کور / ترخې خبري / واه، واه ولسمشره !

واه، واه ولسمشره !

 دافغانستان ولسمره ښاغلې حامد کرزى !


هيله ده چې په څو توندو خبرو مي خپه نسې ځکه زه نن غواړم چې ديوه کندهاري په صفت تاسو محترم ته دادروپهموم چې تاسو محترم دکندهار دکرز دسيمي اوسيدونکى ياست .


کرزى صاحب ! کرز اوس يوه لري پرته ولسوالي نه ده بلکه هم دغه دکندهار ښار برخه ده، داځکه وايم چې  کيداى سي تاسو محترم دکندهار په اړه تازه مالومات نه لرۍ ځکه که تاسو دکندهاريانو دحالت پوښتنه وکړه نو داسي نه چي ملي يوالي ته تاوان پېښ سي او خلک داووايي چي محترم کرزى دملي يوالي خيال نه ساتي . او که چيري بيا هم احوال کوئ نو پام کوه چې دمحترم والي صاحب اسدالله خالداو دخپلو ورڼو قيوم خان او احمد ولي خان څخه پرته دبل چاڅخه دکندهار په اړه مالومات ونه کړې – بيا هم کيداى سي دکندهار بل څوک سم مالومات درنه کړي او داسي نه چي ملي يوالي ته خطر پېښ نه شي . دغه ملي يوالى دى چې زموږ کندهاريانو پرسر بازناست دى او دملي يوالي له برکته خو خداى پاک دولسمشري چوکۍ هم موږ او تاسو ته راکړې ده . نو رښتيا هم موږ او تاسو ټولو ته پکار دي چې ملي يوالى او خپله چوکۍ وساتو کنه داسي نه چي نور قومونه راڅخه خوابدي سي او داچوکۍ مو له لاسه ووزي .


کرزى صاحب ته پخپله ترهرچا ډېر ښه پوهېږې چې موږ کندهاريان دبل په خوشالي خوشاله کېږو او هيڅ کله داکوشش نه کوو چي چاته دي تاوان واړوو ځکه داوايم چي کور دي ودان هم دااوس مو يو ملي خبر واوريدو چې تاسو دکابل دبريښنا لپاره د100ميلونه امريکايي ډالرو يو نوى تړون لاسليک کړ ، رښتياهم داملي يوالي ته ډېره ګټه لري او په همدې ډول موږ کولاى سو چې نور افغانان خپل کړو و داکندهاريان چې هرڅومره پر مخ ووهې بيا هم خپل خلګ دي بايد دنورو قامونو لپاره کار وسي . خير دى چي په کندهار کي خلک برق  نه پېژني نو په دي يې ستااو دبرق دوزير اسماعيل خان څه ؟ هو شايد تاسو نه ياست خبر ځکه په کندهار کي ستاسو درې سره سرچينې لکه والي اسدالله ، احمدولي خان کرزى _ اوستاسو بل ورور قيوم خان دکندهار ښار له برقه خبرنه وي هغوى خو څليرويشت ساعته پرله پسې دامريکايي ماشينانو برق لري او دوى خواران په دې نه پوهيږي چي په کندهار کي برق سته او که نه ؟ نو کيداى سي ته هم نه يې خبر .


ښاغلې کرزى که په دې خبريې چي په کندهار کي برق نسته او دکندهار ښار ډيري برخي په شپو شپو برق نه لري او بيا هم ته دکابل لپاره دسل ميليونه دالرو په لکښت پر برق کار کوې بيا نو قسم په خداى يا ظالم يې او ياهم له کندهار سره ضد کوي _ ډيره بخښه کوه راته ماتاسو محترم ته رايه درکړې او دخپلي رايي په اندازه دخبرو کولو اجازه ځانته ورکوم _ که ظالم نه واى نو پر موږ کندهار يانو خو به دي هم لږ رحم کولاى _ خير ته دملي وحدت په خبرو پسي ګرزې خو زه دوندي درته وايم چې که کرزى يې هم په موږ کندهاريانو يې او که دافغانستان ريس جمهور يې هم په موږ يې  _ نور دخداى لپاره لږ دي کندهار ته هم پام وکړه داسي نه چي کندهاريان مخ درڅخه واړوي .  او که دغو کندهاريانو لاس ايله کئ او  مخ يې درڅخه واړاوه زمادي په خداى قسم وي چي په نيمه شپه به دي دالنډغر له کابله راباسي . بيابه ته پوى سې چي ملي وحدت څه ته وايي _ دملي وحدت اوملي روغي جوړي په نوم ډاکتر نجيب الله هم دهمدغو لنډغرو له لاسه خپل ارمانونه ګورته يووړل .


قدرمنه ! دغه وي زما دهغه رايي په بدل کي يوڅو خبري چي تاسو ته مي وکړي  بيا هم بخښنه غواړم او دادعا درته کوم چي لږ دي خداى خپل ټاټوبي کندهار ته پام کړه.     


وسلام 


عبدالله په توره شپه کي دکندهار پوهنتون زدکوونکى