کور / تازه خبرونه / برتانيه: ٢٠١٥ کال له افغانستان څخه وتل نهايي هدف دئ

برتانيه: ٢٠١٥ کال له افغانستان څخه وتل نهايي هدف دئ

د برتانيې صدراعظم ډيويډ کامرون ويلي چي د ٢٠١٥ کال تر پايه به يې په افغانستان کي يو عسکر هم د جنګ دپاره موجود نه وي.
کامرون چي پرون د پنجشنبې په ورځ دغه خبري د پارلمان له غړيو سره په ليدنه کي کړي دي او ويلي دي چي په ٢٠١٥ کال که په افغانستان کي حالات هر ډول وي، د دوى پوځيان به جنګي چارو ته د پاى ټکى ايږدي.
تر دې دمخه امريکا او د ناټو متحدينو له افغانستان څخه د وتلو چاري د افغان ځواکونو په پياوړتيا پوري مشروطولې، خو برتانيه د امريکا لومړنى متحد هيواد دئ، چي وايي که افغان ځواکونه پر پښو ولاړ وي او که نه، دوى به له افغانستان څخه تر ٢٠١٥ کال پوري خپل پوځيان وباسي.