کور / د ډيورنډ کرښه / دافغانستان اوپاکستان ترمنځ ډیورنډکرښه دجګړې لامل او دسولې کلی

دافغانستان اوپاکستان ترمنځ ډیورنډکرښه دجګړې لامل او دسولې کلی

  یادونه : لوموند ډیپلوما ټیک یوه،سیاسي ،کولتوري، ټولنیزه، فرانسوي  میاشتني خپرونه ده،چې د نړۍ په ۲۹ ژبو او ۵۷ هیوادو کې خپریږي . دغه څیړنه  له الماني ژبۍ څخه  ژباړل شوي ده .

ښاغلی ګیورګس  لوفور  يو ډیپلوماټ او توکمپوه دی  ، دی د پاکستان  لپاره داروپایي ټولنې  پخواني  استازي وو. د ده  په څیړنه  کې د افغان ولس د خونړي کړکېچ  لامل او زموږ  د بدمرغه ټولنې  دستونزو یو ژور سیاسي انځور وړاندې شوي دی  . زما په اند هر هیواد پال افغان چې دې مسلي سره  لیوالتیا لري  باید د لیکوال  څیړنه په ځیر سره  ولولي، ځکه  ده  دغې مسلي ته دبلي زاویه څخه کتلي دي  .

 

 

 

دافغانستان اوپاکستان ترمنځ ډیورنډکرښه دجګړې لامل او دسولې کلی

لیکوال   :   ګیورګس لوفور

ژباړه         :   سراج الحق ببرک زی ځدراڼ

 

ا فغان هیوادپال  :   پښتانه ،افغان ولس  او طالبان 

د افغانستان په اړه دلندن او کابل  نړیوالو کانفرانسونو لومړۍ په ۲۰۱۰ کال د جون  میاشت په ۲۸  او دوهم په ۲۰۱۰ کال  د جولاې  میاشت په ۲۱ نېټې  پریکړو  اوپایلو په جوته توګه ناسمي وختې او همداسي داورستې ټولټاکنې چې د ټګې او برګې سره مل وي  او لږ خلکو په کې بر خه واخیسته ، هېڅ  یو ونشو کړي  چې  په افغانستان کې  دا بې  پایه  وژنو ته د پای ټکې کیږدي .

د ۲۰۰۹ کال  چې د جګړې اتم کال وو ۲۴۱۲ میړه ملکي وګړې وژل شوي دي  (۱) د کرښې په بله خوا د پاکستان په شمال لویدیځ  کې د ملکیانو،سرتیرواو طالبانو د مړو  ټوله  شمیره  اټکل ۱۲۰۰۰ میړه  ته رسیږي . (۲)  دغه دواړه هیوادونه  ټول ۲۰۰ میلیونه  وګړې لري . دا هیوادونه د سقوط له ګواښ سره مخامخ دي . د دوسله وال  کړکېچ   د حل  لپاره  یوه لار  لټول  اوس  له هرمهاله ډیره  اړینه   بریښي  .

په دا اوسنیوحالاتو کې   ډیر خلک  دسولیزه حل لاره د طالبانو سره   په روغه جوړه  او طالبانو ته د سولې   په لاس اوږدولو کې ویني .  په ریښتیا سره  بله  کومه لاره یا بل کوم الترنتیف  د سولیز حل لپاره نشته ؟              مخکې له دې چې  دکړکېچ  بنسټیز  حل  لار ې ته  ورووځو موږ باید له عامو،اسانو او لنډمهالو شونتیاوو څخه خدای په اماني  وکړو.

اصلي موضوع  چې ډیره حساسه  او پیچلي  ده  هغه  دکابل او اسلام اباد ترمنځ  د انګریزانو د کولونیال سیستم د ړنګیدو له مهاله  تراوسه  په مسلسل ډول د خبرواترو  او له  بحث څخه په  ډیره ناجایزه توګه  ډډه شوي  ده  .

له ۲۰۰۱  کال څخه   تر اوسه په افغانستان  کې دستراتیجېکو ترسره شویو  تیروتنو په اړه هر څه ویل شوي دي . په یو بڼسټیز سوهې تفاهم  او ناسم پوهیدني  باندې چې د افغانستان د کړکېچ په پیل کې شتون درلود هېچ بحث  او خبرې اترې ونشوي  .

 

په ۱۹۸۶ کال کې د افغانستان په ختیځ  کې خوست ولایت  ته نږدې ا وسامه بن لادن  یواځي څو کیلومتره د پاکستاني پولې څخه په واټن کې ځای پرځای شوي وو . هم مهاله د کرښې په بله غاړه کې د وزیر ستان په قبایلي سیمه «  میران شاه » کې  خوست میشتي مخور پښتون  او جهادي مشر مولوي جلال الدین حقاني د افغانستان اسلامي ګوند« دمولوي  محمد یونس خالص په مشري  په شمالې وزیرستان کې »  فعال پوځې مرکزونه درلودل . مولوي حقاني له همدې ځای  څخه د پخواني شوروي اتحاد څلویښتم  نمبر  یرغلګرسور پوځ  ته ماته ورکړه .

د میرانشاه او خوست لاره د ډیورنډ کرښه شلوي، نن  د میرانشا او خوست  محوري سیمه د بڼسټپالو وهابي ترهګرو ډلو د عملیاتو سیمه ګرځیدلې ده . دلته هیڅ یو عنصر په تصادفي توګه نه دی رامنځته شوي .  بڼسټپال وهابیانو  اسلامي امت ته د یو واحد ملت په څیر ګوري او دخپل سپیڅلي جهاد موخې ددولتونو او ولسونو په ماتولو کې لټوي . له همدې لارې څخه دوی  غواړي اسلامي دولت یا ستر خلافت ته لاره خلاصه کړي .

د دوی  نړیواله جهادي ستراتیجې په دې کې نغښتي چې د سیمیزو  ناسیونالیستي  غورځنګونو له احساساتو څخه ګټه واخلي ، تر څو له همدې لارې  د  دولتونه  مرکزي ځواک کمزوي کړي او سرحدي  پولې لمنځه یوسي .

