کور / نثر / مماڼې

مماڼې

خوب يواځې هغه نه وي کوم چې د خوب په حالت کې کيږي بلکه اصل خوب هغه وي چې په ويښه د خپل سبا د پاره وليدلی شي . د شپې د خوب په تعبير پسې به د بل دروازه ټکوې خو د ويښې د خوب تعبير به پخپله جوړوې


ښکاره خبره ده چې تعبير جوړونکی د تعبير لټونکي نه غوره دی.اوس د هر چا تعبير جوړونکی انداز بيل بيل وي خو که د فن ټکی ترې اوباسو نو هر انداز به شډل ښکاري.


لکه د ناڼجاڼه مصور نه د شاهکار تصوير جوړولو هيله کول ناداني ده


اوس د اديب نه بغير داسې څوک شته چې په پرون او سبا يې ژور نظر وي؟ او که شته نو د ادب او اديب هومره افاقيت ، وسعت ،لطافت، حساسيت او زړه راښکون لري او کنه؟


د دنيا نورو قومونو د ادب بنيادي روح تر ډيره حده خوندي او بچ ساتلی دی خو د پښتون په خاوره د ډيرې مودې نه د شر لوبه روانه ده چې په وسني پښتو ادب يې ډيرې بدې اغيزې وکړې.  هاغه غزل چې په نازکۍ به يې ګلونه هم بوج کيدل لاړ  بارودي شو


هاغه نثر چې د قام د روښانه سباؤن د پاره به ليکلی کيده قام ته خپل دښمن هم په ګوته نه کړی شو شعر کسب شو او نثر دياړي شوه


هاغه شنه پټي چې تخليقي بوزغلي به پکې را ټوکيدل د ميلو ميدانونه شول دکانونه پرې پرانستل شول هغه سړی لويئ حسابيږي چې لوډسپيکر يې تيز وي او اواز يې تر لرې لرې رسيږي  اوس ددې ميلې نه لرې او په تنهايانو کې ناست داسې کسان شته چې د فن ښکلا يې په ځاي ساتلې ده د څارونکو  نه پټ نه دي خو کتونکو ، بې ذوقه او وخت تيرونکو تماشګيرو ته يې هډو پته نشته ،، په دغو دکاندارانو کې ډيرو د سياسي نعرو او خوږو کنځلو نوي نوي ټکي د خرڅ د پاره ايښي وي …..دلته دا ملاوټ عام دی چې شعارونه[ناره بازي]د شعرونو په نوم ياديږي او بې ذوقو بلکه بدذوقو خلکو د بې ذوقو او بدذوقو اوريدونکو او د فن نه خپلو غرضونو پوره کونکو خلکو نه لقبونه او ايوارډونه واخستل خو د وخت تيريدلو سره به دا فن لکه د زګ ښکته شي  او د راتلونکي زمانې ځيرک او لوستی  لوستونکی به پخپله د شعر او شعار فرق وکړي


ګرانو پښتنو ليکوالانو …………..د ادب لويي وجود د سياست په وړه او زړه ګيډه کې نه ځاييګي ،او د سياست ټولې قيصې د ادب د لوي وجود د برې شونډې د لاندې د نسوارو د چونډي برابر دی ………..لکه د لوي سياستدان اوږد او مدلل تقرير د شعر په يوه مصرعه کې په تخليقي او هنري کمال ځايدلی شي خو د شعر په يو بيت که د دنيا پوهان ډيرې څيړنې او تقريرونه وکړي خو په ادب پوهه خلکو ته به نيمګړې ښکاري ….فن هميشه زمونږ او تاسو سره وفا کړې ده خو مونږ او تاسو د فن هغه حق ادا نه کړ کوم چې پکار وو پکار ده چې مونږ د فن تقدس ته نور زيان ونه رسوو


..د ستر خوشال حميد رحمان او غني پټ سترګي تقليد کونکي نه شو او د هنر پټې خزانې يې دې قام ته په نوي انداز کې مخې ته کيدو او خپل فن د چا د نعرو قيدي نه کړو او د انسانيت د ښيګړې او د کاينات د تسخير د لارو لاروي شو


[چې رنګونه پرې راغونډ شي پيمانه شي]
[نو رنګونه ترې راتوي شي ترانه شي]
عندليب
[ژړا مې د ژړا په څيره نه وه نو دا ځکه]
[خندا رانه په سوو اسويلو  بدله  شوه]


عندليب