کور / z_buitenland_news -- 5 / پيپلز:آصف زرداري د لومړي وزير څوکۍ ته کانديد کېږي

پيپلز:آصف زرداري د لومړي وزير څوکۍ ته کانديد کېږي

د پاکستان پيپلز ګوند د قامي اسمبلۍ نوو ټاکل شوو غړو غونډه په اسلام آباد کښې وشوه ، په غونډه کښې پرېکړه وشوه چې د پيپلز ګوند لخوا د وزير اعظم د څوکۍ کانديد به د ګوند مرستيال مشر اصف على زرداري ټاکي ، د پيپلز ګوند غونډه د اصف على زرداري په مشري کښې وشوه ، په غونډه کښې د وزير اعظم لپاره پر نوم غور وشو ، داسي وئيل کېږي چې مخدوم امين فهيم د وزير اعظم څوکۍ ته کانديد ټاکلو زيات امکان دى ، غونډې ته په وينا کښې اصف على زرداري د حکومت جوړولو په لړ کښې د روانو ګوندونو سره روانو رابطو باندې رڼا واچوله ، او زياته يې کړه چې د حکومت رامنځته کولو په چارو کښې د نواز شريف د همکارى د ژمنې مننه کوم.