کور / نثر / لاکان او د ادبیاتو برخلیک

لاکان او د ادبیاتو برخلیک

د یوه نوي خپاره شوي کتاب په باب څو یادښتونه
(د دې کتاب تر لوستلو وروسته به هیڅوک جویس په اوسني متعارف ډول ونه لولي )
پروفیسرایلی راګلند


 لاکان او د ادبیاتو برخلیک د هغه ګټور او علمي کتاب نوم دی چې  نړیوال شهرت لرونکي افغان لیکوال ډاکتر احسان آذري ستانیزي، په دوه سوه او لسو پاڼو او اتو څپرکو کې  لیکلی او په دې وروستیو کې د کانتینوم د نړیوالو خپرونو له خوا په ګرده لویدیځه نړۍ کې خپور شوی دی.
تر زیګموند فروید وروسته ژاک ماری امیل لاکان (۱۹۰۱- ۱۹۸۱) تر ټولو ستر او مهم ارواپوه ګڼل کیږي  ،ده د یوه ستر ساه څیړونکي،متفکر او روڼ اندي په توګه  د هیګل او هایدګرله نظریاتو ، همدا شان د سوسور له ساختګرا ژبپوهنیزو چلندونو او د ساختګرا انتروپولوژیست لیوي ستراس له نظیریو نه په ګټې اخیستو او د هغو پر دوام معاصرې ارواپوهنې ته نوې ساه ورکړه چې ځینې یې د ارواپوهنې د پلار په نوم یادوي. ویل کیږي چې نن سبا  پنځوس په سلو کې ارواپوهان  د لاکان له ارواپوهنیزو چلندونو او نظریاتو ګټه اخلي، له همدې امله عمومي نظر دا دی چې په اوسني پیر کې د ټولنیزو علومو زده کړیالانو ته ناشونې ده چې په یو ډول نه یو ډول د لاکان له مفکورو سره مخ نه شي.




د لاکان د کار لویه ځانګړتیا دا ده چې د هغه په اندونو کې فروید ته د ورستنیدو مینه له ورایه جوته ده،په همدې لړ کې د ارواپوهنې اوسني سرلاري څیړونکي او متفکرین په دې باور دي چې لاکان د فروید د اندونو را ژوندی کونکی دی. د لاکان په باب دا هم مشهوره ده چې د علومو په بیلابیلو برخو لکه عصب پیژندنې او ارواپوهنې کې د  پرمختګونو له کبله ، فروید ، د هغه تر مړینې وروسته له ډیرو نیوکو سره مخ شو خو همدا لاکان وو چې هغه یې بیا راوسپړه او بشپړ یې کړ.
 د لاکان د ارواپوهنیزو یا ساه پوهنیزو نظریو خپراوی د نونسمې پیړۍ له پنځوسمو کلونو پیلیږي او د شپیتمو او اویایمو کلونو په اوږدو کې د لویدیځ تفکر پر ټولو څانګو سیوری کوي . هغه د خپل ژوند وروستي شل کلونه  له یوې مخې هغو سیمینارونو ته وقف کړل چې په هغو کې به ده ، خپل اندونه او خپلې ارواپوهنیزې څیړنې او نظریې ارایه کولې. د لاکان د همدې دوه لسیزو سیمینارونو، هڅو او کارونو هماغسې چې د نونس سوه اویایمو او اتیایمو لسیزو پر پسامدرنیستي فکري غورځنګونو  ، اثر درلوده ، ورسره یې تر ټولو زیات  پر فیمینستي کړیو او مباحثو هم اثر پریباسه.   د لاکان  په ژوند کې ، یواځې د ده د نظریاتو کوچ ،  د هغه د سیمینارونو په مجموعې کې د کرښې  په نوم خپرې شوې دي  ،  خو  د نوموړي تر مړینې وروسته د هغه زوم ژاک آلن میلر چې خپله هم ارواپوه وو د هغه د آثارو په راټولولو او خپرولو کې کافي خولې توی کړې.
