کور / تازه خبرونه / کابل : د وسلو د يوې زېرمي د کشف او له منځه وړلو ادعا وسوه

کابل : د وسلو د يوې زېرمي د کشف او له منځه وړلو ادعا وسوه

د ناټو ځواکونو په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي چي د کابل په سروبي ولسوالۍ کي د بهرنيو او افغان ځواکونو د يوې ګزمې په ترڅ کي يې د وسلو يوه زېرمه کشف او له منځه وړې ده . په خبرپاڼه کي راغلي چي د وسلو په دې زېرمه کي ٢٥ ماينونه او يو شمېر نور چاودېدونکي توکي شامل ول چي د يو شمېر استخباراتي کړيو پر بنسټ د بهرنيو او افغان ځواکونو له لوري کشف او له منځه يووړل سول .
په خبرپاڼه کي په دې اړه د کوم تورن کس د نيولو خبره نه ده سوې .