کور / تازه خبرونه / درې امریکایی پوځیان ووژل سول

درې امریکایی پوځیان ووژل سول

پنتاګون ولیکل چی یو امریکایی عسکر د نوامبر پر پنځلسمه او دوهم عسکر هم د نوامبر پر اوولسمه د کندهار په هوایی اډه کی د غیر جنګی پیښو له امله ووژل سول خو دا یې نه دي لیکلی چی هغه څنګه غیر پوځی حوادث وو .
د امریکا ( کې . ډي . ایس . کې ) خبری شبکه لیکی چی یو امریکایی عسکر په افغانستان کی ووژل سو ، خو دا یې واضح نه کړه چی په کوم ولایت کی او کله او څنګه ووژل سو .
د یو بل خبر له مخی ، پنتاګون لیکی چی په تیرو دروـ څلورو ورځو کی چی په ختیځ کی کوم دوه بهرني پوځیان وژل سوی وو ، هغوی دواړه امریکایان وو چی لومړنی د نوامبر پر ۱۴مه په کونړ کی طالبانو مخامخ ویشتلی و او دوهم په هلمند کی د نوامبر پر ۱۶مه وژل سوی و خو نور وضاحت یې ورنکړ .
په دغو تازه پیښو سره د نوامبر په روانو ۱۹ ورځو کی د امریکایی پوځیانو تلفات ۳۸ ته ورسېدل .