کور / تازه خبرونه / ايساف:گڼ وسلوال طالبان موپه كجكي ولسوالۍ كى وژلي

ايساف:گڼ وسلوال طالبان موپه كجكي ولسوالۍ كى وژلي

دتيري ورځي راهيسي دهلمندولايت دشمالى ولسواليو څخه دجنگ جگړي اوښكيلوغاړوته داوښتى مرگ ژوبلى راپورونه راځى .


ددغه ولايت دكجكي ولسوالۍ ځايي خلك وايي چې له تيري ورځي راپه ديخوا يي دولسوالۍ ډيري سيمي نړيوالو ځواكونو كلابندي كړيدي .


دكجكى ولسوالۍ  دده بابا دسيمي يوه ځايي اوسيدونكي محمود دټيلفون په ليكه وويل چې دولسوالۍ په ده بابا سيمه كې دناټو ځواكونوفوځى عمليات ترسره كوله چى دطالبانو سره يي جګړه وموښتله خوده يي دمرګ ژوبلي په اړه څه ونه ويل هغه وويل چي نړيوالو سرتيرو شاوخوا دښتي سيمى هم كلابندي كړيدي .


ددغه ولسوالۍ دشاه احمدخيلو دكاريزنو دسيمي يوه بل تن  نصيراحمد بياوويل چې تيره شپه دناټو ځواكونو اووسله والو طالبانو ترمنځ جګړه سويده خوهغه هم وويل چې په جګړه كې دتلفاتو په اړه معلومات نه لرم خوولى زياته يي كړه چى بهرنيو ځواكونو بمبارهم وكړ .


په هلمندولايت كى دايساف ځواكونو يوه وياند سايمن ملير هم په كجكى ولسوالۍ كې دطالبانو پروړاندي دپوځي عملياتو پيل ومانه


نوموړى وويل چې دتيري شپې عمليات چې په ده بابا سيمه كې وسوه ووسله والو طالبانو ته زياته مرګ ژوبله اوښتې ده .


هغه كه څه هم  دطالبانو ددقيقي مرګ ژوبلي په اړه معلومات ورنكړل خووويل چې  ولسۍوګړو اوناټوځواكونوته كوم زيان نه دي اوښتى .


هغه وويل چې  له كندهارولايت څخه هم  دكجكى ولسوالۍ ته سرتيري دعملياتو په موخه راليږل شويدي .


هغه ددغو عملياتو موخه  دوسله والو طالبانو ځپل وبلل .


دهلمندامنيه قوماندان مل پاسوال محمدحسين انډيوال دكجكى دعملياتو په اړه ناخبري وښودل اوويل چې په هغه كې پوليس ونډه نلري .


بل خوا په هلمندولايت كې دايساف ځواكونو وياندسايمن ميلروويل چې تيره ورځ دسنګين ولسوالۍ په ساروان كلاسيمه كې ددوى يو موټر پرماين ختلي اويوتن سرتيري يي پكي ټپي شويدي .


دايساف وياند ملير وويل چې سرتيرى سرسرى ژوبل سويدي خونوموړى دژوبل سوى هويت نكى په ډاگه چى دكوم هيواد دى .


داچى دوسلوالوطالبانو ويندويانو په دى اړه څه نه دى ويلى خوولي په سيمه كي دوسلوالوطالبانو يوځايي قومندان ملا نورمحمد اخند دټيلفون په ليكه كى ديوناڅرگند ځاي څخه وويل چي دساروان كلا په سيمه كى ددوى ملگرو دبهرنيو ځواكونودوه داني ټانكونه دريمونټ كنترول ماين په واسيطه الوزولى دى نوموړى زياته كړه چى دچاودونوپه ترځ كى دبهرنيو ځواكونو لس سرتيرى وژل سوىدى .


آه خوادموسى كلاپه ولسوالۍ كى هم دحكومتي چارواكو په خوله  تيره ورځ ديونښتي په ترځ كي دري تنه وسلوال طالبان وژل سوي دغه خبره ددغه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال محمدحسين انډيوال وكړه .


نوموړي زياته كړه چي پوليسودلنډي ناوي په سيمه كي په گزمي بوخت وه چى دوسلوالوطالبانو دكمين سره مخ سول انډيوال وويل چى دوسلوالوطالبانو سره پوليسو يوساعت جگړه وكړه چى دجگړى پرمهال پوليسو ته حيڅ زيان نه دي اوښتى ولى دري تنه وسلوال طالبان ووژل سول.


خودوسلوالوطالبانووياندقاري يوسف احمدي دطالبانووژل ردكړه .


ديادوني وړده چى څوورځى وړاندى دموسى كلاپه ولسوالۍ كى دملى اوردويوموټردماين دچاودنى ښكارسو چى دچاودني په ترځ كي دري تنه سرتيري مړه اودري تنه ژوبل سوه .


هلمند ۴-۱۲-۱۳۸۶