ښایي د لاکان تر ټولو لوی کار دا وګڼل شي چې هغه د فروید له نظریاتو نه په ګټې اخیستو ارواپوهنه ، چې له آره اومانیستي فلسفه ده پر پسا ساختاري  نظریې واړوله.
 لاکان او د ادبیاتو برخلیک د نوییو ادبی تیوریو په باب یو مهم او د پام وړ اثر ګڼل کیږي. دغه کتاب پر دوه اساسی برخو ویشل کیږي، په لومړۍ برخه کې ډاکتر آذري په بیسارې برلاسۍ نوې ادبي تیوري او  د پسا ساختګرایي د نظریې دوه  سرلاري او نوموتي  بنسټ ایښودونکي   ژاک لاکان او ژاک دیریدا  په تفصیل څیړي او ارزوي یې. چې مخکې مو د لاکان یادونه وکړه خو د ژاک دیریدا په باب باید ووایم چې نوموړی معاصر نړیوال فیلسوف دی چې خپل ځانګړی فلسفي مکتب او پیروان لري، د دیریدا فلسفه له ارسطواو افلاطون نه رانیولې تر مارکس ،هګل او فروید پورې ټولې فلسفي نظریې سره رانغاړي. دیریدا ته د (جوړښت ماتونې)  ساختار شکني پلار وایي. ساختارشکني د څیړنو هغه شیوه ده چې د لیکوال ټولې لیکنې له يو ډول ذهني پیچلتیا،تناقضاتو او ذهني ګډوډیو ډکې وي. په دا ډول لیکنو کې د لیکوال نیت او اراده کولای شي پر ژبنیزو تناقضاتو غلبه وکړي، د همدې له پاره دیریدا له متن څخه یواځې  صداقت او همیشنۍ ریښتینې مانا راباسي.
 د یادونې وړ ده چې ساختار شکني ته د شک فلسفه  هم وایي دا ځکه چې  دا فلسفه په ژبه کې د کاملې او پوره یا نګه مانا امکان  ردوي.ساختار شکني د لومړي ځل له پاره په نونس سوه اویایمه لسیزه کې د د یال د پوهنتون له خوا په امریکا کې خپره شوه. د یادونې وړ ده چې د ساختار شکنۍ دغه  مفهوم  تر همدې وروسته د هنر او ټولنیزو علومو ټولو برخو لکه ژبپیژندنې،انسان پیژندنې ، سیاسي علومو او ان معمارۍ ته لاره  کړې. دیریدا ادعا کوي چې د لویدیځ فلسفه د لرغوني یونان له سقراطه رانیولې تر فروید او سارتر پورې په ثابتو بنسټونو نه وه ولاړه، خو په لویدیځه فلسفه کې هغو ته د ثابتو بنسټونو په سترګه کتل کیدل.
 ډیري امریکایان په دې باور دي چې دیریدا د فرانسوي فلسفي مکتب مخکښ دی چې د لومړي ځل له پاره یې د کلاسیکو زده کړو سنتي او دودیز معیارونه مات کړي دي.
په هر صورت ، د ډاکتر آذري د کار یوه بله لویه ځانګړنه دا ده چې د خپل کتاب  په همدې  اوله برخه کې ، د لومړي ځل له پاره په انګلیسي ژبه کې  پرڅو نویو تیوریکي او کره کتنیزو مفا هیمو او مقولو بحث کوي.  خپله لیکوال په دې باور دی چې  د کتاب دا برخه  ځکه  ډیر نویوالي  لري چې  زیاترو لویدیځو کره کتونکو د تیوری ژورې مطالعې او ارزونې ته لږه پاملرنه کړې ده او همدا ناغیړي ښایي د دې لامل شوې چې ادبي آثار په برسیرن ډول وارزول شي.  ډاکتر آذري په دې نظر دی چې د ادبیاتو معاصره تیوري  دومره  پیچلې  ده چې  پرې پوهیدل له ستونزو یو ډک کار دی ، نو د همدې له پاره پر نوې ادبي تیوري پوهیدل او د هغې هضمول د کره کتنې اصلي شرط  ګڼي.
