کور / هراړخیز / د بنګله دېش بې ستري (اوومه برخه)

د بنګله دېش بې ستري (اوومه برخه)

(٤)
نوى پيل

ملګرو هيوادوالو! اجازه راکړئ چې په ډاګه څرګنده کړم چې زما يواځنۍ هيله دا ده چې د مشروطه اوديموکراتيک حکومت لپاره لياره هواره کړم … ٢٦ مارچ ١٩٦٩
پريزيډنت يحيى خان

د ١٩٦٩ کال د مارچ د شپږويشتمې نېټې په سهار پاکستان په يوه نوي پيل له خوبه راپاڅېد – دا چې هغه نوى پيل  و که نه! مگر د هر يوه تن هيله خو دا وه. د فيلد مارشال محمد ايوب خان، هغه خودراى انسان چې په خپلو پرله پسې ليدنو کتنو يې د اولس ژوند اشباع کړى و، د يوه پياوړي توده يي قيام په پاى کې چې د هيواد په تاريخ کې يې سارى نه درلود له زوال سره مخامخ شو. د هغې پېښې تاريخ په خپله ځانته يو کتاب دى. هغه قصه به په نوروځايو کې ويل شوې وې او بيله شکه نور ډير ټوکونه به ورباندې ډک شي. مگر زه به په خپل وار هڅه وکړم تر څو د هغې نتيجه وړاندې کړاى شم او د دې مخ ظاهري ماته [ماتې؟] چې د دوه ويشتو کلونو لپاره د پنجابي پوځي بيروکراسى له خوا په ډول ډول بڼو د نړۍ اولسونو ته ورښوول شوې وه په ډاګه کړم.
د هغې ټولې وارخطايي او کړکيچ په منځ کې که هر څو کوچنى هم څرگندېږي پاکستانى اولس چې د دې پېښې خوند يې په خوله کې و يوې نوې زړورې پاکستانى نړۍ ته سترګې په لياره کړى و. تر دې نېټې پورې دا د اولس خورا لوى برياليتوب و نو طبيعي خبره ده چې هر يوه تن يې د خوښۍ احساس کاوه.
برعکس د بادارې طبقې لپاره داسې بېسارې خواشيني وه چې په خپل ژوند کې يې پخوا نه وه ليدلې. د وروسته تللو (عقب نشيني) په هڅه کې وو. د دوه خواو په منځ کې يواځنى څوک چې د پاکستان سترګې يې په لور کږې وې جنرال اغا محمد يحيى خان و. د کراچۍ د جمخانې او د سيند د کلوپ د ډوډۍ خوړلو خونې او سالونونه پدې بدمرغه ماسپښين له مليونرانو  او د په سل کې لس کميشن کارو مامورينو څخه ډک وو او د دې شوک  د ځغملو په تړون کې وو. د جنرال محمد يحيى خان د استعداد پههکله خبرې کيدلې داسې اوازه خپره وه چې په راولپينډۍ کې د نوموړي ځانګړې دسيې داسې ښودل چې د ده ذهني استعداد تر شړل شوي فيلډ مارشال څخه زياتى کاوه. کله چې د ده د عياشي په هکله خبره منځ ته راغله نو د لويو تجارانو تندي روڼه وغوړيدل ځکه  چې هغوى کلونه کلونه تجربه کړې وه چې هر څوک يوه بيه لري! هغه بيه يې تل تر تله په ورين تندي پريکړې وه او په بدل کې يې خپلې ځتنګړې ګټې څو چنده کړې وې.دا خوى بدليدلاى نه شو او د بدلون لپاره يې کوم دليل هم نه و.
دا د غره شغالانوته چې تر زمريانو يې ځان لوړ باله د پن]ابى امرانو گيډه او حرص ښه څرګند و نو د پاکستان د مقدراتو په دې نوې لحظه کې هغوى يواځې دا هڅه کوله تر څو پوځي مرکز ته چې د برياليتوب خورا زړوره ليار وه ژر تر ژره خپل د جادو لاسونه ور اوږده کړي. خوراک ځواک يې کاوه او لههر ګوټ څخه يې خبرې راټولولې. يوه چا وروسته تبصره وکړه چې (على بابا تللى دى مگر څلويښت تنه غله لا ځاى په ځاى دي!) کله چې دا خبره په ډاګه شوه چې د پريزيډنټ يحيى د تيلوپه يوه بين المللي شرکت کې يووچنى مامور و نو بيله درنګه يوه مغل د تليفون خپلو  مريانوته داسې لارښوونه وکړه: “په هره بيه چې وي بايد لاس ته راشي.” مګر څنګه چې معلومه شوه چې يحيى خان لکه د ده د سلف (ايوب خان) په څير په ډيره اسانى په داسې لومه کې نه شوبنديدلاى،نو يحيى خان د دې لپاره چې هغه له لوى تجار څخه وساتي د “تعليم لپاره” په نوم يې باندني هيواد ته وليږه.
