کور / تازه خبرونه / حکمتيار: که بهرنيان د وتلو مهالوېش اعلان کړي اور بند کوم

حکمتيار: که بهرنيان د وتلو مهالوېش اعلان کړي اور بند کوم

د افغان حکومت مخالفي وسله والي ډلي اسلامي حزب ويلي چي که له افغانستان څخه د بهرنيوپوځيانو د وتلو پر مهالوېش جوړه وسي دوى به د افغان او بهرنيو پوځيانو پر ضد عمليات ودروي.
د اسلامي حزب وسله والي ډلي ويلي چي دوى هغه وخت اوربند کوي چي بهرنيان له هيواد څخه د وتلو مهالوېش اعلان کړي او دوى په افغانستان کي په خپلو مرکزونو کي پاته سي.
دغه څرګندوني د اسلامي حزب د مشر ګلبدين حکمتيار زوى حبيب الرحمان له بي بي سي سره په يوه مرکه کي کړي دي، خو د اسلامي حزب وياند لا تر اوسه په دې باب څه نه دي ويلي.