 د لاکان او د ادبیاتو برخلیک په دویمه برخه کې ، لیکوال د انګلیسي ژبې څلور تنه کلاسیک، مدرن او پسامدرنیست لیکوال د راسپړلو او کره کتنې له پاره غوره کړي دي.
ښایي یو شمیر ځوان لوستونکي و پوښتي چې پست مدرنیزم څه ډول یوه نظریه یا  فکري بهیر دی؟ پست مدرنیزم د مدرنیزم د جریان د دوام په مانا کارول کیږي، دا د هغه مکتب نوم دی چې د نونسمې پیړۍ د اویایمې لسیزې په وروستیو کې مطرح شو .د  پست مدرنیزم اصطلاح د لومړي ځل له پاره  آلماني فیلسوف توس رودلف  د نونسمې پیړۍ په پیل کې وکاروله خو آسپانیاوي کره کتونکي فدریکو اونیس تر ۱۹۳۴ کال وروسته دغه اصطلاح د مدرنیزم پر ضد په کثرت کارولې ده.   پست مدرنیزم هغه  فکري جریان دی چې د مدرنیزم پر خلاف غږ اوچتوي. خو کیدای شي دا یو بشپړ تعریف نه وي ځکه چې پست مدرنیزم د وخت په تیریدو ډیر تغیرات منلي دي او د همدې له پاره هیچا په دې باب د یوه جامع او بشپړ تعریف د  وړاندې کولو تکل ندی کړی.
نن سبا د پست مدرنیزم اصطلاح دموسیقۍ،هنر،رمان،شعر،فلم،عکاسۍ،معمارۍ،ادبیاتو ، فلسفې، انسان پیژندنې ، ټولنپیژندنې او جغرافيې په ګډون په ټولو ساحو کې کارول کیږي .
د شکسپیر څلور نمایشنامې د ډاکتر صیب آذري د کتاب هغه څلور لومړني متنونه دي چې ده تر کره کتنې لاندې نیولي ، دغه نمایشنامې د کتاب په لومړۍ برخه کې د وړاندې شوې تیوري په رڼا کې تر کره کتنې لاندې نیول شوي دي. ډاکتر آذري د هملت په باب د کره کتونکو د متعارف نظر پر خلاف لیکي چې دغې نمایشنامې په اروپایي ادبیاتو کې د لومړي ځل له پاره مدرنیزم ته لاره پرانیسته. د یادونې وړ ده چې نورو ګردو کره کتونکو د ګویته او الیوت په شمول دا نظر درلوده چې  هملت  د شکسپیر یوه کمزورې او ناکامه نمایشنامه ده، د دوی د دې ادعا دلیل دا وو چې ویل یې په دې نمایشنامه کې شکسپیر د ارسطو او افلاطون له وخته منل شوي دودونه مات کړي دی. خو  د ډاکتر آذري په نظر  هغه څه چې هملت ته ځانګړتیا وربښی هغه د اروپایي ادبیاتو د رنسانس او کلاسیکو دورو  دودونو او قراردادونو  ته شا  اړول  او د هغو ماتول دي. د هملت د نورو ځانګړتیاوو یانې  په یوه لویه نمایشنامه کې د نورو وړو هغو ورځایول هغه څه دي چې د لاکان او د ادبیاتو د برخلیک ، کتاب لیکوال په تفصیل ارزولي دي. د مکبث په نمایشنامه کې تر بریالیتوب وروسته سقوط او د انساني اروا تلپاتې غورځنګ یا تعارض تر څیړنې لاندې نیول شوی دی او د وینسي سوداګر، په نمایشنامه کې د انساني شعور د ناخودآګاه سره ځپل شوي مکنونات  او له متني جوړښت سره د هغو دراماتیکي اړیکې څیړل شوي ، تفسیرشوي او ارزول شوي دي.
