کور / تازه خبرونه / درې بهرني پوځیان او یو پارلماني کاندید ووژل سول

درې بهرني پوځیان او یو پارلماني کاندید ووژل سول

ناټو لیکی چی طالبانو نن د اختر په لومړۍ ورځ په ختیځ کی یو خارجی عسکر وویشت او ځای پر ځای یې وواژه [ چی ښایی امریکایی به وی ] .
پنتاګون لیکی چی یو امریکایی عسکر پنځه ورځی مخکی په جرمنی کی د امریکایی پوځ په روغتون کی د هغو زخمونو څخه مړ سو چی په ننګرهار کی د ماین چاودنی ور اړولي وو . پنتاګون زیاتوی چی یو بل امریکایی عسکر څلور ورځی مخکی په کنړ کی طالبانو مخامخ ویشتلی او وژلی و خو اعلان یې نن وسو .
په دې سره د نوامبر په روانو ۱۶ ورځو کی د خارجی پوځیانو تلفات ۳۷ ته ورسېدل چی ۲۸ یې امریکایان دي .

د رویټر د خبر له مخی وسلوالو کسانو نن د کندز په خان آباد کی د اختر د لمانځه پر مهال یو پارلمانی کاندید ( محمد اسلام مجاهد ) او د ښاروال ورور ( حاجی بسم الله ) وویشتل او پنځه نور یې زخمیان کړل چی پخپله ښاروال هم پکښی شامل دی . خو دا تر اوسه معلومه نه ده چی حمله طالبانو وکړه او که انتخاباتی حریفانو .