کور / z_buitenland_news -- 5 / نوازشريف:د برتانيا او فرانس له سفيرانو سره وکتل

نوازشريف:د برتانيا او فرانس له سفيرانو سره وکتل

د پاکستان مسلم ليګ ( ن ) مشر نواز شريف د بريتانيا او فرانس سفارتکارانو ته وکتل او ديپلوماتان يې د حکومت رامنځته کولو په حقله د ګوند د کړنلارې څخه خبر کړو ، بريتانوي سفارتکار رابرټ برنکلې د مسلم ليګ ( ن ) د مشر نواز شريف سره په فرنټئير کور اسلام آباد کښې وکتل ، يو ساعت پورې دوام موندونکې ليدنه کښې د مسلم ليګ ( ن ) صدر شهباز شريف او يو بل مخکښ چودري نثار علي خان هم موجود وه ، په ليدنه کښې د انتخاباتو څخه پس سياسي حالاتو او د ګډ حکومت په حقله خبرې اترې وشوې ، د مسلم ليګ ( ن ) مشرانو بريتانيا ته يو ځل يا په ډاګه کړه چې دوى به د قاضيانو د بحالۍ د غوښتنې څخه پر شا نشي ولې چې پدغه نوم مسلم ليګ ( ن ) ته ولس رايې ورکړى دى ، ددغه پس نواز شريف د فرانس سفارتخانې ته ولاړ او هلته يې د فرانسوي سفير سره وکتل.