کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / دغه سرکوتن او سرسامی اوس لمر په دوو ګوتو پټوي

دغه سرکوتن او سرسامی اوس لمر په دوو ګوتو پټوي

رحمان ملک (د مېښو پاداوان) بيا اپلتو ته شروع وکړه
پاکستان: وسلې او ترهګر له افغانستان څخه راځي


د لروبر په حواله:
د پاکستان د مشهور ژورنالېست ښاغلي رحيم الله يوسفزي په حواله چې يو وخت ترې چا (د بي بي سي) خبريال د ښاغلي رحمان ملک په باره کې پوښتنه وکړه چې ملک دغسې اپلتې وايی، نو هغه وويل چې اصل خبره او واک خو د پوځ سره دی چې هغوی هره پاليسي د افغانستان په باره کې ټاکي. د پاکستان سياستمدارانو سره څه نشته او رحمان ملک خو د پاکستان په موجوده حکومت کې تر ټولو بېواکه او بې اختياره وزير دی او څوک يې خبرو ته لږ اهميت قدرې هم نه ورکوي. د دې ښه بېلګه دا ده کله چې ملا برادر ونيول شو، نو د ناخبري وښووه او پوځ وويل چې نوموړی له پوځ سره بندي دی.


کله چې له څارګرې ادارې نه لار ورکه شي، نو بيا دغه ښاغلی کوڅو ته راخوشې کړي او هسې بېځايه وغپېږي. دا د خدای شان دی سپی چې کوڅه ډب شي، نو قدر يې په کور کلي کې ورک شي او څوک يې چې ګوري نو يوځل يې ځغلوي او خپل وار پرې کوي.

د بېنظيرې دې خدای کور وران کړي لکه زموږ يې چې وران کړی دی دغه سندی او پنجابی د مېښو پادوان يې له کومه پيدا کړی. د پلار په زمکه لاټکانه کې يې ريل ستړی کېده، نو دومره مېښې خو به يې هم ختمي لرلې چې دغه ښاغلی يې ورته پادوان مقرر کړی وی.