دلته ځينې نورې ککرې هم د يادونې وړ دي.د هغوى له منځه يوه ډله هغه سياسي مشران چې د ايوب د جنبش په ضد وو په ډيره برجستګۍ راپورته شول. د تيرو شپږ مياشتو هغې کړکيچنې اوضاع چى نه د پوليسو ستم او نه د پوځ توپونو هغه توپان چې د ايوب په ضد راپورته شوى و ټيټولى شو، دا خبره لاپسې د غور او کتنې وړ ګرځولې وه چې بايد اولس په حکومتي چارو کې لويه برخه ولري. اوس ټول اولس ته دا خبره پوره څرګندهوه چې د ١٩٥٨ پيښه يوه لويه غلطي وه او دوىخپلې دې غلطۍ له خپلو رښتينو ستم گارانو سره مخامخ کړي وو.نو د هر چا خيال دا و چې بايد د دې تشکيلاتو بيخ بنسټ له منځه څخه وکښل شي او په ځاى يې “پارلماني ديموکراسى”  خلکو ته د هغوى له هيلو سره سم وړاندې شي. تر دې شرطونو لاندې هر چا داسى خيال درلود چى د  عمومي انتخاباتو لپاره بايد ډير ژر لياره هواره شي. څو ګړۍ وروسته پريزډنټ يحيى خان د يوه برودکاست په ترځ کې اولس ته دا لاندې نوټ وړاندې کړ:
“د مارشلا د لوى قوماندان په توګه ځما لمړى وظيفه دا ده چې سوله او سلامتيا بيرته راوگرځي او حکومتي اداره په نورمال ډول د خلکو له غوښتنو سره د خپلو وظيفو په سرته رسولو باندې پيل وکړي. موږ د اداري بې نظمى په هکله ډير څه وليدل – هڅه به وکړم تر څو دا کار په هيڅ ډول اوهيڅ څيره بيا تکرار نشي. هيله ده چې هر يواداري غړى د دې اخطار يو ياداشت له ځان سره واخلى. ملګرو هيوادوالو! اجازه غواړم په ډاګه څرګنده کړم چې زما يواځنى هيله دا ده چى د مشروطه حکومت لپاره لياره هواره کړم. زه باور لرم چې يواځې پاکه او سپيڅلې دولتي اداره کولاى شي چى د روغ او اصلاحي ژوند لپاره زمينه برابره کړي او د اولسونو  نمايندګانو ته چې د هغوى په خوښه په ازاد ډول او ځانګړو رايو ټاکل شوي وي وروسپاري. بيا نو د اولس د نمايندګانو وظيفه ده چې د هيواد لپاره مناسب اساسي قانون جوړ کړي او د ټولو هغو سياسي،اقتصادي او اجتماعى ټولنيزو پرابلمونو لپاره چې د هيواد د تشويش وړ ګرځيدلي دي د حل ليارې چار پيدا کړي.”
د پريزډنت يحيى خان دې  برودکاسټ څنګه چى غوښتل کيده په اولس کې يې هغسى انعکاس وکړ. ورځپاڼو چې په عمرونو يې دا ډول تمرين کړى و په جلى کرښو “نوى خلاصوونکى پوځ” – “وطن پال پوځ” او”د تودو برياليتوب” شعارونو په چاپولو پيل وکړ. هغوى ټولې هغه مقالې چې له هر ګوټ خخه خصوصاً د ايوب خان د سياسي ملګرو تجارانو – کارګراي مشرانو – “زده کوونکو” او نورو څخه د سيل په شان رارسېدې په مساوي ډول نشر کړې. ټول په دې هڅه کې وو چې د لويدلي مشر په څيرونکې ډله کې برخه واخلي. دا  تماشا دومره شرم اوره وه چې د پنجاب نوى امرانو هم سر ښکته اچولى و. که څه همد خلکو ملاتړ ته يې ضرورت درلود. هغه و چې د اطلاعاتو وزارت له خوا د ورځپاڼوادارو ته لارښوونه وشوه چى: اصلاحى مقالې او د مشهورو خلکو خبرې د نشر وړ دي. د خلکو  له نومونو اخستلو او د مارشل ايوب خان له تعجيز اوترټنې څخه بايد لاس واخستل شي.
  له هغه نه وروسته که څه هم د ورځپاڼو رواجي غږ بدل شو، مگر  ډير څه يې موندلاى شول چې شخوند پرې ووهي. لږ تر لږه نوى پريزيډنټ د  خلکوغوښتنو ته خوږ ځواب ويللاى و. د ايوب د ډلې په جمهوري قانون چې د غير مستقيم نمايندګي پر  بنسټ ولاړ وى بايد د  بطلان کرښه وکښل شي او قدرت د اولس نمايندګانو ته چې د خللکو له خوا  ټاکل شوي وي وسپارل شي! اومتنفره بيروکراسي پاى ته ورسيږي. د يحيى خان په برودکاست کې هر څه شامل وو، خو يو څه په کې نه وو: هغه څه د زړه-کومي رښتينې  هيله وه او د دې تريخ حقيقت د څرګندولو  لپاره څو مياشتې په کار وې. اوس اوس هر څوک د اولس خوښى اوخوښحالي پټه خوله کړي وو او د زړه له کومي او رښتيا د ازمايلولپاره لا ډير وخت و.