د انګلیسي ژبې د رنسانس د دورې د  شاعر جان دان عرفاني شعرونه د کتاب بل ځانګړی بحث دی ، په دې برخه کې د معاصرې ادبي تیوري په رڼا کې د عرفاني تجربو او په عرفاني شعر کې  د خودۍ اواشراق خورا مهمې مسلې په بشپړ اوهراړخیز ډول څیړل شوي دي.په تحقیقي کړیو کې دا پوښتنه ډیره تکراریږي چې عرفاني تجربه څه شئ ده؟ همدې پوښتنې ته ډاکتر آذري د لاکان او د ادبیاتو برخلیک په دویمه برخه کې په تفصیل ځواب ورکوي او وایي چې عرفاني تجربه له آره یوه وجودي مسله ده او د دې له امله چې شعر د وجودي اوامرو د  هنري  څرګندولو یوه غوره وسیله ده نو ځکه شعر،شاعر او عرفاني تجربه په یوه نګه ترکیب کې ځان راښکاروي.
موږ د ستر ایرلندي لیکوال جیمزجویس (۱۸۸۲- ۱۹۴۱) له نوم او کارونو سره آشنا یو چې د ادبي آثارو زیاتره ارزونکي د هغه د اولیس رمان د شلمې پیړۍ تر ټولو شهکار رمان بولي. دوبلینیان، د ځوان هنر پنځونکي انځور،د فینیګنز ویکس،مجلسي موسیقي او د شړل شوي یا تبعیدي په نوم نمایشنامه د جویس  هغه  آثار دي ، چې هغه ته یې نړیوال شهرت ورکړی دی. د ډاکتر احسان آذري د کتاب بل بحث د جیمز جویس  همدا د  فنیګنز ویکس مدرنیستي ناول ته ځانګړی شوی دی. د یادونې وړ ده چې د جیمز جویس همدا اثر کلونه مخکې د دري ژبې د پاخه لیکوال استاد رهنورد زریاب له خوا په دري ژبه د بیداری فینیګان په نوم  ژباړل شوی او خپور شوی دی ، خو له بده مرغه داسې ښکاري چې دا ژباړه به ډیره کره ځکه نه وي  چې ان د کتاب نوم هم ناسم ژباړل شوی دی ځکه ویکز په انګلیسي کې د ویر هغو مراسمو ته وایي چې د مړي تر ښخولو یوه ورځ مخکې هغه ته د درناوي د وړاندې کولو له پاره جوړیږي، چې په دې ډول د فینیګنز ویکس ژباړه هم باید د فینیګن د درناوي مراسم وای نه د فینیګن ویښتیا. په هر صورت د جیمز جویس د غه اثر دفوق العاده ابهام د لرلو له کبله په اروپایي ادبیاتو کې د نه پوهیدو وړ ادبي متن په نوم پیژندل شوی دی.هغه څه چې پر دې ناول پوهیدل یې ستونزمن کړي دي هغه د لیکوال د ژبې څرنګوالی او د لیکلو بیخي ځانګړی اسلوب او روش دی.جیمز جویس په دې ناول کې هڅه کړې چې د انګلیسي ژبې غږیزاو مانیز سیستم له یوې مخې ړنګ کړي.
ډاکتر آذري په دې باور دی چې د فرانسې نوې ادبي تیوري او ادبي کره کتنه دومره ځواکمنه ده چې کولای شي هر ډول ستونزمن ، مبهم او د نه پوهیدا وړ ادبي آثار تر کره  کتنې لاندې ونیسي او د همدې تیوري په رڼا کې یې په هراړخیز او بشپړ ډول تحلیل،تعبیر او کره کړي.
