کور / تازه خبرونه / د نېشنل او پيپلز ايتلاف او د پښتونخوا مسئلې

د نېشنل او پيپلز ايتلاف او د پښتونخوا مسئلې

 په پښتونخوا کښې نېشنل ګوند او پيپلز ګوند په ګډه حکومت جوړوي ، دغه اعلان تېره ورځ د عوامي نېشنل ګوند صوبائى صدر افراسياب خټک د يوه شخصي ټلويزون سره په خبرو اترو کښې وکړ ، په پښتونخواکښې له ډېرې مودې پس عوامي نېشنل ګوند حکومت جوړونې چارې تر سره کوي او دغه شان پيپلز ګوند هم يو لوى اکثريت تر لاسه کړى دى ، د نوي حکومت په حقله هر څوک بېل بېل نظر لري ، ځينى ورته په يوه آئينه کښې ګوري او ځينې ورته په بله آئينه کښې خو دغه يوه خبره د خوښۍ وړ ده چې په مرکز کښې هم دغه ګوندونه سره يو دي ،


د پښتونخوا او مرکز تر منځ ښه تعلقات د صوبې لپاره په ګټه تمامېږي او په ځانګړې توګه پيپلز ګوند د صوبائى خپلواکۍ په حقله څرګنده تګلاره لري او د عوامي نېشنل ګوند شعارونه که په حقيقت بدل شي نو دغه به د پښتنو لپاره د خوشحالۍ وړ وي ، ولې چې عوامي نېشنل ګوند د خپلې خاورې خپل اختيار خبره کوي پکار دى چې د صوبې وسائيل د صوبې په لاس کښې راولي او ددې خوارو پښتنو په ګټه يې استعمال کړي او د صوبې د اوبو بجلۍ په حقله راپورته شوو پوښتنو ته ځواب ووايي او هم دغه شان د کالا باغ بند خبره چې ټول پښتانه ددغې پروژې مخالفت کوي د تل لپاره هواره کړي او په صوبه کښې د پښتو ژبى چې اوس يوه بې وارثه ژبه بلل کېږي خپل مقام بېرته ورکړي ، پښتو بايد د ښوونې او روزنې ژبه جوړه شي ، پښتو بايد د دفتر ژبه شي ، دغه غوښتنه ټول پښتانه کوي ، او اوس هغه وخت راغلۍ دى چې ډېر په اسانۍ سره دغه ستونزې هوارېدلې شي ،


د پښتونخوا د نوم مسئله ډېره د اهميت وړ ده او له تېرو شپيتو کالو څخه دغه مسئله پرته ده ، پکار دى چې عوامي نېشنل ګوند خپل شعار ته عملي بڼه ورکولو سره د صوبې خلک د سرحديانو د نوم څخه خلاص کړي او خپل سپيڅلى نوم پښتونخوا پردې کېږدي ، که څه هم عوامي نېشنل ګوند مخکښې هم د پښتونخوا د نوم بل په ايالتي اسمبلۍ کښې پاس کړى وو خو هغه محال په مرکز کښې ددې سره زيات مخالفت ښودل شوى وو ، خو اوس حالات بدل شوى دى او کيدلې شي چې د موقع څخه په استفادې سره دغه مسئله د تل لپاره هواره شي.