کور / تازه خبرونه / په كرزي لوبغالي كښي دكاغذباد لوبه ترسره سوه

په كرزي لوبغالي كښي دكاغذباد لوبه ترسره سوه

دهلمندولايت په مركز لښكرګاه كې دنشيي توكو دراگرځيدو په اړه دكاغذباد لوبه تيره ورځ په كرزى لوبغالى كى ترسره شوه .


دغه لوبه په داسى حال كى پيل سوه چى  دهلمندولايت گڼ حكومتى چارواكى اودسيمى اوسيدونكوپكى برخه اخيستى وه


دهلمنددسپورت آمر غلام غوث داوري افغان ازادى راډيو ته وويل چې ددغي لوبي موخه دځوانانو دنشيي توكو څخه وسپورټي لوبى ته پاملرنه راګرځول دي


هغه وويل چې دغه لوبه چې زرو تنو ځوانانو پكي برخه اخيستى وه تيره ورځ مازيګر دلښكرګاه په كرزي لوبغا لى كې ترسره شوه .


نوموړى زياته كړه چې دغه سيالۍ دنشيي توكو پرخلاف دمشورتي ټيم ياpep په لګښت جوړه شوې وه .


نوموړى وويل چې په دغه سيالۍ كې زرو تنو ځوانانو برخه اخيستې وه چې ديرش تنه يي دسيالۍ ګټونكى وپيژندل شول .


نوموړي داهم وويل چې وروسته  دوي ته جايزې هم وركړل شوې .


په هلمندولايت كې دنشيي توكو پرخلاف دمشورتي ټيم يوه چارواكي چې دنوم ښودلو څخه يي ډډه كوله وويل چې له دغي لوبي څخه يي مخسد دځوانانو له نشيي توكو څخه پام رااړول دي .


هغه وويل چې ددغه لوبي لګښت يولك افغانۍ و سو چې ددوي ددفتر لخوا وركړل شوې دي .


نوموړى زياته كړه چى موږپه پام كى لروچى داډول كارونوته نوره هم وده وركړوترڅوخلك دنشيى توكواونوروناوړه كارونوڅخه راوگرځى اوديوښه ژوندخاوندان سى 


ددغه لوبې يوه ګټونكى خان محمدوويل چي دغسي لوبي كولاي شي چې دځوانانو فكر اوذهن له نشيي توكو څخه دسپورت پرخوا راواړوي .


هغه وويل چې خوښ دي چې دكاغذباد لوبه يي وګټله .


هلمنددنشيي توكو دتوليد ترټولو غټ ولايت بلل كيږي ډيرى خلك په دې فكردي چې ترډېره بريده سپورتي لوبي كولاي شي چې ځوانان دبدو لارو څخه راوګرځوي اوپه سيمه كى دبى امنيتى څخه دسولى خواته وروه دانگى .



 هلمند ۴-۱۲-۱۳۸۶