کور / سپورټي / بنګله دېش، افغانستان د سرو له مډاله بې برخې کړ

بنګله دېش، افغانستان د سرو له مډاله بې برخې کړ

افغانستان په اسيايي لوبو کې د سرو زرو د مډال لپاره نن له بنګله دېشه د کرکيټ شل اوريزه لوبه بايله.
لومړى بيټينګ افغانستان وکړ او د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره يې بنګله دېش ته ۱۱۹ هدف وټاکى.
د بنګه دېش فيلډينګ او بالينګ دواړه پياوړي و، او د محمد شهزاد ژر سوځېدو د افغان لوبغاړو مورال لږ کمزورى کړ.
د افغانستان بالرانو پوره هڅه وکړه چې د مخالفې ډلې لوبغاړي وسوځوي او کمې منډې ورکړي.
په وروستيو اوورنو کې لوبه د افغانستان په ګټه روانه وه،خو بنګله دېش وتوانېد چې په ۱۹ اور کې زياتې منډې جوړي کړي، او د کرکيټ د سروزرو مډال خپل کړي.

افغان لوبغاړې او منډې:

محمد شهزاده / ۰
ميرويس اشرف/ ۶
کريم صادق/ ۲۰
نوروز منګل/ ۱۴
محمدنبي/ ۱۱
سميع الله شينوارى/ ۱
شبيرنوري/ ۲۵
شفيع الله/ ۰
اصغر ستانکزى/ ۳۸ و نه سوځېد
حميد حسن/ ۰ و نه سوځېد
افتاب عالم بېټينګ و نه کړ

بالران/ اوورونه/ ورکړي منډې/ او ويکيټونه

افتاب عالم / ۴ / ۱۸
سميع الله شينوارى/ ۳ / ۱۸
کرىم صادق / ۳ / ۲۷ دوه لوبغاړي يې وسوځول
ميرويس اشرف/۴ /۲۳ يو لوبغاړى يې وسوځاوه
محمدنبي /۲ / ۱۸
حميدحسن/ ۳.۳ / ۱۱ يو لوبغاړى يې وسوځاوه