ناټو لیکی چی طالبانو په ختیځ کی دوه خارجی پوځیان وویشتل او ځای پر ځای یې ووژل خو نور هیڅ تفصیل یې ورنکړ .
د انګلستان د دفاع وزارت اعلان وکړ چی طالبانو د هلمند ولایت په نادعلی ولسوالۍ کی یو برتانوﺉ عسکر ووژﺉ خو دایې و نه ویل چی هغه د مرمۍ ښکار سو که د ماین . دا ۳۴۴م انګریز دی چی په افغانستان کی له منځه ځی او په تیرو پنځلس ورځو کی د ټولو خارجی پوځیانو تلفات ۳۴ ته ورسېدل .