کور / تازه خبرونه / د پيپلزاو عوامي ګوند د مشرانو تر منځ د ګډحکومت پرېکړه شوې

د پيپلزاو عوامي ګوند د مشرانو تر منځ د ګډحکومت پرېکړه شوې

عوامي نېشنل ګوند او پاکستان پيپلز ګوند په پښتونخوا کښې ګډ حکومت رامنځته کولو اعلان وکړ ، د عوامي نېشنل ګوند پښتونخوا مشر افراسياب خټک ووئيل چې د پيپلز ګونداو عوامي نېشنل ګوند د مشرانو تر منځ دغه پرېکړه شوې ده چې په پښتونخوا کښې به په ګډه حکومت رامنځته کوي ،


 د شخصي ټلويزون سره د خبرو اترو په ترڅ کښې ښاغلي خټک زياته کړه چې په صوبه کښې عوامي نېشنل ګوند اکثريت لري او پيپلز ګوند هم زياتې څوکۍ ګټلې دي ، ځکه دواړه ګوندونه ګډ حکومت جوړوي ، د خپلواک کانديدانو په حقله افراسياب خټک ووئيل چې په پښتونخوا کښې عوامي نېشنل ګوند او پيپلز ګوند اکثريت لري ځکه خپلواک کانديدانو ته اړتيا نه ليدله کېږي ، خو ځينو کانديدانو د عوامي نېشنل ګوند سره رابطه کړې ده.