 

وېشلي پښتون  ولس

په ۱۹۸۰ کالونو کې  ددغې نړیوالې جهادي  ستراتیجې د پلې کولو لپاره   اوسامه بن لادن   ته  د افغانستان او پاکستان  ترمنځه د ډیورنډ کرښې کړکیچ  له اسمان څخه یوه ډالۍ  ثابته وه . د ډیورنډ کرښه د خوست – میرانشا محور ي لاره قطع کوي .  داکرښه د انګریزانو د کولونیال ځواک یو مامور مارټم  ډیورنډ  په نامه ونومول شوه . هغه  په ۱۸۹۳ کال کې  دا د ډمارکتیشن کرښه د برتانوي هند او دافغانستان د پاڅونکوونکو غورځنګونو په وړاندې معامله کړه .

دا هغه کرښه ده چې د افغان دولتونو لخواهېڅ مهال په رسمیت پیږندلې شوي  نه ده  ځکه  پښتانه یې په دوو برخو وېشلي دي .  پاکستان دغه سیمه خپله برخه بولي . داحالت  یواځې د پښتونو لپاره  تر ټولو ډیر دردیدونکې  او زړه خوږونکې  حالت دی ،ځکه د دوی  کلې او سیمې  یې سره وېشلې دي . دغه ویش د دې لامل شو چې د پښتنو  دهویت ځواکمن ملي احساس او دیووالې احساسات  دشوروي اتحاد پوځونو د ماتولو پروړاندې نور هم غښتلې شي .د پښتنو د هویت  احساس له دوی سره له ناوړه   توپیریز  چلند څخه سر راپورته کوي .  دا احساس یو ځل بیا د دوی په اړه د ژبني ناسم پوهیدني  او  ناوړه جغرافیا يي حالت څخه  لاوړیږي  .له پښتونو سره  دا ستړی ستومانه احساس  ډیر اوږ تاریخ لري . دغې حالت دوی ته اوس  نوي ځواک وربښلي دی .  د فارسي ژبې په نړۍ کې له لرغونو زمانوڅخه پښتانو ته افغانان ویل شوي دي . دا مهم نه ده چې دوی په کوم هیواد کې ژوند کوي . په پاکستان کې دوی کله ځان پښتانه او کله ځان  افغانان درپیژني . که څه هم  په افغانستان  کې د دوولسو څخه تر پیځلسومیلیونو څخه ډیر پښتانه اوسیږي ، دوی د دغې  هیواد دټولو  وګړو د نیمایې څخه ډیره  برخه جوړوي . په پاکستان  کې  پښتون توکم تر پنځویشت میلیونو پوري رسیږي چې د افغانستان په پرتله دوه برابره ډیر پښتانه  دي .په پاکستان کې دوی د ټولو وګړو یواځې  پنځلس سلنې جوړوي .

دا هغه  لاملونه او شرایط دي چې بن لادن تیرینه  ناوړه ګټه اخلې ، تر څو سیمه  د عربي  القاعدې  د عملیاتو لپاره بڼسټ  وګرځوي  . د بن لادن   نړیوالې ستراتیجې  او دالقاعدې پوځې مرکز لپاره ټول هغه اړین ټوکې او اسباب  چې ده  ور ته  اړ تیا لرله تیار وو،  تر څو دی   دواړه دولتونه کمزوري  او سیمه بې ثابته کړي .  د ده جهاد لپاره هغه مهال له امریکا او سعودي عربستان څخه په لوی لاس  مالي مرستي  هم کیدي .د مرستو ډیره برخه د بن لادن مرستندوي  مولوي جلال ا لدین حقاني ته ورکول کیدي .  دالقاعدې  ډلې دخپلو فعالیتونو لپاره په نړۍ  کې  هېڅ  کومه بله  داسي  ډاډمنه سیمه لکه دغه سیمه نه شوه مندلې . په ۱۹۹۶ کال د اګوست په میاشت کې بن لادن  هغه مهال دنړیوال جهاد جګړه اعلان کړه ،کله چې  امریکایې یرغلګرو پوځونو د سعودي عربستان  دوه سپیڅلي ښارونه  مکه او مدینه  اشغال  کړي وو.

له ۱۹۹۴ کال څخه طالبانو په سیمه  کې خورا مهم رول لوبولو،له یوې خواد طالبانو مشر ملا محمدعمر د جلال الدین حقاني تر قوماندې لاندې سرتیرې درلودل ، له بلې خوابیا  د طالبانو غورځنګ له بڼسټه د القاعدې سره هېڅ تړو نه درلود.  بن لادن اود القاعدې شبکې له دغې تازه موقع څخه ګټه واخیسته او د طالبانو  د غورځنګ په لیکو کې  چې د بري په لور روان وو ،ورګډشول او ځان یې د طالبانو د سځت دریځه مذهبي قوانینو ساتندوي وښود. په  ۱۹۹۲ کال کې کله چې کمونیستي رژیم ونړیدو او خونړي کورنې جګړې  پیل شوي ، طالبانو دافغان  کورني جګړو ته د پای ټکې کیښود، دوی  دیو ستر ځواک په څیر راڅرګند شول .  که څه هم دطالبانو  بري د توکمیزه ډلې  په نامه نه  وو، بلکې د شریعت تر بیرغ  لاندې ترسره شو . طالبانو  د پښتنو  ټولې سیمې  ان تر آمو سیند پوري فتح کړي . د طالبانو نوي غورځنګ دسعودي عربستان  او پاکستان  د ګتو په چوپړ کې شو او په هماغه  اندازه  دوی  د امریکا د ګتو په چوپړ کې هم شول  .د کالیفرنیا د ټیلو کمپنې اونوکال   د هغه مهال  غړي او اوسني ولسمشر حامد کرزی  له طالبانو سره   دافغانستان له لارې دغازو پایپ لاین  په اړه خبري کولې . د دغې پایپ لاین د تیرولو  لپاره  اړینه دا  وه  په  هیواد  کې باید ملي  ثباته او امنیت ټینګ  شي . سعودي عربستان هم له  یو سنني سخت دریځه امارت  څخه د شیعه ایران په ختیځ کې له ایډیالوجک  پلوه ملاتړ کاوه . د پاکستان لپاره هم دغه طرحه ډیره په زړه پوري وه .اسلام اباد دخپلو خلکو په منځ کې  په سلو کې شل سلنې شیعیه ګانو باندې د ایران  له اغیزي   څخه په ویره  کې وو. بالااخره له همدې مسلې سره د پاکستان  د استراتیجې  د ژوروالي مسله  هم مطرح شوه. په پاکستان کې ټول خلک او دهغه مهال لومړي  وزیره  بې نظیر بوټو  او حکومت په یو خاص فکرکې ډوب شول . غالبآ دغه فکر  یا ستراتیجې داسي  مطرح شوه، که  د پاکستان پر  پوځ  باندې د هندله لوري برید وشي نو پوڅ به ټول افغانستان د خپل د شاتګ سیمې لپاره استعمال کړي . که څوک دسیمي توپوګرافیک حالت پیژني هغه ته  دغه فکر پوچ  او بې مانا بربښي . 

