کور / راپور / په جرمني کي د افغانستان په اړه علمي سيمينار بشپړ راپور

په جرمني کي د افغانستان په اړه علمي سيمينار بشپړ راپور

د 2010 کال د نوامبر په 19 مه نیټه د جمعې په ورځ ، د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه د آلمان د هیورت په ښارګوټي کې د یوه  څيړنيز ، نړیوال سیمینار ( افغانستان د دیموکراسي په لسیزه کې ) کوربه وه . 
د سیمینار چلوونکی د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې د مشرتابه جرګې غړی، ښاغلی ډاکټر شیر ولي شیر و،  چې ښاغلي ډاکټر د ټولنې د مشرتابه جرګې بل غړي ښاغلي مبارز ساپي څخه هیله وکړه تر څو سیمینار د قرآن کریم په مبارکو آیاتونو سره پرانیزي.
 نوموړی سيمينار د ښاغلي مبارز ساپي له خوا د قران کريم د څو مبارکو آيتونو په تلاوت سره پيل شو
وروسته ښاغلي ډاکټر شیر د ټولنې مشر، ښاغلي انجینییر استاد سید حسن څخه هیله وکړه تر څو پرانیستونکې وینا واوروي .
استاد وفرمایل:
٫٫… سیمینار ته ویناوال،له  آمریکا څخه د هیواد نامتو تاریخپوه ښاغلی پوهاند محمد حسن کاکړ، له  فرانسې څخه وتلی قانون پوه ښاغلی پوهنوال ډاکټر روستار تره کې،  له آلمان څخه پیاوړی اقتصادپوه ښاغلی پروفیسور حیدر داور،له ناروې څخه وتلی ژورنالیست ښاغلی طارق بزګر، له  بلجیم څخه تکړه ژورنالست  ښاغلی اسدالله هلالي او له سویډن څخه  ښاغلی ډاکټر نجیب زاخیلوال ګډون کړی ٫
استاد په ولسواکۍ لنډې خو ژورې علمي خبرې وکړې وروسته یې په افغانستان کې د دیموکراسۍ په لسیزې رڼا واچوله. همدا راز استاد د هیواد اوسنی حالت وارزاوه اوپه هیواد کې د دیموکراسۍ په نامه فدرالیزم  وغانده.
ټولنې د سیمینار په ویاړ لاندني اوه کتابونه د چاپ پر ګاڼه سمبال کړل:
_  1د ثور کودتا او د هغې ژورې پايلې   
ليکوال: پوهاند ډاکټر محمد حسن کاکړ
 
_ 2 زما غوره ليکنې
ليکوال: پوهاند ډاکټر محمد حسن کاکړ
 
_3  د سقراط، افلاتون، ارسطو، اپيکور او زينو په نظر ښــــه انسان
ليکنه د هومر بالابانيس 
سريزه او ژباړه د پوهاند محمد حسن کاکړ
 
 -4  الکتروليتي محلولونه او الکترو کيميا
ليکوال پوهاند دوکتور خير محمد ماموند
 
_ 5 د افغانستان له لارې هند ته د فرانسې او روسيې د لښكركشيو پلانونه  ( تاريخي لاسوندونه )
راټولوونكى او ژباړن:  محمد طاهر كاڼى
 
_ 6 د امير دوست محمد خان دربار ته د روسي سفير، سفر  او پر هرات باندې د پارس ناكام يرغل
راټولوونكى او ژباړن : محمد طاهر كاڼى
 
– 7فرهنګیالی  خوشال
دسیمینار د مقالو ټولګه، ( د سرمحقق زلمي هیواد مل په زیار )
د دریو نورو کتابونو چاپ هم روان دی ،چې د چاپیدو وروسته به درنو هیوادوالو حضور ته وړاندې شي. 
 
د یادونې وړ ده چې ښاغلي ډاکټر صاحب عبدالصمد حامد د اساسي قانون د لویې جرګې د مسودو پروتوکول هم ټولنې ته اهدا کړی، چې ډیر ژر به دوستانو خدمت ته ورسي.
استاد، د ډاکټر صاحب همایون همت مادي مرستو څخه ډیره مننه وکړه، همدا راز استاد د ډاکټر صاحب ایمل صافي او محمد اکرم ملکزي مرستو منندوی و. 
همدا راز د ټولنې مشر د ایونت پلاست کاري ټیم په خاصه توګه د شیر علي خان شیر مادي او تخنیکي مرستو خوښي څرګنده کړه، دوی ټولو ته یې د بریالیتوبونو هیله وکړه.
په همدې ډول استاد د هیواد نامتو هنرمند اينجینیر عبدالطیف راهي څخه د زړه له کومې مننه وکړه ، چې دسیمینار جشني برخه یې په خپلو ښکلو سندرو او ترانو لا ښکلې کړه.
په پای کې استاد د ټولنې په استازیتوب د ویناوالو او ټولو درنو هیوادوالو ، د ټولنې غړو اومینه والو څخه، چې د اروپا او آلمان  د بیلابیلو ښارونو څخه، سیمینار ته راغلې وو د زړه له کومې مننه وکړه.
تر هغه وروسته  پوهاند استاد کاکړ دعلمي برخې د مشر او میرمن قمر وکیلي اڅکزې د مرستیالې په توګه د علمي برخې په مخ بیولو پیل وکړ.
لمړۍ مقاله خپله پوهاند صاحب ولوسته ، استاد ډیره علمي، تاریخي ، څیړنیزه او پراخه لیکنه کړي وه ،چې د ګډونوالو د پاملرنې او توجه وړ وګرځیده، استاد له پاچا ظاهر شاه تر د سرطان کودتا ،د هغه وخت پر ټولو برخو رڼا واچوله او ولسواکي یې د دیموکراسۍ په لسیزه کې برسي کړه. 