د لاکان او د ادبیاتو برخلیک وروستی بحث د امریکا د معاصر پست مدرنیست شاعر جان اشبیري په شعرونو کې د متني تشو انتقادي څیړنې او راسپړنې ته ځانګړی شوی دی.جان اشبیري هغه امریکایي شاعر او کره کتونکی دی چې له نونس سوه اویا کلونو را په دیخوا یې په بشپړ ډول پر امریکایي شعر اثر ښندلی دی، هغه په نیویارک کې زیږیدلی او د هاروارد له پوهنتون نه فارغ شوی دی. د اشبیري لومړني شعرونه د شعر په تر ټولو معتبرې مجلې کې چاپیدل او کلونه کلونه د آرت نیوز،پارتیزان ریویود مشهورو خپرونو د کتونکې ډلې مشر وو،نوموړي د ۱۹۷۵-۱۹۸۵ کلونو تر منځ یو شمیر مهمې ادبي جایزې ګټلي دي. ډاکتر آذري د  جان اشبیري په شعرونو کې  متني  تشې په ډیره برلاسۍ او بیساري ډول تر کره کتنې لاندې نیسي. متني تشې د فرانسې په ادبي تیوري کې یو نوی بحث ګڼل کیږي چې تر دې دمخه په ادبي کره کتنیزو بحثونو کې  نه وو دود. ډاکتر آذري نه یواځې د اشبیري په شعرونو کې متني تشې او د هغو جوړښت راپه ګوته کوي بلکه تر هغه برسیره ،د  جان اشبیري په شعرونو کې د متني تشو د شتون لاملونه او له ادبي نظره د هغو ډول ډول والی یا تنوع د هغو له ماناوو او تحلیلونو سره د لوستونکو په مخکې ږدي.
یو شمیر لویدیځ ادب پوهان د ډاکتر آذري کتاب د نوې ادبي تیوري او نوې ادبي کره کتنې په برخه کې تر ټولو بریالۍ هڅه ګڼي او وایي چې هغه نه یواځې د ادبي تیوری او ادبي متن  ترکیب موږ ته په لاس راکوي بلکه په معاصره ادب پیژندنه کې یو نوی کڼدو یا لوری پرانیزي.
 د مکوري د پوهنتون استاد پروفیسور نیک منسفیلد د لاکان او د ادبیاتو برخلیک په باب کاږي:( د ډاکتر آذري کتاب د ادب پیژندنې هغو برخو ته پاملرنه کړې او راسپړلې یې دي چې په انګلیسي ژبو هیوادونو کې یا لږ پیژندل شوي او یا نیمګړي وړاندې شوي دی. په دې کتاب کې د لومړي ځل له پاره په انګلیسي ژبه کې  د ادبی آثارو د پیژندنې،ارزونې ا و تعبیر نوې لارې او روشونه  مطرح شوي دي.) نوموړی زیاتوي چې 🙁 دغه کتاب نه یواځې د ادبیاتو په برخه کې بلکه ورسره د فرهنګي څیړنو،فلسفې، اولس پیژندنې یا انتروپولوژي  ، ژبپوهنې او ټولنپیژندنې په برخه کې هم د استفادې او ګټې اخیستنې وړ دی.)
همدا شان د امریکا د کولمبیا پوهنتون د انګلیسي دیپارتمنت مشر پروفیسور ا یلي راګلند لیکي چې (لاکان او د ادبیاتو برخلیک په رښتیا هم یو په زړه پورې اثر دی.دغه کتاب د فرانسې د پسا ساختګرایي مهمه تیوري او همداشان د انګلیسي ژبې تر ټولو غوره ادبي آثار په ډیره ځانګړتیا  لویدیځو لوستونکو او د ادب پیژندنې استادانو ته ورپه ګوته کوي.) پروفیسور ایلي راګلند زیاتوي چې : ( د دې کتاب تر لوستلو وروسته به هیڅوک جیمز جویس د هغه په اوسني او متعارف ډول ونه لولي .)
زه د دغه کتاب د ارزښت په پام کې نیولو سره وړاندیز کوم چې زموږ د پښتو فرهنګي ټولنو او بهیرونو له خوا دغه ګټور کتاب پښتو ته وژباړل شي ،  دا کار به زموږ له ځوانانو او د ادبي تیوري او ادبي کره کتنې له مینه والو  سره مرسته وکړي چې په نړۍ کې د نویو ادبي خوځښتونو ، بهیرونو، او تیوریکو هڅو سره لا ډیر آشنا شي.