په حقیقت کې ددغې فکر تر شا جیو سیاسي لیوالتیاووي شتون لري . کابل هېڅ مهال د ډیورنډ کرښه په رسمیت پیژندلي  نه ده .

د  ۱۹۵۰  څخه تر ۱۹۷۰ کالونو پوري په افغانستان کې  کیڼ لاسي پښتني ملي غورځنګ وده وکړه، ددوی  سره دشوروي اتحاد لخوا مرسته کیده . په  ۱۹۷۳،۱۹۷۸ کالونو کې دافغانستان  ولسمشر محمد داود خان په پاکستان کې ټولې پښتني سیمې د افغانستان د خاورې نه بیلیدونکې برخه اعلان کړي او له پاکستان څخه یې د خپلې خاوري  د مستر کیدو غوښتنه وکړه .

هغه مهال پاکستان  په ختیځ  کې د کشمیر په ابدي کړکېچ کې لاس او کریوان وو (۳)  . په لویدیځ کې د یو بل ګواښ څخه په ویره کې ولویده . له همدې امله اسلام اباد په دې فکر او هڅه کې دی چې په کابل کې یو پښتني  اسلامي  رژیم  واک ته ورسوي  او دغه  رژیم د پاکستان  دمرستو او ملاتړ ته  تل اړ وي  ، د رژیم د پاتي کیدو او لمنځه تللو تضمین  د دوی په لاس کې وي . له همدې لارې ټول هغه غورځنګونه او ناسیونالیستي هڅې د یو لوی پښتونستان   د رامنځ ته کیدو لپاره وځپلې او تر اوسه  یې  لمنځه  وړي دي  .  (۴)  په ۱۹۹۴ کال کې پاکستان تصور کاوه چې طالبان  مسلمانان ، پښتانه او لږ څه هیواد پال  یا ملي دودپال  دي . دوی دخپلو موخو او رول لوبولو لپاره  جوړ شوي خلک  دي . په دې شرط چې دوی کنټرول شي او دپاکستان  غوښتنې ترسره کړي .

 

په پیل کې دغه  د پام وړ  ډله  ټولو ته ډیره  موثره  او په ځای پریوته او ټول لوی سیاسي  لوښیې د طالبانو  په ګټه  او د طالبانو منظم کولو  په چوپړ کې  پریوتو.   په ۱۹۹۶ کال کې  طالبانو  د زور او زر له لارې  واک ته ورسیدو .

شمالې ټلوالې  د تاجکو مشر احمد شاه مسعود ( دی د ۲۰۰۱ کال دسپتامبر په میاشت کې ووژل شو )  لږ څه مقاومت وکړو. دیوولسم د سپټامبر  د پیښې څخه راورسته باید موږ دا ومنو چې یا به  سړی  ډیر ساده وي او یا  به د تاریخ ړوند وي . چې  باور وکړي ،  د تاجکو،هزاره او اوزبکو ترمنځ  یو اتحادبه   دا ټول سیاسي بهیر ته بدلون ورکړي . مسعود دشطرنج  تخطې  پر مخ په لوبه کې یوه کلیدي څیره وه، دی  د دې جوګه نه وو چې د ملت یوه ستن  په پښو ودروي .

سړی نه شي  کولي یوه کورنۍ روغي جوړي ته  پس له هغې راوبولې چې د کورنۍ نیمایې غړي یې له غړيتوب څخه یومخې منع او  له صحني لري کړي وي . نړیواله ټولنه  هم په دې برخه کې یعني په دغه بې انصافه ویش   او ملت جوړونه کې بې ګناه نه ده . نړیواله ټولنه  د طالبانو له ورسته پاتي ایډیالوجي څخه په  شوک او ویره کې وو . په ۲۰۰۱ کال کې د بن پټرسبورګ تړون له مخې د  افغان موقت  دولت  درویشت وزیران دشمالې ټلوالې  څخه او یواځې  له  ووه پښتانه وزیرانو څخه  جوړ شو . دحکومت مشر حامد کرزی  یو پښتون وو، دې بیا په ټولیزډول  د د امریکا یو ګوډاګې په څیر ومنل شو .

دومره بس ده چې وپوهیږو، د پښتنو مدني ټولنه څومره ځان په واک کې محسوسوي او څومره واک په دغه سیاسي جوړښت کې ورکړل شوي دی . دوی بې کچې ناراضي دي او له دغه حالت څخه ډیر ځوریږي .  په دې ورستیو اتوکلونو کې د پښتني هویت دري اړخونه  په ډیر  ځواکمن ډول  را څرګند شول .                                               لومړۍ  دپښتون  ولس  د پښتونولي  اصول په ډیر قوت سره  د دوی په  هویت باندې  ټینګ  را وړل شول ،یعني  د دوی ټولنه هویتي رنګ   لري ،په دوی کې هر څه نشنلیستي نه دي . دویم  طالبانیزم د دوی یو وسله وال اړخ  بلل  کیږي  . دریم اړخ یې بهرني  بیړني د مرستو ځواک القاعده دی ،القاعده لکه یو ویروس د پښتون په ناروغه  وجود کې اغیزه کړي ده .

