کور / تازه خبرونه / ولسمشر کرزى د لېزبون غونډي ته ولاړئ

ولسمشر کرزى د لېزبون غونډي ته ولاړئ

د افغانستان ولسمشر حامد کرزى پرون د يوه لوړ پوړي پلاوي په مشري د ناټو په غونډه کي د ګډون دپاره د پرتګال مرکز لېزبون ته ورسېدئ.
له ولسمشر کرزي سره په دې سفر کي د دفاع او بهرنيو چارو پر وزيرانو او د ملي امنيت پر سلاکار سربېره ډاکټر اشرف غني احمدزى هم ملګرى دئ.
ټاکل سوې ده چي دغه غونډه به نن د جمعې په ورځ پيل سي او سبا د شنبې په ورځ به هم دوام وکړي، په دې غونډه کي به پرېکړه وسي چي د ٢٠١٤ کال تر پايه د افغانستان ټولي امنيتي چاري افغان ځواکونو ته وسپارل سي.
دې غونډي ته د امريکا ولسمشر باراک اوباما هم رسېدلى دئ او سبا د شنبې په ورځ به ولسمشر کرزى او ولسمشر اوباما سره وويني.