کور / طنز / طنز:شخصیتونه

طنز:شخصیتونه

په ارګ کې د څلورو کلنو دکړو کارونو  د راپوټ غونډه وه لومړی د اطلاعاتو او کلتور وزیر په خوشالي اوږې وغورځولې او خوله يې خلاصه او سترګې پټي کړی:


موږ د  وزارت پخوانی نوم د اطلاحاتو او کلتور وزارت نه واړوی هغه مو   وزارت اطلاحات ، فرهنګ او توریزم کړ په دې کار سره مو ګاونډیان خوشاله کړل.


ټولو چکچکې کړې:او نارې شوې.


واه! واه! ډیر ښه!


تبریک درته وایم.


څومره لوی ابتکار !


د هغه شونډان بیا سره ولاړه: په هغه کې مو بریښنایي چراغونه کار کړل او ټولې ټاپې، رسمي لیکو نه مې نوی کړل اود انکشافی بودیجې  یو ملیون  ډالره مې پر مصرف کړل په دی کا رمو یو میاشت ټوله رسنې  په کار واچولې او لاس يې رییس ته ونیو او ټولو ان تا ته ښکنځل کوله.


ټولو چکچکې وکړې: واه! واه! څومره ابتکار.


دسوداګری وزیر د خواشینۍ نه په ډک ږغ وویل: خو زه ډیراریان پاته یم وایي یو بیسواد اونا اهل وزیر تر اوسه لوحې نه دی ژباړلي.


د کرنی وزیر خوله خلاصه شوه : داسې نه ا هل وزیر په موږ کې نه شته.


ښاروال چې په غونډه کې میلمه وو ددې راپوړت په اوریدو تاو تاو کیدی له خوښۍ يې اوښکی په سترګو کې وخوټیدې، لاس یې پورته کړ؛ چا ورته ونه کتل؛  په زوره یې وټوخل ،بیا هم چا ورته ونه کتل.


یو وزیر بل ته وویل: ښاروال له ډیر کار زکام شوی دی . هغه ورته وویل : یا بابا هغه هم لوحه  ژباړلې ده اوس په شخصیتو کې راځی نوځکه ټوخیږی. د ښاروال طاقت ونه شو له ځایه پورته شو او ویې ویل:


ما ښاروالی په شار والی بدله کړه چې نه پښتو ده نه دري.


ټولو چکچکي پرې وکړې: واه! واه ! پوه سړیه! اوس ملي شخصیت شوی.


د لوړو زده کړو وزیر د خولې دروازه بې ټک ټکه پرانیستل  شوه :ما د پوهنتون نوم به دانشګاه واړوی.


ټولو تبریکي ورکړه :واه! واه !نابیغه. دا دې له کومه پیدا کړ.


د بهرنیو چارو زیر چې له خوشالی ریږدېدی په یوه سا وویل:ما د ټولو سفارتو نومونه وژباړل.


د بیلګې په توګه  د افغانستان لوی سفارت مې په سفارت کبرای هندستانی  بدل کړ.


بیا د چکچکو موسیقي خپره شوه:


واه! واه! څوک وایي کار اهل کار ته نه دی سپارل شوی.


د بهرنیو چارو وزیر چې ژبه یې راووتلې وه و رییس ته  اشاره وکړه : دا لا څه کوئ زما تر راتګ پوری په سفارتو کې ستاسوعکس تشریف نه درلود ما هغه د امیر صایب تر عکس لاندی وموښلوی


ان ستا د عکس لاندی چې دغه دغه ( د حامد کرزی اولس مشر افغا نستان )پر ځای مې: حامد کرزی کلانتر مردم افغانستانی وژباړل چې خلک پوه شي.


ټولو چکچکې وکړې: واه! واه !


وزیرانو له خوشالۍ خندل: څومره غټ تاریخي نوښتونه!


د لومړی مرستیال هیلې را وټوکېدې شونډې یې ورپېدې: دا رسنې ناحقه وایي چې موږ کار نه دی کړی.



شورا  چې دا ښه کار راپوړت واورید ددې لپاره  چې هغوی هم په شخصیوتو کې راشي نو فیصله یې وکړه چې دهیواد ټولي لوحې  د ي په اساسی قانون کی په ټولو ذکر شوو ژبو وژباړل ا وولیکل شي  دا به ملي یووالۍ راولي.


څه نورو بیا ویل دا به ښه وي لوحې د نړۍ په ټولو ژبو وژباړل  او ولیکل شي دا به بین المللی یوالۍ راولي.


نو ټولو موسساتو د یویو جریب بریښنا لرونکو لوحو فرمایښت ورکړ.