په ۲۰۰۱ کال د اوکتوبر او نوامبر په میاشت   د طالبانو غورځنګ لکه څنګه چې ګومان کیدو  دبورې يا شکري  په شان  په چاي کې منحل شو .که پښتون ولس په کابل کې یو ریښتیني ځواک او د واک  ونډه درلودلی   او دوی خپله خبره دحق په کرسي کې کینولې شوي . ښایې د طالبانوغورځنګ له ماتي څخه ورسته بیا په پښو نه وي دریدلي . دلته  مطلب  د دې نه دی چې « افغانستان یواځې د پښتونو هیواددی  »  بلکې دا همدسي  ده لکه پښتانه   چې په دې اړوند خپل ویاړلي تاریخ او په افغانستان کې د خپل ولس وګړیزه  برخه  دلیل وړاندې کوي  .

که هر ډول وي  سیاسي توکمپوهنې  په دې  واقیعیت ولاړل  ده ، ښایې ځینې خلک  لږ څه ارډ کړي یا حیران کړي دغه موضوع  باید بې له کوم ولي یا څنګه  څخه د توکمپوهنی په رڼا کې  تاېید  او درغلۍ  په کې ونه شي .

په افغانستان کې له  ملي پخولاینې څخه هله خبري کولې شو، چې پښتانه خپل  شمالي توکمو نه  یواځې  له تاریخې   پلوه افغانان   ونه وګڼي، بلکې  دوی په خپل څنګ  کې په مساوي ډول  د ځان په شان هیواد پال افغانان  وشمیرل شي . دا کار کیدوونکې او شوني دی، ځکه افغان تاجکان اصلأ نه غواړي چې د تاجکستان له دوشنبه څخه پرې حکومت وشي او  همداسي هېچ  یوازبک نه غواړي چې له ازبکستان څخه او هېچ کوم  شیعیه هزاره نه غواړي تهران  ته ګوري . هېچ داسي افغان  تاجک نه پیژنم  چې دی  له تاجکستان سره د یوځای کیدو خیال  په سر کې ولري .په همدي ترتیب نشي کولې یو افغان اوزبک ومومي چې دی له تاشکند سره د یو ځای کیدو فکر په سر کې لري .

ټول افغانان  په یو اواز یو ملي ستر سپیڅلې  احساس او مسوولیت  دخپل  نه ویشل شوي هیوادلپاره  لري . افغان ولس له خپل ګډ هیواد څخه له دوو پیړیو راهیسې څنګ په څنګ   په ګده  دفاع کړي ده او کوي . له بهره قومي لاس وهنې  او درزونه  د دوی ملي پیوستون نه شي زیانمنولې .

دغو پرله پسي تیروتنو څخه القاعدې ګټه پورته کړه. دغه ډله تر څوچې په ځمکه کې ریښي ونه لري ، نشي کولاي  خپل  ژوند ته ادامه ورکړي  . افغانستان   اسلامي سخت دریځو ته  د پټیدو د ژوندي پاتې کیدو او د   شا ټګ  لپاره  مهم دی . په افغانستان کې دوی مجبور دي چې د طالبانو مقاومت  تل تود وساتي . که ملي جهاد ناکامه شو بیا نو بې له شکه نړیوال جهاد ته  یوه سخته  ضربه  ده . (۵ ) 

ښه به دا وي چې موږ اوس  د طالبانو غوښتنې بې له څه ځڼد، خنډ او وقفه څخه ومنو او  د خپل له لاسه ورکړل شوي  خاوري  د بیرته  الحاق  او له  خپلو هم ژبې  ولس سره  دبیرته یو ځای  کیدو  لاره  ورته  خلاصه کړو . که دغه غوښتني په منځ کې نه وي ، بیانو په یقین سره ملي جهاد د  نړیوال جهاد  په څیر سر را پورته کوي . (۵)  په دې صورت کې به بن لادن هم په غلط لار نه وي تللي  .

په ۱۹۹۶ کال کې بن لادن له دې امله   په ویره کې وو چې د طالبانو او یونوکال کمپني ترمنځ خبرې اترې به د دې لامل شي چې د ملا عمر رژیم په رسمیت وپیژندل شي . دا ګواښ هغه مهال له منځه ولاړ  کله چې  په ۱۹۹۸ کال د اګست په میاشت کې د امریکا د کینیا او تانزاتیا  سفارتونو کې بمي چاودنې وشوي ، په  بدل  کې امریکا په لومړۍ ځل  پر القاعده هوايې بریدونه وکړو او دافغانستان  خاوره په لومړۍ ځل بمباري کړه .  بن لادن  ته بمباریو ښه موقه په لاس وکړه . بن لادن ډیرښه پوهیده چې دی څنګه  په مهارت سره د ملا عمر  له قهر  او غوسی څخه ګټه پورته کوي .  په ۱۹۹۸ کال د اګست میاشت کې  په کندهار  کې  په یو ډول دوه ګوني یا دوه اړخیزه  رهبري باندې جوړ راغله . د یوولسم د سپتمبر څخه را ورسته دغه تړون یا نوې پرمختګ لاتر اوسه لړزیدلې نه دی . القاعدې خپلي محوري سیمي  خوست او میرانشا ته  شاتګ وکړو چیر ته چې جلال الدین حقاني له خپلو جنګیالیو سره ملي او نړیوال جهاد  ګرانټي کړي . بیا  دملا عمر طالبانو د کندهار او کویټي سیمه په خپل کنټرول کې لري . دا کنټرول لږ څه اسانه ځکه دی چې د دې جنګیالې اکثره د غلجي له قبیلې سره تړولري . په شمالي بلوچیستان کې ۸۵ سلني اکثره  وګړي  له دغي قبیلې څخه دي .  ایا د پاکستان هغه مهمه ستراتیجې  د افغانستان په اړه له ګواښ سره مخامخ نه ده ؟ د اسلام اباد ستراتیجیستان په دې عقیده دي  ،چې طالبانو  به بیا په افغانستان کې  لاس بري  شي .  دوی  خپل پوځې عملیات یواځې د بهرنیو اورپکو په وړاندې  پیل کړي دي ، تر څو ترهګریزه ځالې لمنځه یوسي .په داسي حال کې پاکستان  خپل سیمیزه طالبان ځپې او د افغان  طالبان   بیا ساتي .  القاعدې د  » څیټي  او سندان « په نامه پوځې عملیاتو   څخه  هغه مهال  ګټه واخیسته  کله چې د ۲۰۰۴ کال په سر کې  امریکایي جنرال دیوید بارنو   له خوا طرحه شول . دا عملیات   په دې موخه پیل شول چې داوزبکستان اسلامي غورځنګ جنګیالې  د سویلې وزیرستان څخه شړل کیږي او د افغانستان  په پوله کې  یې ایثار کړي . دا د پاکستاني او امریکایې ځواکونو لومړني  ګد پوځې عملیات ووچې ترسره شول . پاکستاني پوځویان  په یوه میاشت کې  له زرو څخه ډیر ووژل شول  .‎ په پای کې دوی مجبور شول چې له نیک محمد یوځوان سمیزه پاڅونکوونکې سره خبرې اترې ته کیني . دې بیا دوه میاشتي  ورسته دامریکایې بې پیلوټه الوتکو له خوا ووژل شو . 

