کور / تازه خبرونه / مشرف:د نوي پارلمان سره کارکولو ته چمتو يم

مشرف:د نوي پارلمان سره کارکولو ته چمتو يم

 ولس مشر پروېز مشرف ويلي دي چې د پاکستان ولس اوس مهال د ترهه ګرۍ او بنسټپالنې سره په جګړه بوخت دۍ او د هېواد د سلامتيا او اقتصادي پرمختګ لپاره د نوي پارليمان سره کار کولو ته چمتو يم ، امريکايي ورځپاڼه واشنګټن پوسټ کښې خپر شوي مضمون کښې ولس مشر پروېز مشرف ليکلي دي چې د بېنظير بوټو د شهادت وروسته بريالۍ ټاکنې کول د هېواد په شپېتۀ کلن تاريخ کښې يوه مهمه لاس ته راوړنه ده ، د ولس تر منځ يوالۍ رامنځته کولو لپاره جمهوريت ډېر ارزښتناک دى، د انتخاباتو وروسته اوس مناسب وخت دى چې امريکا او پاکستان پر خپلو ګډو هلو ځلو باندې خبرې وکړي ، چې کوم په اسلام آباد کښې د مستحکم جمهوري نظام او د پاکستان د ولس په ګټه وي.