کور / تازه خبرونه / خوست كې دمنګسو- ارنيخيلو سړك پرانستل شو .

خوست كې دمنګسو- ارنيخيلو سړك پرانستل شو .

دخوست ولايت دمنګسواوارينخېلوترمنځ غزيدلى سړك چې ۱۰،۶ كيلومترواوږدوالى لري اوچارې  يې دپنځومياشتوپه موده كې پاى ته ورسيدې ې .
په هغه مراسموكې چې دنوموړي سړك دپرانستنې په موخه جوړشوي وو،دولتي چارواكو،د(پي ،ار،ټي ) مشراودخوست مرستيا ل والي عجب خان سنګين خبرې وكړي .
نوموړي سړك دولايتي بيارغاونې ډلې لخواد(۱۱۷۰۰۰۰) ډالروپه لګښت دهاشم ګربزشركت پواسطه په اساسي ډول جوړاوګټې اخيستنې ته چمتوشو  .
په خوست كې دا دريم اړين سړك دى چې چارې يې ترسره شوې .
دفوايدعامې رئيس دهغې ويناپربنسټ چې ديادشوي سړك دپرانستنې په مراسموكې كې وكړه ،په راتلونكي كې كال كې به پدې ولايت كې ۱۳۶ كيلومتره سړك جوړشي اولګښت به يې د(پي ،ار،ټي ) لخوا وركول كيږي اوهمدارابه اتۀ لوى پلونه هم په سږكال كې جوړشي .
همداراز د(پي ،ار،ټي ) مشرادمس پخپلوخبروكې دنورورغنيزچارودترسره كولوژمنې هم وكړې اوزياته يې كړه چې دى دخلكوپه خدمت كې خوښي احساسوي  .
دمراسموپه پاى كې دهاشم ګربزشركت لخواميلمنوته دپښتني دودله مخې لونګى هم ورپه سركړاى شوې اومراسم ددعايې په وېيلوسره پاى ته ورسيدل .