نیک محمد مشهور په » د هېچا زوي  «  وتوانیدو  چې اتیازره کسیزه پوځ مخی ته په ډیره میړانه  ودریږي . دی ولسي اتل وپیژندل شو،دی د نوې ځوان نسل مخکښ وګرځیدو او دا نوې نسل اوس د ده  د وینو بدل اخلي . د نیک ځای ناستي  ویرونکي  بیعت اله مسودله القاعدې سره د پاکستان په وړاندې لاس یو کړو . ده  ډیر یرغلونه په پوځې کاروانو،پوځې مرکزونو  باندې ترسره کړو. دمحاکمو په دفترونوباندې  ترهګریزه بریدونه وکړو.ان د پوځ  د قوماندې په مرکز کې  برید تر سره کړو. ولسمشر پرویز مشرف درې ځله  د بریدونو ‎څخه ژوندې  ووت .اما بې نظیر بوټو په ۲۰۰۷ کال  د دسامبر  په میاشت کې ووژل شوه .

په همدې بهیر کې مسود له شلو ډلو څخه چې دوی د هیواد په ټول شمال لویدیځ کې ستر واک او اغیزه  درلوده د پاکستان  د طالبانو تحریک بڼسټ کیښود. سمدستي  پاکستانې طالبانو مذهبي پاکونې پیل کړي ، دساري په ډول په  ۲۰۰۸ کال داوکتوبر په میاشت  کې  ۱۶۲ شیعیه ګان یې ووژل  .

 د طالبانو سره د روغي جوړي  پرته یوه بله لار

 په دغه سیموکې  تنکې  ځوانان چې د القاعدې  په چوپړ کې  نیول شوي  دي .  دوی په سیمه کې ګمارل کیږي چې وژنې ترسره کړي  او  ویره او وحشت یې خپل ورستیو کچې ته رسولي دی .  دوی د سپارښتنو وژلو په بهیر کې  له ۳۰۰۰ ډیرو قومې  مخورو مشرانو څخه  د جاسوسي په نامه  سرنونه پرې کړي دي   . مسود د پنجاب له ټرهګري شبکې سره نږدې لړیکې درلودې  او دوی  د ده سره د مرستو او همکاریو ته ولاړل ول . لکه وهابي لشکري طیبه،نه وهابي ډلې او د شیعیه  ګانو ضد  ډلې لشکري جنګوي او جهیش محمد .

دغې حالت ملا عمر  ډیر په اندیښنه کې کړو، ده  نه غوښتل چې هلته  مقاومت تقویه کړي او  پاکستان  بې ثباته کړي ،ځکه ده  غوښتل  له هغه ځای څخه د خپل مقاومت لپاره خلک راجذب کړي  .

د ۲۰۰۹ کال په اوړي کې  پوځ وتوانیدو د هغو طالبانو څخه کار واخلې چې ددوی ملاتړ  ورسره وو اود تحریک طالبان پاکستان په وړاندې وجنګوي .  کوم خاص پوځې پریکنده او قانع کوونکې پایلې  لاسته ورنه غلي .       ملا عمر ډیرې هڅې وکړي چې د حقاني  د شبکې له لارې  د پاکستان تحریک طالبانو تر خپل کنټرول لاندې راولي . سره له دې چې بیت اله مسود ووژل شوي وو  دپوځې بریاوي څرک  ونه لګیدو . دهغه د تره زوي  حکیم اله مسود یې ځای ناستي شو . پوځ د اکتوبر په میاشت کې په وزیرستان  کې نوې یرغل پیل کړ. تحریک طالبان پاکستان  په غبرګون کې ډیر سخت بریدونه په  ملکې وګړو ترسره کړل .

د ۲۰۰۹ کال  له اوکتوبر څخه تر ۲۰۱۰    کال  دسپټمبرمیاشتي ۸۱ ځانمرګې بریدونه چې ۱۶۸۰ انسانان په کې ووژل شول .

په داسي یو حالت  کې موږ کړي شو  و پتیوچې  د افغانستان په اړه د لندن او کابل  کانفرانسونه   دهماغه  زړو نسخو  بیا ګرمول دي او بس .

د ایساف  یا ناټوځواکونه ورو  ورو تر سخت فشار لاندې  راغلې دي . په جګړیزو سیمو کې هېڅ راز د بیا رغوني پروژې   نه رغول کیږي . له  سیاسي اړخه ټول چانسونه مو له لاسه ورکړو . هېڅ  څوک نوره باور نه کوي  چې په څه ډول  ديو ښه حکومتي  مشرتابه  سره په کابل او اسلام اباد کې مرسته او ساتنه   یې وکړي .

موږ ته یواځې د کرزی وړانډیز  پاتي کیږي ،هغه له طالبانو سره روغه جوړه او  خبرې اترې دي . د امریکا ولسمشر اوبا ما  زړه نا زړه  دی،  دې سره  هېڅ کومه بله لاره یا  الترنټیف نه شته .  په پای کې دی  مجبور دی چې موافقه وکړي .په سیمه کې حالات ډیر خړپړ شوي دي .  تحریک طالبان پاکستان  خپل برخلیک نه یواځې القاعدې او د پنجاب ترهګري ډلو ته په لاس  کې ورکړي ،بلکې  دوی په ټولو قبایلي سیمو کې خپلواک ټینګ کړي دی  او دودیزه قبایلي ځواک  او سیستم یې هم لمنځه وړي دی . دوی خپل ترهګریزه بریدنو   بې له دې  چې ځان کمزوري وښیې   دوام ورکوي او دسیمې  پر ملکیانو یې ژوند  توره شپه ګرځولې دی  .