دوهمه مقاله، د ځوان ډاکټر نجیب زاخیلوال وه. ډاکټر زاخیلوال د دیموکراسۍ د لسیزې د نومیالې څیرو (ډاکټر عبدالصمد حامد، ارواښاد ډاکټر یوسف خان، ارواښاد پوهاند سید شمس الدین مجروح، ارواښاد عبدالله یفتلي ، ارواښاد استاد عبدالرووف بینوا، ارواښاد نوراحمد اعتمادي،ډاکټر عبدالستار سیرت، ارواښاد ډاکټر عبدالظاهر، ارواښاد محمد موسی شفیق او نورو وتلو څیرو)  په اړه پراخ معلومات د سیمینار ګډونوالو ته وړاندې کړل .
تر هغه وروسته  پروفیسور حیدر داور خپله پر شوره مقاله واوروله، د اوسني حالت جاج یې اخیستی و او د هیواد په اقتصادي مسلو یې رڼا واچوله. 



بیا ښاغلي پوهنوال ډاکټر صاحب روستار تره کې ، خپله علمي او حقوقي مقاله ، چې د دیموکراسۍ د لسیزې په قانوني اړخ  ( اساسي قانون ) لیکلې وه، درنو حضارو ته یې وړاندې کړه. همدا راز ښاغلي ډاکټر صاحب د دیموکراسۍ د لسیزې د ماتې او ناکامۍ په لاملونو بحث وکړ.
تر پوهنوال تره کي صاحب ، وروسته د هیواد تکړه ژورنالست ښاغلي اسد الله هلالي خپله مقاله ، چې د دیموکرایۍ د لسیزې د ګوندونو په اړه لیکلې وه ، درنو هیوادوالو ته واوروله. ښاغلي اسد الله هلالي د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې څخه ډیره مننه وکړه او د ټولنې هلې ځلې یې مثبتې و ارزولې .    
تکړه او وتلی ځوان ژورنالیست او د دعوت مسوول مدیرښاغلی طارق بزګر د سيمينار بل ویناوال و، چې په خپله علمي، تاریخي او کره وینا سره یې د دیموکراسۍ  د لسیزې مثبت او منفي اړخونه و ارزول.
په پای کې ځوان لیکوال شیرزاد ساجد خپله لنډه وینا ،چې د دوستانو خوښه شوه ، درنو میلمنو ته واورله.
**: د یادونې وړ ده ،چې د معمول سره سم ٫٫ افغانستان د دیموکراسۍ  په لسیزه کې ٫٫ د مقالو ټولګه  به د ټولنې لخواه چاپ شي ، دوستان کولای شي چې ټولې مقالې هلته په بشپړ ډول ولولي.



په دې ډول د سیمینار علمي برخه پای ته ورسیده.
ټولنه هر کال د هیواد وتلو علمي او فرهنګي شخصیتونو درنښت په ستاینلیکونو کوي . سږکال هم ټولنې  ښاغلي طاهر کاڼې ته،چې پښتو ته یې ډیر کتابونه ژباړلي ، ښاغلي احمد ولي اڅکزي ته د پښتو 50 آنلاین قاموسونو او د جرمني ـ پشتو د قاموس د خپراوي او ښاغلي شیر علي شیر ته ،چې د کالونو راهیسې د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې سره په پرله پسې ډول مادي او تخنیکي مرستې کړي دي، ستاینلیکونه ورکړل. 
 
ددې برخې په پای کې د شپې په 22:00 بجو تفریح  اعلان شوه، تر هغه وروسته د ټنګ ټکور او موسیقی وار راورسید.
په دې برخه کې د هیواد تکړه او وتلي هنرمند ښاغلي اينجینیر لطیف راهي په ښکلو سندرو سره سیمینار لا ښکلی کړ ، چې دا برخه د نیمې شپې پورې وغځیده، په دې ډول یو بل تاریخي ، څیړنیز او نړیوال سیمینار پای ته ورسید. 
دافغانستان د کلتوري ودې ټولنه به یو ځل بیا خپل ارزښتناک اثر ( دې سیمینار د مقالو ټولګه ) درنو هیوادوالو ته په افغاني مینې سره وړاندې کړي .
و من الله توفیق
 
په ډیر درنښت
د ټولنې د مشر تابه جرګه 


د يو شمېر برخه والو او ويناوالو نظرونه په لاندنۍ ويډيو کي