ملکه خلک لروبر، ګردچاپېره په نړۍ کې ښه پوهېږي چې ترهګر او وسلې له کومه راځي؟ خير دی که ته دا اپلتې ووايی او کنه، خو خلک پوهېږي چې ((شېخ فريده خوله پټه بهتري ده)). داسې نه ده دا د امريکا او انګليستان ذمه واري ده چې هغوی زما په خاوره کې جنګ بس کول غواړي او کنه؟ تراوسه خو داسې کوم څرک نه ليدل کېږي چې هغوی دې له دې هدفه ګرځېدونکي وي. خلک په دې پوهېږي چې ته د کوم هدف لپاره ساتل شوی يې؟
روسان وتلي، خو لا يو نظامي قوت دی
زما د معاهدې وخت اووه لس کاله مخکې پوره شوی (د ۱۹۹۳ د نومبر ۱۲)
د منځنۍ اسيا نفت وګاز را په خوټېدو دي
چين د يو نوي قوت په توګه راښکاره کېدونکی دی
روسيه، چين او شمالي کوريا د ايران سره لا يو سرخوږی دی
هانګکانګ وسپارل شو، خو ستا د راتلونکې بقا د تضمين په خاطر د ممکنه خطر لپاره راباندې اوس ستا جنګ د ترهګر او القاعدې په پلمه تحميل شوی.
هند ته د دوستۍ لاس ورغځول د يو چا په مقابل کې دا بې لالچه نه دي. اوباما د خدای او د عيسی (ع) لپاره د ممبي د پېښې په تړاو په تاج محل کې هسې شپه نه تېروي.
د پخواني وېش له رويه هندوستان وافغانستان چا ته نژدې ول او پاکستان و ايران چا ته نژدې ول، خو نن زه پکې بيا ستا لپاره اشغال شوم، ايران هم د حمياني له مرګه وروسته خپل لوری بدل کړ او نوې يارانه شروع شوه. عراق پکې اشغال او هند ته نن د يو قوي متحد دوست په سترګه کتل کېږي. هغه ته د ملګرو ملتونو د امنيت په شورا کې د ګډون هڅې روانې دي. تا پرې هم خپله نېکه وکړه او مشرف په يوه منډه ځان سپينې ماڼۍ ته ورسولو او هلته يې بيا په افغانستان کې د هند پر قونسلګريو نيوکه هم وکړه.
رحمانه بچوخانه!
موږ يو متل لرو وايی ((پېغله چې کونډې ته د معاملې چل ورښيي، نو خوشې بد کوي)). موږ له انګرېزانو نه مخکې (د مقدوني سره) چې دوه نيمې پېړۍ يې تر واک او کنترول لاندې وې په رموږ پوهېدلو. هغوی زموږ په رموز پوهېدلو او موږ د هغوی په رموز، خو دا چې ته پکې اوس نوی راوزږېدې، نو له انګرېزانو نه هم لاره ورکه شوه او ناغېړه شول. ځکه په کوم مخ چې ته انګرېز او امريکا ته ورځې پر هغې مخ بيا ما ته نه راځې او سپين ماسک دې اچولی وي.
کياني دې چې کومه وعده له ښاغلي مايکل مولن سره کړې هغه به پوره کوې. دوه بيليونه ډالره دې بيا وشکول او قريشي دې بيا وايی چې موږ ته خپلې ګټې محترمې دي. کومې ګټې يعنې د پښتنو په سر تجارت او سوداګري؟ همدا اوس مو د جعلي ملا منصور په نامه د ايم شپارس سره يوځای څومره لويه لوبه مخې ته کړې وه. لروبر ټوکې روانې دي. د يو ملت پر سرنوشت په نړيواله توګه سوداګري روانه ده او تاسو يې دلالان ياست. پادوانه لندن و واشنګټن تا د ډهلي په مقابل کې هغسې نه پالي لکه څنګه چې هغه پالي او ته بيا خپله کلانکاري له ما سره کوې. د يو چاکلېټ ماشوم يې چې په سر درته لاس راکاږي، نو ځان درنه بيا ورک وي چې هوا ته والوځې او که پر زمکه ننوځې.
خلک پوهېږي چې چا درباندې لاس نيولی، خو چې کله وږی او تږی شې، نو بيا خوله خلاصه کړې او په يو څه اپلتو مپلتو باندې شروع شئ، نو بيا ژر يو څه زهر وزقوم خولې ته درواچوي او پرې مو غلي کړي. يو نوی ماشوم چې له موره وزږېږي، نو مور پرې پوهېږي چې څنګه يې غلی او ارام کړي. له موږ سره خو ستاسو د غلي کېدو او ارامېدو چاره نشته. که وای، نو دومره خو به مو کړی کړای چې د دې لاسوهنې لاس به مو درلنډ کړی وای، خو ارمان چې ډېر کمزوري يو او نه مو څوک غږ اوري. تا چې څوک نازوي موږ هغوی پېژنو چې د دې سرکشۍ او طغيان باوجود بيا هم درباندې سترګې پټوي او طالب او القاعده راته لروبر کوي. خدای دې د بهرنيانو کور وران کړي چې څومره وران او بد عادته يې اموخته کړي ياست. فاحشې دغسې يو مردار عادت لري.
يا د مېښو پادوانه!
تا له خلکو ساده ګان جوړ کړي. وخت وزمان خپل واټن وهي. ان شاءالله په مرور د وخت سره دا به مسايل خپله راڅرګند شي. بيا به دا خبرې نه وي چې طالب او القاعده ده. اګر چې ښاغلي هولبروک خو ځېنو ټکو ته په صفا توګه اشاره کړې، خو زموږ مشران يې لا تراوسه په ګونګه او ديپلوماتيکه لهجه وايی چې دا کار نه موږ، نه تاسو او نه دوی ته ګټه کوي. خو دومره خبره ده چې انګرېزان ډېر هوښيار دي. هغوی دې ټکي ته ښه متوجه دي داسې نه چې افغانان مو بيا ګوته لک نه کړي او راته مخ په څټ نه شي. خلک پوهېږي چې راغلي خو دي، خو ځان هغه د ناګاره شپونکي په توګه څنډې څنډې ته کوي او له ورايه څارل کوي. له يوې لورې يې ته زما د داړلو پسې راخوشې کړې او له بل لورې د نړيوال ائتلاف په جامه کې چې په سر کې يې امريکا ده راغلی. د هغوی عينکې ډېر وړاندې ليدل کوي او له ماسکو او له بېجنګه ډار خوري. ته بايد پوه شې چې ته ما د خلکو په ضد نه شې کارولای، خو نننې وضعه او حالات د يو سپين ماسک تر پوښ لاندې روان دي. خير دی که زما سر درباندې په اسانه نه خلاصېږي، خو د نورو درباندې خلاص دی او هغه دې ښه عميق پېژني ولو که هر ډول سپين وتور ماسکونه پر مخ کړې.
د ښاغلي محمود خان اڅکزي خبره چې موږ يو وړوکی افغانستان درلود، خو زموږ پلرونو او نېکونو د ټولو ترمينځ (د فارس، عرب، هندو، روس او د انګرېز) ترمينځ يې خپلواک ساتلی وو، خو نن ورته تا سنډا بډې راوهلي او غواړې چې په بډه يې ووهې.
نور دې خدای پوه کړه!