په داسي یو ګډوډ حالت کې به  څنګه شوني وي، هغه طالبان وموندل شي  چې  دوی خبرواتروته تیاري ولري . که داسي وشي چې نړیوال سیاسي ستراتیجیستان په ریښتیا سره له طالبانو سره خبرو اترو ته کینې، څنګه به دا تضمین  شي چې دوی به  یو  د اړیکو او دخپلويو  لوبو او د نه منلو یو  ګډوډ نظام یا سیستم سره مخامخ نه شي او  دوی به د سم  پوهاوي څخه عاجز وی .؟

 طالبان به  په  هېچ یو نړیوالو منل شوي معیارو نو،نورمونو او قوانینو  ته غاړه کینږدي .

کیدایې شي چې د طالبانو سره خبرې اترې  یوه سمه ستراتیجې نه وي .  ښه به دا  وي چې دا کړکېچ له  ریښو څخه راویستل شي .

موږ له پیل څخه تر اوسه  دوه ټکې  وڅیړل او دا پوه تر لاسه او ثابته شوه، لومړۍ  القاعده  د خپل سر دبقا لپاره افغانستان ته ډیره اړتیا لري ، دوی بې له داسي سیمې څخه خپل ژوند ته ادامه نه شي ورکړلي  .                               دویم ټکې دا دی چې یوه ارامه، سولیزه پښتني مدني  ټولنه دخپلو  ملي حقه حقوقو د لاسته راوړلو سره ه وسله وال طالبانو ته نوره اړتیا نه لري . دغه  ثابته پوهه موږ  مجبور وي ،له دې امله  موږ مجبوریو دافغانستان پښتنومنځ ته ورشو او  په دغه چارو کې  لاس  ورکړو.

یوه ګوتنیوکه به دا وي چې هغه زاړ پخواني د پښتنو د واکمني سیستم به په نه جبران کیدونکې ډول لمنځه تلل وي . ایا  دا  ریښتیا ده ؟  که داسي وګڼو نو له دې څخه به کوم بل کمزوي یقین نه وي .  داسي نه ده  چې دا نوې رامنځته شوي ځواکونه   او د دوی ترمنځه اړیکې  د تل له لپاره  نه ماتیدونکې دي . اوله لاسه وتلې  واک او ځواک بیرته نه راګرځي . دا خبره سمه ده چې دودیزه قومي مشران وژل شوي دي . دا په دې مانا  نه  دي  چې د پښتنو قبایلې دودونه  او د واک سیستم  وژل شوي دي  .

زموږ له  انده  په  فیوډالې سیستم کې قومي محور په ناسمه توګه  د وراثت د دوام د پرنسیب له لارې تر سره کیږي . ځکه په اروپا کې فیوډالې  واک اوځواک  پادشاهانو خلکو ته ورکاوه .تر څو چې خپل  فرمان ورکولو او حکمراني  ته حق د الهې له لارې څخه  برابر کړي . ټولواک به  ځان خلکو ته  د خدای د سپیڅلې میراث  دانتقال په توګه ښوده .یعني دی  په مسلسله ټوګه خدای ته  دوفاداري  دنده ترسره کوي، تر څو دی میراثي واک خپل ځای ناستي ته  په امانت داري   کې ور  وسپاري .

په ختیز فیوډالې سیستم کې واک د الهې ځواک له لارې  چا ته نه ورکول کیږي ، هر ناپیژندل شوي انسان کولې شي حکمران شي ،کله چې دی  خلکو ته خپله  ځواکمني ثابته کړي او نسبت هغو خلکو ته چې ده  ته یې بیعت کړي ځان خان او سخاوتمند وښیې ، دی  کړي شي حکمراني وکړي .

له همدې امله هر اغیزمن ،مخور، ملي  پښتون  قومي مشر زموږ دخبرو اترو بالقوه  مخاطب  سړی دی .  مهمه دانه  چې دی طالب دی او یا دی د طالبانوخواخوږي  وي  او که نه وي . حتا سړی  کولې شي ووایي چې  جلال الدین حقاني  په لومړۍ  سرکې یو پښتون دی،بیا په دویم  پړوکې  دی یو طالب دی،په ورستي پړوکې دی د اسامه بن لادن  یو ستراتیجک ملګري دی . ښایې ځینې خلک په دې خبره ټکان وخوري ،دی  غواړي یواځې  د خپل ځواک او شتمنیوڅخه ساتنه وکړي ،د هغه شتمني  اوملکیت  د خوست او میرانشا په منځ کې  سیمه  ده.  دا د ډیورنډ په دواړو خواو کې  د ده له خوا  ازاده شوي سیمه ده .دی  هره ورځ   ډیورنډ کرښه تر پښو لاندې کوي .

حقاني ته القاعده او تحریک طالبان پاکستان  یواځې یو ټوکې  د موخې د لاسته لاوړلو  لپاره دي  . دی اصلأ نړیوال جهاد ته لیوالتیا نه لري . په حقیقت کې نړیوال جهاد  ده  پسي ګونګوسي دي .

د دغې پسمنظر  پربڼسټ  د پاکستان لوی درستیز  اشقاق پرویز کیاني  په خپله وینا  کې  د ۲۰۱۰ کال دفبوري په میاشت کې  وړاندیز  وکړ، دی  وایې د خپلي اغیزي له لارې به له حقاني څخه ګټه واخلم . کیاني   د خپلي ستراتیجې  ژوري   پر پرنسیب غواړي چې د پاکستان  لویدځي پولي امنیت ټینګ کړي .

ده  په واضع ډول وویل،چې موږ   افغانستان ته  د خپلي واکمني په سترګه نه ګورو ، یواځي دپاکستاني لویدیځي پولې امنیت تینګو غواړو .بې له دې چې دی د ډیورنډ کرښي نوم واخلي هغي ته اشاره کوي . ورسره ده  په افغانستان  کې د هند  په ځواکمنه اغېزه باندې سختي نیوکې  وکړي . اسلام اباد ځان د غلیمانو په محاصره کې ویني او اندیښنه یې څرګنده کړه.

