کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ملی مسائل او ملی ګټی( ملی منافع )څه ته وایی ؟

ملی مسائل او ملی ګټی( ملی منافع )څه ته وایی ؟

څو ورځی مخکی د ازادی رادیو چی په هیواد کی تر بلی هری ږغیزی رسنی ډیر اوریدونکی لری دوه ساعته خپرونه می اوریدل ، دبحث موضوع د افغانستان د ګاونډیانو( پاکستان،ایران) رول د افغاستان د سولی او جګړی په باب وه.
د خپرونی میلمانه هغه په اصطلاح د سیاسی چارو کارپوهان!ښاغلی احمد سعیدی او ښاغلی محمد یونس فکور را بلل سوی وه ۰
زه غواړم د ګرانو هیوادوالو پاملرنه د ښاغلو کارپوهانو! ځینو څرګندونو ته راواړوم او ستاسو حضور ته یی د قضاوت لپاره وړاندی کړم.
ښکاره خبره ده کوم وخت چی د افغانستان او پاکستان اړیکی څیړل کیږی د ډیورند تش په نامه کرښه به هرو مرو یادیږی ،په پورتنی بحث کی هم ځینو اوریدونکو د ډیورند کرښه د دوو هیوادونو ترمنځ اساسی ستونزه بلله او د میلمنو نظر یی غوښتی ،د ښاغلو میلمنو یو،دوه ځوابونه په دی ډول وه:
احمد سعیدی ډیر په سپکه او بی باکه توګه وویل چی نور دا بی ځایه ډرامه ده ،په افغاستان کی موږ پخوا چیغی وهلی دا پختونستان زموږ او دا پختونستان……………,یو بیرغ د پښتونستان په واټ کی ځړیدی چی هغه هم مجاهدینو له منځه یوړ………….او په پاکستان کی پښتانه مشران په پارلمان کی ناست دی او پاکستانی پاسپورتونه یی په جیب کی دی او موږ د دا پختونستان ………….ناری وهو.ښاغلی سعیدی د خبریال ډی پوښتنی په ځواب کی چی د پښتنی قبایلو (۱۳۰۰) مشران د طالبانو او وسله والو له خواپه شهادت رسیدلی دی وویل: د پښتنو قبایلو مشران ټول د ا،س ،ای جاسوسان دی نو ځکه یی طالبان وژنی او پدی اړه یی د یو قومی مشر چی دی یی میلمه کړی وو،او اوس مړ دئ کیسه وکړه چی څنګه د استخباراتو څخه پیسی اخیستی وی۰
ښاغلی فکورتر سعیدی هم وړاندی ولاړ او داسی کارپونه !یی و کړه :د ډیورند کرښه د سلو کالو مخکی خبره ده اوس هیڅ مفهوم نلری موږ دا موجوده خلکو ته ډوډی نلرو او ډول ته مو لرګی اچولی دی چی دا پښتونستان ………یاده دی وی چی د ښاغلی فکورهغه ملاقات چی دانګلیس سفیرسره یی کړی وواوافغانان یی وحشی۰۰۰۰۰بللی وه دخلګوندی هیر۰
ما ته د فکور خبری داسی مفکوره را کړه چی که موږ ډوډی نه درلوده نو د خاوری بشپړتیا هیڅ مفهوم نلری او که ډیر وږی سویو بل قسمت خاوره هم لیلام ته ایښودلای سو!
د ښاغلی سعیدی څخه پوښتنه داده چی نوموړی همیشه پاکستانی طالبان د ای،اس،ای پوځ او غړی بولی ،او پښتانه مشران هم د ای،اس ،ای اجنټان بولی ،نو دا پاکستانی استخبارات څنګه خپل اجنټان په خپلو اجنټانو وژنی؟
اوس پوښتنه داده چی د ډیورند کرښه یوه ملی مساءله ده او که نه؟
اسی بی مسوولیته خبری ولی بی ځوابه پاتیږی؟ تره کی،امین،کارمل،نجیب،مجډې،ربانی،ملاعمراو کرزی چی هر یو په خپل وار د کیڼ او یا ښی اړخو حکمرانان وه دا جرات ونکړ ،خو داسی بی مسوءلیته کسان د کارپوهانو !تر نامه لاندی ملنډی وهی او موږلاس تر زنی ورته ناست یو۰
زما هیله داده چی ښاغلی اکادمیسن سیستانی ،ښاغلی جهانی ،ښاغلی ډاکتر کاظم ،ښاغلی ولي احمد نوری اونور پوهان دی ملی مسائل او ملی منافع توضیح کړی او ډاسی مسائلو حل د چا صلاحیت دئ ؟افراد او اشخاص د ملی مسائلو سره څنګه برخورد کولای سی؟تر څو نه یوازی زما په شان نور افغانان دی پوښتونو ته ځواب پیدا کړی زموږ کارپوهان !هم خپل حد و پیژنی.
پای۰