مخ اواړیکي یې هم ستونځمن دي. په دې توګه د چارو پایلې هم بې خونده او دپام وړنه ښکاري.يوازې دګوتوپه شمار تخنیکپوهان اوهغه جګپوړي چارواکي چې په تارونواوجالونوکې ښکېل دي، وتلي بوله. نورنوپه بهرکې دپانګوالوله کوره خپلواک ځواک جوړول اوپه ډګرکې وسله واله پانګواله واکمني ړنګول،په لوړ مازیګري کې،د ېوخیالي شعر جوړولوته ورته چارې دي.
شبږم ـ تیوریک بنسټ: تیوري دټولنیزخوځښت ډېوه بلل کيږي. له دې امله په هره سیاسي لاره کې یې شتون اړین دی. خوپه وروستیوکې په لويدیځواله ولسواکۍ کې دتیوري خبرې بابېزه شان چارې ښکاري خو ورسره داخبره جوته ده چې: دهرخوځښت لپاره لږترلږه یوانداوېوه لاره چې ګڼشمېرپرې باوري شي، اړینه ده.
اووم ـ ډالري بارانونه: داسې ډېرپېښ شوي چې ېوشمېر داسې کسان چې دډېروسختوکړاوونواوربړونو دزغم توان لري خوډالري بارانونه یې اراده او لارې بدلوي. سړیتوب اوسوچونه بدلوي. لارې ګودرونه بدلوي. له دې امله دافغان هېواد موخه ایز ټاټوبي ته په کتوسره، داشونې ده چې: دمرکواوجرګو دخوځښت لوري په دې نازکو پاړکوکې د دې بارانونو له امله کاږه واږه شي. وګورئ! افغان ټاکل شوي! مشرتابه ته دډالري بستوسره.
اتم ـ دواکمنۍ انځور: ېوشمېر روښان اندي اوس هم دولت اوحکومت ته دپخوانیو واکمنیوپه څېرد یوټاکونکي ځواک په سترګه ګوري اوپه جوړېدواوړنګېدوکې ورته چلندورسره کوي. خودپانګولۍ داوسمهال دواک جوړښتونه، دپانګوالوکمپنیوپه لاس جوړشوي بې واک کاغذي سمبولونه دي چې په ټوله کې ستره دنده،د مالیو دراټولولوچارې جوړوي. دټولوسیاسي، ټولنيزاواقتصادي خوځښت واک اوځواک آرینه مزي دپانګوالو کمپنیو په لاس کې دی. خوپه وروسته پاته ټولنوکې خلک د توتالیتري یاډسپوتیکي(ګرګري یااستبدادي یانې پاچهې،مذهبي،یوګوندي،پوځي،اوفردي) واکمنیوپه شتون کې دخپل ډول غبرګون سره روږدي دي. مانادا چې: هرڅه له دغه بیواک واکمنۍ غواړي.اودټولوکیسوسراوبرسر ددغه واک په جوړولواوپرزولوکې ویني. په داسې حال کې چې پانګوالې کمپنۍکه هرڅوک دواک دګدۍ پرسرکېنوي ېوازې هغه څه به کوي چې: دوی ورته لارښوونه کوي .مانا دا چې په پانګولۍ کې دواک پرګدۍ«کېناستل» نه، خو«کېنول» دي.
پایله: زما په اند دابه دناهیلیودټغر خورول نه وي. له بده مرغه دادټولنیزخوځښت دبشپړتیایي پړاودپېچلو لارو ترخه ترخه واقعیتونه دي. دا درنې چارې ډېرکاراوزیار غواړي. ډېرې هلې ځلې منډې ترړې اوخولې تویول غواړي. په دې ټکی سم سوچ پکاردی: داسې درواخله چې دااوسنۍ واکمني ړنګه! دواک اوځواک لېواله ګڼشمېر خوځنده ډلواوجوړښتوترمنځ، چې هریويې دسیمې اونړېوالوځواکونوله خوا ټپول کيږی، کوم يوبه يې دواک ویاړ! تر لاسه کړي؟ دزبرځواکوپلویان؟ دسيمې دهېوادوانډيوالان؟ که دګاونډیو لاسپوڅي؟ ایا دنړېوال وسله وال ځواک غبرګون به څه وي؟ ایازموږ دخیالونوله مخې دنړېوالوځواکونوپه شتون کې يوخپلواک سوله ایزیا وسله وال ادلون ـ بدلون څومره شونی دی چې دېویشتمې پېړۍ دګلوبال اوپرمختللې تخنیک پوهنې په ګږلېچوکې چې هرډول خوځښت ترخپل ځواکمن څارلاندې ساتي، دتېروپېړیوپه څېر يوسوچه افغاني خپلواک ځواک،واکمن کړو؟ پکارده چې دداسې څه لپاره دې مټې راونغاړل شي چې: شوني وي او دهېوادوالو لپاره ښې پایلې ولري، دبېلګې په توګه: دلویواوغښتلو رېښتینوسیاسي ګوندونواودفشارډلوجوړول، سره د دې چې ستونځمنې چارې دي خوشونې،کارنده اواوږدمهاله دي. اوداهم ورسره هېره نکړوچې ددغه ستراتيژیک کنډو(افغانستان) دواکمنۍ قبالې! د نړۍ څوهېوادونه په خپلوجېبوکې ګرځوي؟ «ږيره زماواک يې دملا»
پای