کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / روم په اور کې سوزیده او نیروه خپله شپیلۍ وهله

روم په اور کې سوزیده او نیروه خپله شپیلۍ وهله


د بن د تړون په رامنځ ته کیدوسره د افغان ملت پر خلاف دسیسه بازۍ خپل زور واخيست تر نن تاریخ پورې  خارجه وزارت دهمدې غاصبینو په لاس او دا د یو منظم پلان ترمخه تر سره کیږي تر څو د افغان ملت اصلي څیره او شکل بهر د نیا ته په یو بل شان معرفي کړي چې بیلګې یې موږ په هندوستان امریکا او نورو هیوادونو کې دسر په سترګو ولیدې.
څو ورځې وړاندې په چين کې د روانو اسيايي لوبو د پرانيستنې پر مهال د ملي سرود پر ځای يوه  سندره وغږول شوه،هغه د انګریزي ژبې د متل په حواله ټیټ خلک تل خپل ټیټوالی په هر ځای کې ښکاروي   دې کار بيا وښووله چې په دې هېواد کې لا هم د هېواد او ملت ضد کړۍ فعالې دي او نه غواړي، چې افغان ولس سره يو موټی او په ارامۍ ژوند وکړي.
 د دولت له چوپتیا داسې ښکاري، چې دولت هم له دوی سره په دې کړنو کې دخيل دی، ځکه چې د دې ملي خيانت له ترسره کولو ډېرې ورځې تېرې شوې خو افغان دولت يې په اړه هېڅ رسمي دريځ نه دی اختیار کړی، چې بايد کړی يې وای. ځکه دا د اساسي قانون څخه سر غړونه او دا خلک باید مجازات او څارنوالي ته معرفي شي
 ځکه چې ملي سرود د يوه هېواد پېژندګلوي ده او دا ملي سرود، چې د هیواد والو لخوا  او په ټول هېواد کې  منل شوی   ښه معلوم ملي سرود دی، چې په هېواد کې دننه او له هېواده بهر په لويو او وړو رسمي او حتا نا رسمي غونډو او پروګرامونو کې بايد وغږول شي، ترڅو د هېواد ملي هويت يا پېژندګلوي ټولو نړيوالو ته څرګنده شي؛ نو له داسې ملي سرود سره   خيانت له بشپړ ملت سره خيانت دی او داسې خاينين که هغه سفير، د اولمپيک کمېټې ريس او که هرڅوک وي بايد محکمې ته راکش کړای شي او تر ټولو سخته سزا ورکړل شي، چې په راتلونکي کې بل هېڅ داسې څوک پيدا نه شي تر څو د خپل هېواد سره په دې کچه ملي خيانت وکړي.
موږ په دې برخه کې د پارلمان له ډېرو غړو سره خپل نظر شریک کړی او له هغوی مو غوښتي، چې دا مسله همداسې پرېنږدي او بايد د دې مسلې پلټنه وشي، موږ کوښښ کوو، چې له چارواکو سره په دې اړه خبرې وکړو او له هغوی په کلکه غوښتنه کوو، چې د دې مسلې ژورو ته ولاړ شي او په اړه يې بايد پرېکړه وشي.
موږ به دا مسله تر وروستي حده وڅارو او خپله ټوله هڅه به وکړو، چې داسې ملي خاينين بايد محکمه شي، ترڅو نور ملي خاينين ورنه عبرت واخلي، چې په راتلونکي کې له داسې مغرضو کړنو لاس واخلي .

په ټوله افغاني مينه