کور / z_buitenland_news -- 5 / چودري:حکومت لومړی بايد عدليه فعاله کړي

چودري:حکومت لومړی بايد عدليه فعاله کړي

د سترې محکمې د وکيلانو مشر چودري اعتزاز احسن ويلي دي چې د نوي حکومت اوسنۍ کار بايد دغه وي چې عدليه فعاله  شي ، د عمران سره ګډ مطبوعاتي کنفرانس ته د وينا پر محال اعتزاز احسن زياته کړه چې عمران خان يو ستر  سياسي شخصيت دى او زما ورسره مخکښې هم ملاقاتونه شوى دى ، د ګوښه شوو قاضيانو په وړاندې ټول خنډونه دي ختم شي ، پدغه وخت د تحريک انصاف مشر عمران خان ووئيل چې ولس د دو خبرو لپاره رايې کارولې دي يوه دغه چې عدليه دي بحاله شي او بله دغه چې مشرف دي څوکۍ پرېږدي ، پيپلز ګوند او مسلم ليګ ( ن ) ته پکار دي چې د عدليې د بحالۍ کار تر سره کړي ، نوموړي زياته کړې ده چې بوش انتظاميه غواړي چې مشرف واک د لاسه ورنکړي.