کور / شعر / اختره

اختره

اختره که راځي خوشحالو سـره راځه
دسـولي ورور والـي پغامـوســـــره راځه
په تمه درته ناستي دي زما د وطن خلک
د ژونــد نـوۍ پيغام نصحتو ســره را ځه
زما دکلي خلک رنځور زخمي پراته دی
اختـره که راځـي مـرهمـو ســــره راځه
نفاق په ورکي وسول لــوی افعانستان مو
د مينـي او وحـدت له خيمـو ســـره راځه
اختـره که راتلـي ګاوڼـډيان مي خبرنشي
وردګ سره يوځاي له جرګوسره راځه


چین ایوو ښارګوټی