کور / تازه خبرونه / پنټاګان: تر ٢٠١٤ کال پوري د پوځيانو وتل هدف دئ

پنټاګان: تر ٢٠١٤ کال پوري د پوځيانو وتل هدف دئ

د امريکا د دفاع وزارت پنټاګان ويلي چي له افغانستان څخه تر ٢٠١٤ کال پوري د بهرنيو پوځيانو وتل هدف دئ، نه ضر ب الاجل.
د امريکا د دفاع وزارت وياند خبريالانو ته وويل که تر ټاکل سوي مودې پوري افغان امنيتي ځواکونه پر پښو ودرېږي او د دې جوګه سي چي د خپل هيواد چاري سمبالي کړي، هغه وخت به دوى له افغانستان څخه ووزي.
وياند ويلي چي که افغان ځواکونه تر دې مودې پوري د هيواد د ساتلو وړتيا تر لاسه نکړي، نو بهرني پوځيان به بيا هم په افغانستان کي پاته وي.
د پنټاګان وياند دغه څرګندوني پر داسي مهال کوي چي ټاکل سوې ده نن په پرتګال کي د افغانستان په هکله د ناټو سرمشريزه غونډه جوړه سي او افغان امنيتي ځواکونو ته تر ٢٠١٤ کال پوري د امنيتي چارو د سپارلو پر چارو موافقه وکړي.