کور / سپورټي / افغان کرکټ ملي لوبډله چین ته ورسیدله

افغان کرکټ ملي لوبډله چین ته ورسیدله

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله چین ته په اسیاد کې د لوبو ګډون لپاره د چین ګوانجو ته ورسیدله، افغان لوبډله به په چین کې د دې میاشتې په ۲۴ نېټه خپله لومړۍ لوبه کوي.
د لومړي ځل لپاره افغان کرکټ بورډ افغان لوبغاړي بهرني سفر ته په ملي جامو کې لیږي، د افغانستان کرکټ بورډ پتیلې چې افغان کرکټ لوبغاړي به له دې څخه وروسته په هر سفر کې د افغانستان په ملي جامو کې سفر کوي.
افغان کرکټ بورډ په اسیاد کې د ملي سرود پر ځای د یوې سندرې په غږولو ډیرخواشینی دی، په دې اړه افغان کرکټ بورډ د ملي لوبډلې چین ته له روانیدلو مخکې دوه عاجله غونډې ونیولې او د ملي لوبډلې مدیر نظیم جار عبدالرحیمزي ته یې دنده ورکړه چې د کرکټ د لوبې په وخت کې باید د افغانستان ملي سرود وغږوي.
افغان کرکټ بورډ د ملي لوبډلې مدیر عبدالرحیمزی ته ملي سرود په دوه بیلو بیلو سي ډي ګانو کې ورکړی او د کرکټ د لوبې په وخت کې به غږول کیږي.
افغان ملي لوبډله په اسیايي لوبو کې د اې په ګروپ کې ځای لري او زیات امکان دی چې د نیپال، هانګ کانګ یا مالدیف سره په لومړۍ کې لوبه مخامخ شي.
ملي لوبډلې مدیر نظیم جار عبدالرحیمزي چې لومړي ځل لپاره د افغان ملي کامیاب مدیر دی وايي((د افغان ملي لوبډلې خیالیات هیلې ډیرې لوړې او په ذهني شکل ښه پیاوړي دي، نوموړی وايي چې د ملي لوبډلې ټولو لوبغاړو په چین او دوبۍ کې د سیالۍ لپاره ډیر چمتوالی نیولی او هر یو په دې ایمان لري چې ډیره هڅه به کوي د خپل هیواد افغانستان او افغانانو لپاره به د لویو وچو جام او د اسیاد څخه د سروزو مډال راوړي)).