کور / تازه خبرونه / سوات: د عملياتو پر محال يو تن وسلوال مړ او ونيول شول

سوات: د عملياتو پر محال يو تن وسلوال مړ او ونيول شول

 په سوات کښې د عملياتو پر محال يو تن وسلوال مړ او ونيول شول ، د راپورونو تر مخه په دغه عملياتو کښې يو تن پوځي هم وژل شوى دۍ ، د پوځ لخوا په خپر شوي بيان کښې وئيل شوى دى چې د سوات د تحصيل کبل په سيمه ګل جبه کښې عمليات تر سره شول ، د عملياتو پر محال له دواړو خواوو څخه ډزې وشوې او په ترڅ کښې يې يو تن وسلوال مړ او دوه ونيول شول او يو تن پوځي هم ژوند د لاسه ورکړ ، بلخوا ته د مينګورې پوليس په نوي کلي کښې د پلټنو پر محال د بم جوړونې يو کارخانه موندلې ده ، او اتۀ کسان يې نيولي دي ، وئيل کېږي په نيول شوو مهماتو کښې يو موټر ، په لوړه کچه بارود تر لاسه شوى دى ، تېره شپه د سوات په سيمه تليګرام کښې د وسلوالو پناه ځايونه په نخښه شوى دى.