کور / تازه خبرونه / پېښور: چاودني د امام په ګډون درې کسه ټپيان کړل

پېښور: چاودني د امام په ګډون درې کسه ټپيان کړل

د پښتونخوا په مرکز پېښور کي د ريموټ کنټرول چاودني له امله درې تنه ټپيان سوي دي.
د پېښور پوليس وايي چاودنه د اديزيو په سيمه کي سوې ده، چي له امله يې د سيمه ايز مسجد د امام مولانا عبدالمنان په ګډون درې کسه ټپيان سوي دي.
چارواکي وايي چاودونکي مواد د مسجد له دېوال سره ځاى پر ځاى سوي وو، چي د ريموټر په ذريعه چاودنه ورکړل سوې ده.
د چاودني مسئوليت تر اوسه چا پرغاړه نه دئ اخيستئ.