ددښمني محاصري  ګواښ  او کلابندي احساسول ښایې لږ څه  ناسمه  ارزونه  وي ،اما بې بڼسټه هم نه ده . ځکه د سړې جګړې پر مهال یو ډیپولوماټیک محور د واشنګټن ،اسلام اباد او پیکینګ ترمنځ  وو. د امحور د ډیلي او ماسکو محور  ترمنځ ولاړ وو. هغه مهال د پښتونو دملي هڅو څخه  پخواني شوروي اتحاد اوهند ملاتړ کاوه . 

دلته موږ له هغه پټ او پریکنده کړکیچ سره مخامخ کیږ و او په  هغه نه ویل شویو حقیقتونو باندې  خبرې کوو، چې د پاکستان او افغانستان  اړیکې  زهرجني کړي دي . پاکستان ډیورنډ کړښه ته د خپل جوړښت سره  دیوي قانوني پولې په څیر ګوري . او دنړیوالو قوانینو پر بڼسټ د میراثي  تړونو ګرانتي  لاره  ورته  خلاصوي . 

افغانستان  ډیورنډ کرښه په دې دلیل نه مني ، چې دغه کرښه هېځ مهال په کوم  تړون کې د نړیوالي  پولې په څیر لاسلیک شوي نه ده .څنګه سړی  داسي یو شي ته مشروعیت ورکولي شي چې  قانوني مشروعیت یې لمنځه تللې دی ؟ . ډیورنډ کرښه یو ناسورزخم دی . دغې  کرښي هېچ مهال ونشو کړي چې  پښتانه حاشیه  ته کړي ، دا کرښه  یو ځل بیاهغه مهال  ماته شوه کله چې د القاعدې  په ویروسو باندې ککړه شوه .

کین اړخه نشنلیت ګوندونه یو مهال  له شوروي اتحاد سره نږدې اړیکې درلودي لکه   عوامي  ملي ګوند   همدا اوس په پیښور کې حکومت  د دوی په لاس کې دی  . دوی د  ډیورنډ  له کرښې سره مخالف  څرګندوي  .

د ۲۰۰۷ کال د اپریل  په میاشت کې  په دې اړه یوه ستره سمبولیکه  اشاره وشوه و چې د لږو خلکو پام یې ځان ته را واړولو . ولسمشر کرزی جلال اباد ته سفر وکړو چې هلته یو کولتوري مرکز  پرانیسي . هغه ته یې د خان عبدالغفار خان نوم ورکړو. باچاخان د عوامي ملي ګوند بڼسټ ایښودونکې وو. په ۱۹۴۸ کال کې دی  افغانستان ته کدوال شو. په ۱۹۸۸ کال کې دی   ومړ او  د افغانستان په خاوره کې  خاورو ته وسپارل شو .             اسفندیار ولی خان د ده   لمسي او د عوامي ملي ګوند اوسني مشر  د دې مراسمو  ویاړلي  دروند میلمه وو. د خپلو خبرو په پای کې ده  په  نیغه شعار ورکړو چې  د کرښې  په دې  او هغه خوا کې  زه افغان  یم .                                        ( لرو او بر یو افغان )  کرزی د دې خبري په اوریدو سره په شور او جوش  کې  په ټینګه ورته ټکې وکړي . د پاچا خان بل مرکز په پېښور کې دی .

د ډیورنډ کرښې سره  ډیر ې حساسي  مسلې او کړکېچونه تړلي دي . سیمې ته به تر هغه سوله رانشي ، تر  څو چې د دغې کړښي ریښتنې  حقوقي موقعیت څرګند نشي . د کرښې نوم موږ ته د اوربند مفهوم را یادوي ، ترهغي چې یو کړکېچ  حل شوي نه وي . په همدې ډول  دکنټرول کرښې کشمیر په دوو برخي وېشلي دی .  آیا څوک به د ایران او پاکستان ترمنځ کرښه چې دواړو هیوادو له خوا  په رسمیت پیژندلې  شوي ده « د ګلدسمید  کرښې  (ل ) « په نوم یاده کړي ؟.

افغانستان له ډیره مودې څخه  خپله موضع د ډیورنډ کرښي په اړه څرګنده کړي . ولسمشر کرزی  طبیعتآ نه شي کولې  د دغي کړکېچ  په  اړه ځان بې عزته  کړي او خپل کورس یا ټګلارې ته بدلون ورکړي . که دی  په دغه مسله کې په شا  شي ، د ده  ژوند ته  به جدي ګواښ پیښ شي .

د ټولو خبرو سره سره که کابل دغه کرښه په رسمیت وپیژني ، د پاکستان ستراتیجیکه ژوره  به بې مانا شي . د ترهګري په وړاندې ټلواله به ښه په کار ولویږي .د پاکستان ویره چې دهند له خوا محاصره شوي خلاصه شي  .   په ۲۰۰۹  کال د اګست په میاشت کې پاکستان  ګواښ وکړ چې  د ډیورنډ کرښې څخه اغزن تار او ماینونه تاو کړي  .یو مسخره فکر  او ناشوني چار وو، مطمینآ سیمیزه پاڅون  پیل کیده او پاڅون کوونکې به د  القاعدې سره یو ځای شوي وی  .

 

د اروپایي ټولنې  شیګن سیمه یوه  دنموني موډل سیمې په څیر  

د دې لپاره چې په دغه سیمه کې د نورو زلزلې څپو  څخه ډډه وشي ، دغه  ماته کرښه باید د سولې کرښي په نامه ونومول شي او له دې  لارې  څخه یو ه  د سولې سیمه رامنځته شي  . تر کومه چې مالومیږي د افغانستان او پاکستان اړیکې له ډیره مودې  د دوی له هویتي کړکېچونواو سرحدي کړکېچونو له امله کړکېچني دي ،دوی نه شي کولې یو بل ته ورنږدي شي . اوس  نړیوالې ټولنه مجبوره ده چې په دې برخه کې له دوی سره  بڼسټیزه مرستې وکړي .

نړیواله ټولنه ورسته له اتو کالو څخه  لا په سیمه کې شتون لري دغه مرسته ددوی له لاسه  تر سره کیداي شي .

