کور / z_buitenland_news -- 5 / طارق عزيز الدين ۱۳ ورځي وروسته هم ونه موندل شو

طارق عزيز الدين ۱۳ ورځي وروسته هم ونه موندل شو

 په افغانستان کښې د پاکستان سفير طارق عزيز الدين ديارلس ورځې تېريدو برسېره ونه موندل شو ، د تښتول شوي سفير د موندلو لپاره د ملک دين خيل او جنډا خيل قبائيلو ګډه جرګه په باړه کښې وشوه ، د يادونې وړ ده چې د پاکستان سفير پر لس فبروري د جنډا خيل قبيلې په سيمه جمرود څخه نابلده کسانو تښتولۍ وه ، ځايي انتظاميې د سفير د موندلو لپاره د شک پر بنسټ د جنډا خيل قبيلې لس تنه نيولي دي او پنځه موټران يې ضبط کړى دى ، پوليټيکل انتظاميه وايي چې د سفير د ژغورلو لپاره بشپړه هڅې روانې دي.