کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / په پښتو لیکنه کي ځیني انشائي ستونزي

په پښتو لیکنه کي ځیني انشائي ستونزي

په ليکنه کي ځیني توري چي ګډ لیکل کېږي ږغ او مانا یې بدلون مومي او ځیني بیاپه جلا لیکنه کي ستونزه را منځ ته کوي. لکه: لیکنه چي د لیک سره (نه) ګډ لیکل سوی دی؛ نوم دی؛ مانایې لیکنګ دی. او جلا لیکل یې د (نه)   سره بله مانا ور کوي. لکه: لیک نه… داکېدای سي،چي لیک نه غواړم، وي، اویالیک  نه دی ښه، وي. او نور. ځیني یوځایې لیکنه په لوستلو کي
اشتباه راولي. لکه: لیکنښي! دا کېدای سي، چي داسي هم ولوستل سي:  (likanshy) او کيدای سي،چي داسي هم ولو ستل سي: (likna-shy).
نو ښه به دا وي،چي لیک نښي یې ولیکو! یاني جلا ولیکل سي.
بله ده نفي نښه ده یاني (نه) چي نفي قید دی. دغه نفي قید باید جلا ځانګړی ولیکل سي!  یاني د مخګوني (Prefix) او د شاګوني (Soffix) کار ځیني وانه خلي؛دا ځکه (نه) نفي قید دی او دجملې غړی دی.
که ولیکل سي،چي دی رانغی. سمه به نه وي. که ولیکو،چي دی را نه غی سمه به وي.  دغه رانغی داسي  هم ویل کېږي: (ra nghay).
په حقیقت کي (ra na ghay) دی.
که ولیکل سي،چي احمد روپۍ نلري؛ دغه (نلري) لیکنه سمه نه ده! باید ولیکل سي: احمد روپۍ نه لري. بل بیا[په] ټوټکی (preposition) دی؛ که د «خپل» چي ضمیر دی ورسره راسي او یو ځای ولیکل سي نو ښه به وي. منعکسه ضمیر جوړه وي. لکه: زه پخپله ځان مینځم. دلته «پخپله» منعکسه ضمیر دی.  دلته « پ» او «خ» یوځای سره لیکل کېږي. که ووایو: دی په خپل  کور کي دی. دلته « په خپل» ملکي ضمیر دی. «په خپل کور کې».
که ووایو: دی په خلپه راغی. یاني شخصا دی راغی؛ بل څوک نه دی راغلی. ښه به وي،چي «په» له «خپله» څخه بېل ولیکل سي. (پی له) به ښه وي تر دودیزي ګډي لیکني (پیله)؛ څرنګه چي ښودل سوې ده جلا ولیکل سي! دودیزه لیکنه یې په  لویه څرګنده «ي» لیکل سوې ده،چي داسي باید ولوستل سي:  (pila)  څرنګه چي دود د لیکني دغسي راغلی نو ناسم لیکل کېږي او سم لوستل کېږي یاني (payla).
 «له» ټوټکی (Preposition) دی،چي ځیني مهال اضافي حالت جوړه وي. «له»      په پاړسي ژبه د [از،با،همراه] مانا ورکوي. لکه: زه له کوره راځم. [من از خانه می آیم.] زه له تا سره خبره لرم. [من با تو سخنی دارم.] دی له تاسره ښار ته ځي. [او همرای یا با تو شهر  میرود.]« د» او «له» په ځینو ځایوکي یوه مانا ورکوي.[ د] ټوټکی (Preposition) دی. چي حالت اضافي جوړه وي. لکه:
د پلار کتاب. پلار مضاف الیه دی اوکتاب مضاف دی او [د]ارتباطي ټوټکی دی.   په پاړسي کي د [د] پر ځای  [زیر] راوړي او داسي وایي: (کتابِ پدر) او بله خبره چي مضاف تر مضاف الیه ترمخ وي. دلته خبره د ګرامر (ژبښود) نه، بلکي دګډي یا جلا لیکني ده. [لپاره] ټوټکی دی، چي په پاړسي ورته (برای) وایي. ددغه ټوټکي لیکل جلا سم نه دی یاني داسي لیکل [له پاره]. دغه ټوټکی تل یوځای لیکل کېږي. لکه: [لپاره] او [دپاره] هم ویل کېږي. که و وایو: ستالپاره یادپاره راغلی یم.  دواړه حالته سم دي.

 اخځونه:
۱:- (Lehrbuch des Pashto“Afghnisch“   von Dr.sc.Manfred Lorenz)
 ۲:-  پښتو ـ الماني قاموس  لیکونکی احمدولي اځکزی
۳:- فرهنګ فارسي عمیددوجلدی
۴:- د پښتوژبښود (ګرامر) لیکونکی محمدسرور وکیلي