یادونه باید وشي چې د نوي  کرښي پیژندل بې له سیمیزه قومي مشرانو څخه د چې کرښې  په دواړو خواو کې اوسیږي  ناشوني ده . دلته باید سړی  د  عملي حل هڅې  پیل کړي .  دا هڅې باید  داسي وي چې پښنون ولس ته  له دې لارې پرته له بیلتون کړښې  څخه د یوي سولیزه سیمي امنیت خوندي شي .  یواځې افغان ولس لپاره  بې له وېش کرښې  څخه یوه  ګده سیمه  رامنځ ته شي  . تر څو دغه واحد ولس نوره د ویشلو، ټوتي کیدلو او ګدودیو له عذاب  څخه  په امان  کې  شي . بې له دې چې د دواړو هیوادو حاکمیت تر پښتنو لاندې راشي . د بیلګې په ډول لکه  د اروپایي ټولنې « شینګن سیمه «  چې بې له کومه خنډه دوی له یو بل سره تګ او راتګ وکړي .

په دغه صورت کې به یوه نیوکه دا وي چې د قاچاقو فعالیتونه به ډیر شي .دا ناقانونه سوداګري خو له پخوا څخه  دلته  شتون  لري ، په یوه سولیزه سیمه کې به دقاچاقو کچه ټیته شي . له دې امله به افغانستان  چانس ومومي چې  په سیمه کې د سوداګري ، د موټرو تګ او  راتګ   او اقتصادي لارې خلاصي کړي .

دکرښې  لپاره يوه نوي  کړنلاره  د تګ او راتګ  ډول باید تصویب شي ، ځکه د ډیورنډ کرښې په اړه پخوا هم تړونونه  لیکل شوي وو لکه په  ۱۸۹۳،۱۹۰۵،او په ۱۹۲۱ کالونو کې  دا چې ډومره ډیر تړونونه لیکل شوي دي یو لامل یې دا دی چې د کرښې  په اړه یې شک او تر دیدونه رامنځته  کړه چې دا کرښه په رښتیا شته او کنه .

اوس ډیر ې داسي نښې او علایم رامنځته شوي دي چې پښتانه   په خپله پریکړه وکړي ځان د القاعدې له  شبکې څخه خلاص کړي . دوی به په خپله د القاعدې په وړاندې مقابلې  ته را پاڅې .

داسي هم بریښي چې دواړه هیوادونه  په ځای د دې چې د طالبانو سره د سولې  او روغي جوړي   په اړه بې پایلو خبرې اترې ته کیني،دوی  باید هڅه کړي بې له دې چې خپل پخواني دریځونو او اتحادونو ته د پښتنو  پښتونو په اړه   وګوري دوی باید  له قومي مشرانو سره خبرو اترو ته کیني .

خالد عزیز د پښتونخوا پخواني جنرال سکرتر په ۲۰۰۸ کال کې د دې کړکېچ په اړه وایې، د امریکا او پاکستان ترمنځ  به د ګټو او  لیوالتیا کړکېچ همداسي پرځای وي، تر څو چې د ډیورنډ مسله په افغانستان باندې  حل شوي نه وي . ( ۶ )

په هغه څه باندې چې کابل او اسلام  اباد پوهیږي ،د پاکستان لوی درستیز په ډګر وویل ، په دغه پاسني عبارت کې جوتیږي . په افغانستان کې د ملي پخلایني لړي په لومړۍ سر کې د دې لپاره ده چې د پاکستان په پلولو کې دا بل اور مړ کړي .

کیداي شي د پښتونو له  توکمیزه هویتي احساس څخه  القاعدې ناوړه ګټه اخیستي وي . له بله پلوه  د پښتنوپه  کیڼ لاسي ګوندونوکې  د طالبانو مخالفت  شته دی .

لودیدیځه ډیپلوماټي باید په داسي یوه مغلقه پیچیده کړکېچین حالاتوکې  نوي لارې چارې ولټوي  او له خپلو مالومو میټودونو څخه وړاندې ولاړ شي .

د ا حاشیه ته لږدول  شوي او له پامه غورځول شوي  پښتانه  حق دی چې  بیا خبري ته پریښودل شي ،یو لوی بري به دا نه وي  ،بلکې  د دوی  منل شوي حقوقو نو ته  به درناوي  او د دوی  عزت  بیرته پرځای کول دي .

له دې سره به د نړۍ  تر ټولو ځواکمن پوځونو ته به یو چانس پیداشي ، چې له  بشپړي ماتي څخه خلاص  او د لږ څه   باعزته وتلو  لار  به  ورته هواره شي .

                                               

پای

 

 لمنلیک   :  د نوونسمي پیړۍ په پای کې د ایران او پاکستان پوله د بلوچیستان په سیمه کې  یوه کمیسیون ته دنده وسپارل شوه چې دا پوله  رسمآ   ویستل شي ،د کمیسیون  مشر انګریزي  جنرال ګلدسمید وو  .

 

اخیځونه   :

 

 ۱ . د افغانستان لپاره د ملګرومللتو  د مرستو څانګه د ۲۰۱۰ کال د جنوري میاشتي  کالني راپوټ

Unama.unmissions.org 

 

                                                                                        www. Satp.org .  د سویلي اسیا پورتال        ۲

  .  د هند او پاکستان کړکېچ  د ۱۹۴۷ کال څخه پیل او نن کشمیر په دوو برخو وېشلي دی .۳

 ۴ .  ستر پښتونستان  د لوی افغانستان د لویدو لپاره استعمالیږي ، په ۱۹۴۸ کال کې د شمالي وزیرستان او د تیرا په دره کې د خپلواک پښتونستان دولت  بیرغ   په رپیدو  شوو،چې د افغانستان  پاچا اعلحضرت  محمد ظاهر شاه له خوا یې  ملاتړ کیدو. دغه په خپل سر اعلان شوي دولت یواځې شل میاشتي شتون درلود .

Jean _Pierr Filiu ; Les Neuf Vies d al _qaida ; Paris  (favard ) 2009 ۵  .  وګورﺉ

 

 “Aligning regional security policies”, “The News, Islamabad, 25. November 2008.۶

 

                    Le Monde diplomatique Nr. 9312 vom 8.10.2010, 724 Zeilen, Georges Lefeuvre  

 

.