کور / علمي / د تاريخ مرصع تاريخي څېړنه ( دوهمه برخه ) پښتنو څنګه هند ته مخه کړه؟

د تاريخ مرصع تاريخي څېړنه ( دوهمه برخه ) پښتنو څنګه هند ته مخه کړه؟

د مخه مو ووېل  چې د لومړۍ لېږدي پېړۍ په پای  او د دویمې لېږدي پېړۍ په سر کې ډېر پښتانه د هند په نیمه وچه کې استوګن وه. ولې دا پوښتنه پخپل ځای کې بې ځوابه پاتې ده چې څنګه پښتانه په دویمه پېړۍ کې دلته مېشت او ودان شول  او بیا د دوه پېړیو  په موده کې د یوه ستر ځواک  او واک څښتن شول؟
د دې پوښتنې په  څنګ کې د دې ټکي یادونه هم اړینه ده چې څنګه  لودي پښتنو  له راجه  جیپال  سره یوه ګډه ژبه پیدا کړه او بیا د دوی  تر مینځ سیاسي اړیکه دومره ټینګه شوه چې یو په بل  یې ډېر باور  کاوو؟
څېړونکي ښایي په راتلونکي  کې د غو او د دغو په څېر  د ډېرو پوښتنو د ځواب  جوګه شي ولې د بهلول د واکمنۍ تاریخ لکه د اسمان  راڼه ستوري د پښتنو  د تاریخ  په ډېرو تیارو ګوټونو  کې ځلېدلي دي  او ځلیږي.  تاریخ مرصع هم د نوموړي  په اړه کاږلي دي: ؛راویان د اخبار  او مورخان  صاحب اقتدار او اعتبار دا رنګ  کښلي دی چه هر ګاه سلطان بهلول په تخت د ډیلی کیناست ممالک د هندوستان ملوک طواف  وه یعنی څای  په څای پاد شاهی وی… سلطان حسین بادشاه  د جونپور  له سلطان بهلول  لودي  سره په مقام  د سر کش او عناد وه… شهر د دهلی محاصره کړ او په دا ورځو کې سلطان بهلول په تسخیر  د ملتان  ولاړ  وه هر ګاه  چه په مضمون د دی واقع اګاه شه وئ  فرمایل چه سلطنت د هندوستان په هغه چا ښایي چه صاحب دقوم او قبیله وي  او نن ورځ په سلطانانو کښ د هند  زه په قبیله او په لښکر ممتاز یم چه تمام پښتانه عزیزان او خویښان څما دي
بیت:    یا د لیچو زور پکار دی یا د زرو
خوار هغه شه چه په دواړو شه کمزور(۱)
د تاریخ مرصع له څرګندونو څخه د سلطان بهلول له قول نه معلومیږي چې د پښتنو زور او ځواک د نورو سیمه ییزو واکمنو په پرتله ډېر وه نو ځکه خو لودي بهلول پخپل قوم او لښکر ویاړي.
دا یو څرګند حقیت دی کله چې به په پښتنو پادشاهانو د واک کمزورئ  تنګسه راغله نو دوی به پښتنو سیمو ته له پېښور نه راوخله تر غزني او کسي غره شاوخوا سیمو پورې احوال ولېږه نو بیا به یې نور پښتانه ځوانان رابلل. ولې بیا هم یو ځواک وه چې دوی  یې پادشاهی ته رسولي وه. لکه چې لودي بهلول د تاریخ مرصع په حواله ویلي دي:
؛په خپل ملک  کښ عمر  په عسرت  او فقر تیره وي غواړم چه دوی له وطن را طلب کړم او منصب جاګیر په هندوستان کې ورکړم چه له تنګی او له تنګ خرڅی خلاص شي  او زه هم به په قوت او په مدد د دوی په خپلو غلیمانو غالب دست شم واړو په فکر د بهلول   افرین وو ی… بیشماره پښتانه له کوهستانه  دروه په ملازمت د سلطان راغلل.؛(۲)
د تاریخ په بېلابېلو پړاونو کې بېلابېلو پادشاهانو د پښتنو له ځواکمنۍ نه د خپلې واکمنۍ د ټینګښت لپاره ګټه اخستې ده. موږ د  مخه په ملتان کې د لودي  شېخ حمید یادونه وکړه او تر نصر لودي  او داود لودي پورې مو د هند په نیمه وچه کې ولیدل چې پښتانه ورو رو  ډېر ېدل  او لودي بهلول یو ځل بیا د پښتنو د برم او دبدبې  بنسټ کېښود.
د نوموړي د واک لارې چارې د یوې تجربې له مخې لا دمخه د نورو افغانانو نه ورته په میراث پاتې وې. که څه هم له افغان واکمنو  سربېره نورو ټبرونو هم د افغانانو له جنګیالیتوب نه د خپلې واکمنۍ د ټینګښت لپاره  استفاده کړې ده.
هغه مهال چې ګوډ تېمور د هندوستان د نیولو نیت وکړ نو د ده په لښکرو کې ګڼ شمېر پښتانه مشران موجود ول.
؛هر ګاه چه په سن د اته سو یو کال امیر تیمور چه صاحب د قران وه… مخ ئی په تسخیر د هندوستان ونیو ملک خضر لودي ملک بهاوالدین جلوانی  ملک یوسف سروانی  او ملک حبیب نیازی ته ئی فرمان واستو او ملک ئی ورورو له کوه سلیمان  او غیره طلب کړ.؛(۳)
دغه مهال له دغو پښتنو  مشرانو دولس زرو په  شاوخوا کې یوازې سواره کسان چې  جګړیزه تجربه یې زیاته وه ملګري وو. ولې کله چې ملتان  ته ورسېدل په دغه وخت کې  د کوډ تېمور نامتو زوی  میرزا پیرمحمد کلابند وو چې د دغو پښتنو په مټ ازاد شو.
تېمور د لاهور له نیولو وروسته د همدغو پښتنو په ځواک هندوستان ته اړم شو. د ډیلي حکمران ملو خان  چې د دغو ځواکونو سره یې د جګړې  او مقابلې وس نه درلود، نو امیر د ربیع الاول په ۷   اومه نېټه (۸۰۱هـ) ډیلي ته ننوت خطبه او سکه یې پخپل نوم ووهله. پدغه مهال کې هم ډېر پښتانه په هندوستان کې مېشت او ودان شول.
؛پرګنه د خضرآباد او سادهوره له ملتان د وابې او پرګنه د سیالکوټ  له څو نورو محلونو چه متعلق د پنجاب وودویته عنایت کړاو خضرخان چه له ښو مقربانو د سلطان فیروز شاه وه حکومت ئی د ډیلي او دهندوستان  ورته تفویض  او خود په طریق د دوړ متوجه شه او ملک حبیب او ملک یوسف او نور سرداران د افاغنه وو له کابل نه رخصت کړه.؛(۴)
د خضرخان د حکومت  په مهال ډېر پښتانه ټبرونه او بېلابېل خېلونه او زییونه د هند په نیمه وچه کې ځای په ځای شول. سلطان شاه لودي چې د سید خضرخان او سلطان مبارک شاه ډېر باوري کس وو د سر هند په جاګیر وګماره.
؛هرګاه چه بیان د احوال د دی جماعت چه په تخت د خلافت متمکن او سلطنت ته رسېدلی دی وکیښ شی د سلطان بهلول لودی چه په ملک د هندوستان ئی طغ د خلافت بلند کړی دی او پس له زمانی د خالد اول تر ده په داګروه  والاکښ په تخت د سلطنت  بل ناست  نه دی.؛(۵)