کور / تازه خبرونه / په ننګرهار کی د ناټو ۱۴ ټانکرونو ته اور واچول سو

په ننګرهار کی د ناټو ۱۴ ټانکرونو ته اور واچول سو

د انګلستان خبری شبکه ( آی . ټی . ان ) راپور ورکوی چی طالبانو پرون د ننګرهار ولایت د بهسودو په ولسوالي کی پر هغه نفتی قطار حمله وکړه چی ناټو ته یې تیل رسول . خبر وایی چی په دغه کاروان کی ۱۶ ټانکرونه وو چی ۱۴ یې وسوځول سول خو دوه په تېښته بریالي سول . خبر په دې پیښه کی د مرګ ژوبلی په اړه څه نه دي لیکلی .
طالبانو په تیره یوه اوونۍ کی د جلال آباد پر هوایی اډه ، په کنړ کی د امریکایانو پر بېس ، په کابل کی د امریکایانو پر نظامی قطار او په کندز کی پر بهرنیو پوځیانو غافلګیری حملې کړي چی ناټو یې سخته وارخطا کړې ده . همدا راز هغوی په تیره یوه هفته کی دوولس بهرني پوځیان هم وژلي چی ۹ یې امریکایان دي .